لنډه کیـسه – خپلې مینې تسلیم کړم

لیکوال: عبیدالله خاطر

1,308

د ورځې دوه بجـې وې د هلـمند په سنګیـن ولسـوالۍ کې د سرک په غاړه په ګـزمه روان و سرک کنډ کپر و د قیرو لویې لویې ټوټـې د سرک غاړې ته پرتې وې، د ماینونو احتمال ډېر زیات و د ګزمې مشر په باربار چیغې راتــه وهلې له ځان سره فکر کوﺉ، لږ ځای پاتې دی.
نور له خیره راورسېدو په همدې خبرو بوخت و پوستې ته بیخي لـــږه لاره پاتې وه ماله خوښۍ څخه ملګرو ته مخ ور واړولو په لـوړ غږ مې ورته وویل مه ډارېږﺉ. راورسېدو
د ټولو په مخـونو خوښي ښکاره شوه، خندا مولاولاړه نه وه، چې جـــمعه شینواري غږ وکـړ صــبر مه خوځېږﺉ، دلــــته سیـمونه تېر دی (ماین ) دی، زر زر موکپاکونه کــش کــړل پـروت مـو وکـړ، مونږ په مخامخ جګړه کې تکــړه و یـوخـوا مو پــوره تعـلیم او تمــرین کړی و بـل خــوا ښـه مـجهز ساحې ته تللو. ما صدیـــق! ته ور غږ کړ هـله زمریه ماین شنـــډ کړه، تکړه شه ډارېږه مه، طالبانو د ماین په خښولو کې ډېــر تخنیکونه کارول ماین به یوځای اېښودل شوی و او سیـمونه به یې په ډېرو ځایونو کې خښ کړي و ترڅــو ماین په اسـاني پیدا نشي! اکثــریت وخت به سرتېري هــمدا ډول پکې لــه منــځه تـلل. صــدیق ډېـر هوښیار او ذکي انسان و مونږ به له نازه ورته صـــدو ویل صدیق په منډه ورغی د ماین په شڼـډولو لګیا شو، دقیــقه نه وه وتلې چې غږ یې راوکړ ماین ریموټي دی سیــمونه مې پرې کړل راشئ، چې را ویې کاږو! د هلمند طالبانو به اکثــریت وخــت د مایــن له انفــجار ســـره یوځای شدید جنګ هم شروع کولو زه د M4  په دوربیــن کې ساحـــه څارم توجه مې ټوله ساحې ته وه، چـې یو دړم شـــو اخ مې وکـړ!! پوه شــوم چې غـلط سیم یې پرې کړی! خړه لړه پورته شوه زما په سـر هــم ګرد او خاورې راپرېوتلې زړه مې جام شو له خولې مې هېڅ چــیغه نه وتـله په لـټ واوښــــتم ټوپــک مې راواخیست په ځای کې کېناستم  د شنو ونو خواته مې میل برابر کـړ، خو دا ځل پلان بدل و جنګ راباندې پیل نه شو ځکه پوستـــې ته ډېر لنډ و، زه لا پروت وم چې ملګرو په ژړا او چیغو شروع وکړه په لوړ آواز یې راغږ کړ فاروقه! فاروقه! راشه تباه شوو!!
