په ټولنیزو رسنیو کې کم وخت تېر کړئ

628

په ټولنیزو رسنیو کې خپل ډېر کم وخت تېر کړئ، تر څو خوشحاله واوسئ او ډېر لږ سټرېس، اضطراب او خپګان ولرئ!

ټولنیزې رسنۍ لکه فېسبوک، انسټاګرام او ټېک ټاک د رنګینو درواغو په څېر دي. تاسو کولای شئ یوازې د خلکو د خوشحاله شېبو او ښو شیانو په ځیرکه توګه فلتر شوي عکسونه پکې وګورئ. آیا دا په دې مانا ده، چې ټول خلک په ممکنه توګه د غوره ژوند کولو په حال کې دي؟ هیڅکله هم نه؛ خو هیڅوک نه غواړي نړۍ ته وښیي، چې خپلې کورنۍ سره د ښکلو او خندانه عکسونو تر شا، ساعتونه ساعتونه دایمي شخړې هم شته.

که په ټولنیزو رسنیو کې ډېر وخت تېروئ او دا اجازه ورکوئ، چې پر تاسو فشار راوړي، تر څو فکر وکړئ ښه ژوند نه لرئ؛ په حقیقت کې د خپل ځان پر وړاندې د غم، اندېښنو او ناهیلۍ دروازې پرانیزئ. په ټولنیزو رسنیو کې خپل وخت تېرونه محدوده یا کمه کړئ، چې په دې توګه تر دې فشار لاندې رانشئ، تر څو په نړۍ کې د نورو غوندې ژوند وکړئ. هر څومره ‌ډېر وخت چې په انټرنیټ کې تېر کړئ، له خپل ژوند څخه د ناخوښۍ یا نارضایتۍ احتمال مو زیاتېږي. خپل خپلوانو، دوستانو او کورنۍ سره په اړیکه کې واوسئ او ځیني وختونه خپلو انلاین ملګرو سره هم بوخت شئ، خو اجازه مه ورکوئ چې دغه مجازي نړۍ مو له خپلې واقعي نړۍ لېرې کړي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.