نازو آنا څوک وه؟

شفق

2,078

د پښتنو اتله میرمن نازو د ملي مشر میرویس خان نیکه مور او د سلطان ملخي توخي لور وه چي په 1061 هـ ق کال د زابل تازي رباط ته څیرمه د توخـو د قوم د مشـر سلطان ملخي توخي په کور کي یې ودي نړۍ ته سترګي پرانیستلي
وي د نازو انا پلار سلطان ملخي توخي د غزني څخه تر جلدکه پوري د ټولو غلجیو پښتنو مشر وه او د غزني څخه تر جلدکه پـوري د ټـولي سیـمي آداره دده په لاس کـي وه
نازو انا یو شمیر دیني کتابونه او د شاعري یو شمیر کتابونه
د هغه وخت د یو شمیر فاضلو میرمنو او سپین ږیرو علماوو
څخه ولوستل د نازو انا په علمي روزنه کي د هغي پلار سلطان ملخي توخي مهمه ونډه درلوده.
کله چي سلطان ملخي توخي سره غره ته نژدي په یو جنګ کي شهید سو نو د کور او ولس مشرتوب میرمن نازو په غاړه واخیستی خصوصاً هغه وخت چي ورور یې حاجي عادل خان هم د پلار د انتقام لپاره جنګ ته ولاړی نو میرمن نازو هم د یوه پښتون زلمي په څیر توره تر ملا کړه څو خپل
ټاټوبی د پردیو د هجومه وساتي.

نازو انا د پښتو ادبیاتو یوه تکړه او نازک خیاله شاعره وه
او د لوړ مقام څښتنه میرمن وه چي ورته د آنا لقب ورکړل سوی نازو انا نه یوازي افغاني ټولني ته د میرویس نیکه په څیر غښتلی او مدبره زوی وروزی بلکي د خپل عصر یوه میړنۍ ښځه هم وه چي په پوهه ، میړانه ، او ميلمه پالنه کي یې ساری نه لیدل کیده دا هغه واقیعت دی چي میرویس نیکه د خپلي پوهي او ادیبي مور د پوره پاملرني او عالی روزني په نتیجه کي د قوم ملت او خپلواک دولت د بنسټ ایښیدونکي ، نیکه او یو مدبر سیاستوال تر لوړو پوړونو ورسید او د هغه د شخصیت په ټاکلو کي یې خپله
مورنۍ او هیوادنۍ وجیبه ترسره کړي ده لکه په دي هکله چي محمد هوتک داسي لیکلي:
حاجي میرویس نیکه چي وزیږیده مور یې نازو انا په دیانت او عبادت سره لوی کړ او د دین ټول فرایض یې په اووم کال وروښودل هر وخت به یې میرویس نیکه ته نصیحت کاوه
چي د بیټ نیکه په قول ستا په مخ کي ډیر کارونه دي چي لوی شي د خدای عبادت او د خلکو خدمت کړه ترڅو ستا د خدمت په اثر خلک ارام وکا.
میرویس نیکه به د خپلي مور د وصیت خبري تل په یادولي تر هغو چي په 1119 هـ ق کال یې کندهار د صفویانو او ګورګین د ظلمه څخه وژغوره او خپلواک حکومت یې رامنځ
ته کړ نو یې سجده د شکر وکړه او وي ویل: خدایه دا هغه کار وه چي ماته مور راسپارلی او وصیت یې کړی وه دا خو ستا د عبادو بندګانو خدمت وه چي ما ترسره کا.
نازو انا د ښالم خان په نکاح سوه چي د کرم خان زوی وه
او د هوتکو د قوم مشر وه نازو انا څلور زامن دراودل چي عبارت دي د میرویس ، عبدالعزیز ، یحیی خان ، او عبدالقادر خان څخه نازو انا د پښتو ژبي د شاعري سره ډیره مینه درلوده او یو د شعرونو دیوان یې هم درلودی چي دوه زره بیتونه پکي راغونډ وه یو رباعي يې پټي خزاني راوړي چي په لاندي ډول ده.

ســــحرګه وه د نرګــس لیـــــمه لانـــده
څاڅکي څاڅکي یي له سترګو څڅـیده
ما ویـله څـه دي ښـکلی ګلــه ولـي ژاړي
ده ویل ژوند مي دی یوه خوله خندیده

سرچیني:

پټه خزانه: د محمد هوتک اثر
پښتني میرمني: د مرحوم بینوا اثر
میرویس نیکه: د مرحوم بینوا اثر

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.