له چیغـو سره مې زړه په درزا شو ورمنډه مې کړه ماین ډېر زیات ځای تخریب کړی و نازکې نازکې تنې پرتې وې! صدیق او جمعه شینواری دواړه شهیدان شوي و داسې ټوټه ټوټه پراته و چې یو د بل اندامونه نه پیژندل کېدل له ما سره یو خړ کومانډويي رومال و یو ملګري مې  په توحفه کې راکړی و دا مې هوار کړ د شهید شویو سرتېریو ټوټې ټوټې غوښې مو پکې را ټولې کړې (اخ زما د راز او نیاز ملګری صدو ټوټه ټوټه او غوڅ غوڅ پروت و) لاسونه مې په وینو سره و په مخ مې اوښکو لارې جوړولې سخته ګرمي وه د بېوسۍ حد راباندې تمام و هېڅ مو په وس پـوره نه و د جمعه خان تنه لږ جوړه وه  هغه مو ځان ته څادر کې واچولو او صدیق اندام اندام پروت و څادر مو له پیڅکو ونیول پوستې ته مو په  وارخطایی  راوړل د ماښام آذانونه وشول تپه تیاره خوره وه د تابوتونو په هکله مو د ولسوالۍ له مقام سره اړیکه ونیوله د شهید شویو سرتېرو خبر مو ورکړ!
زمونږ ډېرملګري شهیدان شوي و له دې څخه یوه ماشت مخکې هم څلور کسه ماین ووهل  د ټولو بېلتون او مرګ دروند و خو د صدیق او جمعه شیــنواري په مرګ د پوستې هر سرتېري داسې ژړل لکه وروڼه یې چې شهیدان شوي وي. لږ وروسته له ولسـوالۍ څخه راپور راغی چې سبا سهار وخـتي به مرسته درشي شهید شوي سرتیري به ورته تسلیم کړی، ما دېوال ته تکیه وهلې وه له جیب څخه مې موبایل راواخیست ګورم چې هلمندۍ نجلۍ تر شلو زیات زنګونه وهلي یو مسېج یې هم رالېږلی. لیکلی و فاروقه! د خدای لپاره جواب راکړه ماین چېرته پټاو شو په تاخـو به څه نه وي شوي!
موبایل مې بېرته جیب ته کړ بې حده زیات خفه وم خواږه ملګري مې له لاسه ورکړي و په داسې یو حالـت کې وم چې هېڅ ژوند راته مانا نه لرله د سترګو مخ ته مې ملګري ټوټه ټوټه هوا ته پورته شول بیخي سر مې درد شروع کړ د خوب اوتاق ته لاړم چې لږ استراحت وکړم.
اوږد وځـغېدم سترګو ته مې خوب راغلی و چې موبایل ته زنګ راغی زر راپاڅېدلم فکر مې وکړ کوم ملګری به وي  څه کار به یې پیدا شوی وي د موبایل سکرین ته ځیر شوم چې هلمنـدۍ نجلۍ ده موبایل مې جواب کړ سلام ګرانې زه ښه یم ملګري مې شهیدان شوي ډېر خفـه یم سرمې درد کوي چې اوزګار شوم بیا درته زنګ وهم. په ځنډ یې جواب راکړ په ژړیدلي اواز راته وویل زما نیـږدې وه چې ساه وتې  وای خو شکر چې ښه یې آف شکر خدایه ډېر شکر/څو لنډې لنډې خبرې مو سره وکړې
اړیکه مو پــــرې شوه، خوب وړی وم سهار.
وختي پاڅېدلم اودس مې وکړ په لمانځه ولاړ وم چې رینجرې او ټانګونه راورسېدل شهیدان مو یو رینجر موټر ته ور پورته کړل موږ ته یې چې کوم مهمات راوړي و هغه مو راکوز کړل او بېرته روان شول دویمه ورځ یې د صدیق او جمعه شینواري جنازې جلال آباد ته ورسولې او په خاورو یې وسپارل څو ورځې مې هېڅ ډوډۍ زړه ته نه کېده فکـر مې خراب .

