کنګل شوې پيسې؛ د افغانستان بانک ملکیت دی بل چاته دې نه ورکول کېږي

893

امریکايي قاضي: کنګل شوې پيسې؛ د افغانستان بانک ملکیت دی بل چاته دې نه ورکول کېږي

د نیویارک د یوې محکمې قاضي ويلي چې د یوولسم د سپټمبر د قربانيانو کورنۍ د افغانستان بانک د زیرمو ترلاسه کولو مستحق نه دي. د سارا نيټبرن په نامه قاضي ويلي، چې یادې پیسې د افغانستان بانک ملکیت دی او بل چاته نه ورکول کېږي. دغه قاضي په خپله پرېکړه کې ليکلي، د افغانستان بانک د امريکايي محاکمو د صلاحيتونو له ساحې څخه بهر دی. هغې زیاته کړې چې د افغانستان بانک د شتمنیو په اړه پرېکړه باید په بېړه ونه شي. د نوموړې په وينا، د سپټمبر د يوولسمې پېښې د قربانيانو کورنۍ له کلونو راهيسې د عدالت او تاوان غوښتنې کړې او مستحق هم دي، خو قانون دغه کار محدود کړی دی او د دغه قانون له مخې، د افغانستان بانک شتمني د محكمې له واکونو ډير پورته دی. د راپور له مخې، د دغه قاضي سپارښتنې د يوه بل لوړ فدرالي قاضي لخوا ارزول کيږي چاچې د يوولسم د سپټمبر پېښې د قربانیانو دوسیې څېړلي هغه د دې واک لري چې څه ډول پرېکړه کوي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.