امریکا؛د پخواني افغان پوځ پيلوټان د اوکراین جګړې ته د استولو لپاره روزي

817

امریکا؛د پخواني افغان پوځ پيلوټان د اوکراین جګړې ته د استولو لپاره روزي

رسنيو د ځينو نظامي سرچينو له قوله ويلي چې د امريکا دفاع وزارت يا پنټاګون د افغان هوايي ځواک پيلوټان د اوکراين جګړې ته د استولو په موخه روزي. د روسيې تاس خبري اژانس نن په دې تړاو يوه راپور کې د باخبره نظامي سرچينو له قوله ويلي چې امريکا د اوکراين جګړې ته د استولو په موخه د افغان هوايي ځواک پر مخکنيو پيلوټانو سربېره د ځانګړو ځواکونو هغه افسران هم روزي چې پر افغانستان د ا.ا د ولکې تر ټينګېدو وروسته له افغانستانه ايستل شوي دي. يادو کسانو ته په کليفورنيا ايالت کې روزنه ورکول کيږي او وروسته به د پولنډ له لارې اوکراين ته ولېږل شي. تاس خبري اژانس که څه هم د خپلو سرچينو نوم نه دی ښودلی خو ويلي يې دي چې افغان پيلوټان د يوه قرارداد له مخې د اوکراين جګړې ته استوي. تر دې وړاندې هم ځينې خبرونه خپاره شوي وو چې امريکا او بريټانيا د افغانستان د پخواني پوځ د ځانګړو ځواکونو منسوبين د اوکراين جګړې ته استولي دي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.