وو. آخېر ترڅو به مونږ افغانان په خپل منځ کې یو بل سره وژنو!؟
په زړه یې داغ کړم خو دا غم هم راباندې تېر شو…
ډېر وخت به مې د خپل کور په هکله فـکر کولو که ووژل شم کورنۍ به مې چاته پاتې شي، دولت مو هم دومره وفادار نه دی چې د وژل شویو سرتېرو د کورنیو لاس نیوی وکړي، دوی خو  زمونږ له مرګ نه خبرېږي نو دې ژوندیو به مو څه احوال واخلي،
هر ډول چې و اوس زه ددې صف غړی وم لوږه، تنده، آن مرګ مې باید په ځان منلی وی.
زه ډېر جالـبه انسان وم یوخوا مې هره ورځ د مرګ خطره وه بل خوا مې په یو پردي ماحَول کې زړه بایللی و او یوه د زړه په غوښو تړلې رابطه مې پالله قطع کول یې د زړه د غوښو څیرل و بار بار مې د خلاصون لارې لټولې خومسلسل به ناکام وم هېڅ مې نه شوی کولی…

(ښکلا ته لیک)

څه کم آتـه میاشتې مې په هلمند کې وظیفه وکړه، ډېرې ترخې خاطرې ځیـنې لرم هېڅ د ویلو توان یې راسره نشته له ښکلا سره مې د مینې رابطه تر څلورو میاشتو وغځېدله
زمونږ نظامي پوستې د یو لوی کلي په منځ کې موقیعت لرلو د پوستـې  چپ اړخ ته مو دې یخو اوبو یو لوی کارېز(چینه) وه د کلي خلکو به د څښاک اوبه ځینې وړلې، زه او ښکلا په همدغه کارېزګي کې سره مخامخ شولو او ډېر په آسانه مو د زړونو تنابونه سره غوټه شول، د هلمند اطرافي خلکو دې سرتېرو سره علاقه نه درلوده اکثریت خلک یې د طالبانو طرفدار و زیاتره هلکان او نجونې یې د ښوونځیو په ځای مدرسو ته تلل دیني درسونه او حفظ به یې ورباندې کولو عصري زده کړې یې نه خوښېدلې ساده کلیوالي ژوند یې لرلو زه د هلمندۍ نجلۍ دې جرئت ډېر حیران کړم په ځای د دې چې ما ورټي ښکنځلي راته وکړي، خو برعکس  زما په شونډو وچ پتري په ګردونو خړپړ مخ او زما ورخطا ګډې وډې خبرې یې درک کړلې او په ډېره مهربانۍ یې زما خبره واخیسته دې اوبو ډک بوتل یې راوړاندې کړ بوتل مې ځینې راواخیست سر یې خلاص و ډېره شدیده ګرمي وه تازه له ګزمې څخه راغلي وم په یوه دمه مې ټول بوتل په سـر واړولو..
څو خبرې مو سره وکـړې هلمندۍ لهجه یې کوله خبرې یې ډېرې په واک وې!
نو ښه په جرئت مې پوښتنه ځینې وکړه سواد لرې خبرې د ماشاءاللہ ډېرې په واک دي!
ډېر زر یې جواب راکـړ عسکره!!
(مرکـې ته خو نه یې راغلی پاڅه نور نو لاړ شه) خبره نه وه سم د کاڼي ګوزار و داسې یو ادبي وار یې راباندې وکړ چې نور یې خبرې رانه هېرې کړې زر پاڅېدلم لږ يې وخندولم کرار کرار راروان شولم پوستې ته راغلم پاس ټاور ته وختلم !
له همدې ځایه زما د مینې داستان شروع شو بیا بیا مو سره ولیدل ورځ تربلې مو اړیکه قوي کېدله مینه مو زیاتېدله له لرې څخه به مو چې د یو بل صورتونه لیدل یو نا اشنا احساس به مو کولو تر دې چې میاشتې میاشتې مو سره ووتلې  او د یو بل لیدل او خبرې کول مو عادت وګرځېدل…
د صدیق او جمعه شینواري دری اونۍ کېدلې چې زمونږ د تبدیلۍ راپور راغی له دې خطرناک ځای څخه د نیمروز ولایت دلارام ولسوالۍ ته چې د کابل هرات په لویه لاره پرته ده تبدیل شوي و
ملګري مې ډېر خوشحاله و د مرګ له مرکز څخه یو څه ارامه ځای ته تلل  خو زما زړه بې حده خپه و په دې کلي کې خو زما زړه رېښـې کړې وې څه ډول به مې مخه ښه ورسره کوله، د ټاور څخه د پوستـې منځ ته راکوز شوم کرار کرار مې قـدم وهلو هېڅ ترتیب نه راجوړېدلو چې اوس څه وکړم؟

له ډېر فکر او سوچ کولو وروسته دې پایلې ته ورسېدم چې خط ورته ولیکم خپلې ستونزې ورته بیان کړم بښنه ځینې وغواړم او دا رابطـه هر رنګه چې وي نوره غوڅه کړم!
دا خبرې نه دې مسیج له لارې ښې تمامېدلې او نه د موبایل له لارې ځکه ډېر جرئت یې غوښتلو نو دا مې مناسب وبلله چې په سپین کاغذ یې ولیکم او یو مخصوص ځای کې یې ورته کېږدم!
په همدې تصمیم مې رایه راغله لاړم قلم او سپین کاغذ مې را واخیستل او په ډکو سترګو مې دا لیک ورته ولیکه:

