زرغونه آنا څوک وه؟

شفق

1,983

زرغونه انا د لوی احمدشاه بابا مـور او په خـټه الکـوزی وه. د خپل وخت یوه پوهـه او هوښیاره میرمن وه ددي دپاره دا ویاړ بس وه چـي نه یـوازي د احمدشاه بابا روزنه یـې په کوچني والي کي کـړي وه بلکي په لویوالي کي هم کله چـې احمدشاه بابا د یـوي لويي جرګي لخوا زموږ د هیواد د مشر په توګه وټاکل شـو زرغوني انا د یوي لویي مشاوري په توګه د هغه سـره مرستـه کوله.
کله چـي په 1174 هـ ق کال احمدشاه بابا د حکومت مشرانراټول کړه څو د کندهار نوی ښار جـوړ کړي او د دښمـن د د احتمالې حمـلو د مخنیـوي لپاره لازمـي چاري وسنجـوي.
نو تر ډیرو خبرو اترو وروسته دا خبر ومنل سـوه چـي د ښارد دفاع لپاره بایـد پر ښـار اووه دیوالـونه او اووه خـندقونه راوګرځول سـي څو د ښار خلک د دښمن د حملـي څخه وژغورل سـي کله چـي زرغونه انا له دي حاله خبره سـوه نو سمدستي یې احمدشاه بابا را وغوښت او ورته یې وویل:

زویه دا خبره ټینګه په غوږ کي ونیسـه چي افغانان هیڅکله
د خاورو په دیوالونـو او د اوبو په خندقونو ځانونه نه ساتي په دي خندقونو او دیوالونـو به یوازي زه او ته وژغورل سـو
هغه ستا نور وروڼه او خویندي چـي د دیوالـونو او خندقونو څخه دباندي پاتي دي آیا هغه له تا څخـه ساتنـه نه غـواړي او نه هغه افغانان دي او بل دا چـي ته باید دومـره انتظار  ونه باسـي چي دښمـن د ملک تر سرحدونو را تیـر سـي او ستا ښار ته را ورسیږي.
هغه وه چـي د احمدشاه بابا له مغزو څخه دباندینـۍ مفکوره ووته او یوه معمـولي کلا یې جوړه کـړه.
همداشان روایات دی چـي په 1174 هـ کال کي د احمدشاه بابا د ماتي ږغ په درواغو ( خلاف له واقع) کندهار ته را ورسید او داسـي اوازه سـوه چـي احمدشاه بابا د پانـي پـت په جګړه کي ماته خوړلي او لښګر یې پوپنا سـوی دی څو دا خبره زرغوني انا ته ورسیده دي میرمني وویل:
بری او ماتي د تقدیر په لاس کي دی مګر احمد ځان وژني او ماتي نه کوي.
د زرغوني انا د زیږیدو او مړیني نيټـه نامعلومه ده خـو دونه ښکاریږي چي په 1174 هـ کال یعني د کندهار ښار د جوړیدو تر تاریخ وروسته د احمدشاه بابا په ژوند کي وفات شـوي څرنګه چي احمدشاه بابا په 1186 هـ کال کي وفات شوس نو ددي میرمني وفات د ( 1174 او 1186 هـ ) کلونو
تر منځ واقیع سـوی دی. که داسـي وګڼو چي زرغونه انا د احمدشاه بابا د زیږیدو پر مهال یعني په 1135 هـ کال کيشل کلنه وه او د 1180 هـ کال پر شاوخوا وفات شـوي ده.
نـو دي پایلـي ته رسیـږو چي ارواښـادي 60 یا 70 کاله ژوندکړی دی او قبر یې د کندهار د آرغنداب په کوهک کلي کي  دی.
استاد عبدالروف بینوا په خپل کتاب (پښتني میرمني) کېد زرغونې انا په هکله داسـې لیکي.: زرغونه انا د اعلیحضرت احمدشاه بابا مور وه ، چي دا پښتنه میرمن ددي هسکو غرونو په لمنـو کي د پښتونوالي یوه ښـه محرقه بلله کیږي. زرغونه انا ددي پاکي خاوري د خدمت او لوړوالي دپاره یو داسي نابغه زوی لکه احمدشاه بابا د پښتانه و ملت ته تقدیم کړ.
او لکه احمدشاه بابا چي د ،، بابا ،، لقب وړي دی هم دغه رنګه دي پښتني میرمني د ،، آنا ،، لقب ګټلی دی او تر اوسـهپورې یې په پښتنې دنیا کې نوم ژوندۍ ده.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.