دایا سنګهـ انجان پېژاند

شېبه ګهیځ

800

دایا سنګهـ انجان د ملک اوتم سنګهـ زوی د پکتیا ولایت ګردیز ښار په زړه بازار کلي په ۱۹۶۴م کال د جنوري په دیارلسمه نیټه د هغه وخت سکانو د ملک په کور کې نړۍ ته سترګې پرانیستي دي.

انجان له لومړي ټولګي څخه تر اتم ټولګي د پکتیا ولایت ګردیز ښار تجربوي ښوونځی چې اوس د تجربوي لیسې په نوم یادیږي لوستی؛ له نهم څخه تر دولسم ټولګي یې د عبدالحی ګردیزي لیسې کې زده کړې پای ته رسولي دي. له ښوونځي څخه تر فارغیدو وروسته په ۱۳۶۱ ه. ش کال د عسکرۍ خدمت ته سوق له څلورو کلونو وروسته په ۱۳۶۴ه.ش کال کې کله چې د عسکرۍ دوره یې ختمه شوه کابل کې له کورنۍ سره یو ځای شو. کابل کې د اقتصادي ستونزو له کبله له لوړو زده کړو محروم شو، په ۱۹۹۲م کال کله چې د افغانستان سیاسي وضعیت بدلون وکړ؛ مهاجرت ته اړ او له کورنۍ سره یوځای تقریباً دیرش کاله کېږي چې په هندوستان کې د جلا وطنۍ او کډوالۍ ژوند تیروي.

دندې
په 2002م کال کې په ملي ټلویزیون کله چې د دویچې پښتو خپرونه کابل ته را انتقال شوه. قریباً د۶ میاشتو لپاره د پښتو ویاند په صفت کار کړی.
د کرزي صېب د دواړو دورو انتخاباتو کې د کابل ولایت دانتخاباتو د کمسیون کې د کارته پروان د دوهمې برخې ( له دهن باغ څخه تر سرای شمالي او تر مسجد باغ بالا پورې ) DFC (ناحیوي مسول) .
او همدا راز د افغانستان د هندوانو او سیکانو د مرکزي شورا سکرتر.
د کارته پروان د ګورودوارې یا درمسال سټیج سکرتر.
د افغانستان د ورونو ملیتونو د شورا غړی.
د افغانستان د یوناني طبابت سرتاسري شورا لومړی معاون.
په قبایلو چارو او حج او اوقاف وزارتونو کې د هندوانو او سیکانو نماینده.
د جرګې مجلې و نورو خپرونو قلمي همکار.
د افغانستان د ادبې جرګې غړی.
په کابل کې د افغان ادبي بهیر غړی.
کابل کې له نورو دندو سربیره په د خیر خانه په اوله حصه کې کې  شب طلائې هوټل ته مخامخ د یوناني طبابت دوکان.
په ډیلې کې د خالصا دیوان چې د سیکانو ټولنه ده کومه چې يو پیړی پخوا د ننګرهار په جلال اباد ښار کې تاسیس شوې له 1993 م کال څخه یې غړی.
د افغان هندو سیکهـ ویلفیئر سوسایټې له 1998 م کال څخه غړی.
له 2010 م کال راهیسې له ال اینډیا راډیو سره همکار.

اوسمهال هم یاده راډیو سره د پښتو برخې همکار دی.

چاپ اثر:

(ستا په یاد دي او که نه) د شعرونو ټولګه

 د قلم ټولنې لخوا په 1389 هـ ش کې چاپ شوې ده.

ناچاپ اثار:
1 – مه کړې څوک مین خدایه
2 – وایه ته څنګه ئې
3 – مینه کار د لیونو ده
4 – پرهر ګلونه
5 – لباس د ښار خوی مې د کلي
6 – د دې کلي دا دستور دی

د کلام بیلګه:

سـتورو د اسـمان کـــــې اوس ځل نه ښکاري
دا رنـــگه سپــــــرلئ شو چې گل نه ښکاري

خړ سپــیره دی باغ مـــنگـي کودړي ټــــول
ځـالــې د تــــــوتـــي او بلــــــبل نه ښکاري

خاپ د کـرکــــې پروت هره کــوڅه کې دی
کلـــــي کې د میــنې اوس پـل نه ښکاري

زړه کــې نـفـرتــــونه په خوله میـنه کـــړی
لاهـم پـــدې کــــــړنه کې چــل نه ښکاري

ځان کې ئې گــنــډلي سترگـې ښې ټینگې
دغـــــــو ځـــــــان میــــنو ته بل نه ښکاري

ځه په مخ د ښه سفــــر تــــنهـــا کـــــوه
دلــته څـوک په میـنه کـې مل نه ښکاري

چـاته به زړه ورکــــــــړي چانه زړه غواړي
پردي شول ټول انجانه څوک خپل نه ښکاري

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.