!یه بارانه

آمنه  فنا

552
ښکلوې مې، ښکلوې مې
نازوې مې، نازوې مې
په یوه سا مې له غبرګو اننګو نه
خدایزده څو مچکې اخلې
اخی ټول وجود مې ريږدي
له ساړو نه، ستا وړو وړو مچونه
دومره مینه؟ دومره مینه
جار دې وشوخه شیرینه
برنډه کې یم ولاړه
درته ګورم، درته ګورم
په دیدن دې نه مړېږم
کله سترګې پټومه
کیف دې اخلم له خوشبونه
له رڼې زنې مې عطر راڅڅېږي
طلایې څڼې مې تار په تار لمدېږي
پاسته ساز ته دې نڅېږم
زه تاوېږم راتاوېږم
لمبه کېږم، ایره کېږم
یو ژور زخم مې زړه کې
په کې هره شېبه لوېږم
دومره غم راسره مل دی
چې په غره کې نه ځایېږم
خپلې اوښکې ستا په اوښکو پټومه
درد مې نه ښکاره کومه
زه یو چا پسې مړه شوې
اوس تمثیل د ژوند کومه
زړه مې تور دی نور له ځانه
یه بارانه ، یه بارانه مهربانه
راته وایه، راته وایه
له جانانه، له جانانه
له ارمانه، له درمانه
له ها عشقه، له ها عشقه
له ایمانه، تر ایمانه
له ها تللي، له ها تللي
له بایللي، له بایللي
له ها زما معشوق سپېڅلي
ها چې دوې سترګې یې دوه جنته حسن
ها چې هر قدم یې رنګ رنګ سپرلی و
ها چې عشق یې مقدس امید د ژوند و
ها چې زړه میین یې سپین لکه قمر و
ها چې ژېړ پسې اوښتی رنګ د لمر و
ها چې هر غزل یې جام جام د کوثر و
هاچې جوړ یې و له تورو ځینې ستوري
ها چې زړه یې د الماسو، د ياقوتو خزانه وه
ها چې روح یې د سندرو شنه چینه و
ها چې ټول کمال کمال جمال جمال و
ها چې بس یوه ډالۍ د ذوالجلال و
راته ووایه بارانه مهربانه
څه یې حال؟ څه یې احوال دی؟
وایه موسک دی؟ که ملال دی؟
ورته ګرانه لږ؟ که ډېره؟
زه یې یاده یم؟ که هېره؟
آمنه  فنا

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.