سلام: د ښایستونو ښاپېرۍ له اور او جګړو جوړ هلمند ته دې امن او مینې سندرې ښکلا جانې پوهېږم چې د دې لیک په لوستلو به ډېره خپه شې،  څرنګه یې چې ما په لیکلو اوښکې تویې کړې باور لرم چې داسې به یې ستا هم په لوستلو اوښکې تم نشي!
ګوتې مې رېږدي د قلم له نوکې هېڅ داسې الفاظ نشم را ایستلی چې ستا ښایست، حیا، غیرت، شرافت، صبر او حوصله ور باندې تعـبیر کړم، ما وبښـه زه په خپل واک کې نه یم زما په شـمول ټول ملګري مې د نیمروز ولایت دلارام ولسوالۍ ته تبدیل شوي یو هره ورځ مې د ژوند اخیري ورځ وي ځان مې بیخي په مَړیو کې حساب کړی دی، نه غواړم د ژوند یوه تراژیـدي خاطره درته جوړ شم  او په زړه د کباب شوې غوښې په شان ټپونه درکـړم! هیله کوم ما معاف کړه ستا رابطه نوره نشم پاللی زه د ماین او مرمۍ لپاره پیدا شوی یم نه مینې او ژوند لپاره!
فاروق!
دا لیک مې ورته ولیکله لاړم  د کارېز څنګ ته مې تر یوه کوچنۍ ډبره لاندې کړ وروسته مې  مسیج ورته وکړ د لیکل شوي خط د ځای ادرس مې ورکړ زړه مې درزا کوله نه پوهېدم چې څه غبرګون به وښایي ډېره سخته صحنه وه مسیج ورغی نور مې له ډېر خفګان او خجالت نه موبایل خاموش کړ دوه شپې نور مونږ دلته و نور مو له دې ځای څخه خدای پاماني کوله ټوله ورځ او شپه مې موبایل خاموش و سهار مې موبایل چالان کړ یواځې یوه جمله یې لیکلې وه په هماغه ځای کې مې لیک درته اېښی ورشه ویې لوله او جواب راکړه!
ډېره مې سودا شوه چې څه به یې لیکلي وي له ټاور څخه را کوز شولم ډېر په تېزۍ ورغلم لیک مې راواخیست پوستې ته راغلم پاس ټاور ته پورته شوم!
په لړزېدلو ګوتو مې لیک خلاص کړلیکلي یې و

علیکم السلام…
ستا لیک مې ولوستلو نه مې ژړا ورته راغله او نه مې ستا په تبدیلۍ زړه خپه شوی دی یواځې د انسان په صفت مې ستا بې غیرتي  په کې درک کړه.
ما په څـومره ستونزو او څومره سختیو کې ستا هره خبره د زړه په غوږنو واورېدله
د زړه په کور کې مې ځای درکـړ ستا په مینه مې باور وکړ او قبوله مې کړه، خو نن یې څومره په آسانۍ راسره پرېکوې، آیا زه پت، او عزت نه لرم…
زه په داسې یوه ټولنه کې ژونـد کوم چېرته چې مینه او له پردیو سره اړیکه د مرګ په بیه تمامېږي، ما هرڅه په ځان ومنل خوتا دومره آسانه وګڼل!
که ته ریښتیا پښتـون وې د پښتـنې مور شیدې دې رودلې وي زما ناموس خپل ناموس بولې غیرت پالې، پښتـو پالې کتاب او قران ته راسره کېنې او له ما سره که دې دا اړیکه په صداقت پاللې وي، د مرګ او جنګ په بهانه ځان نه خلاصوې!
د افغانانو جنګ درته ورور وژنه ښکـاري لاړ شه ټوپک دې کېږده! ځان تسلیم کړه او جرګه راولېږه…
او که جواب دې منفـي وي  بیا نو ځان ته پښتون او سرتېری مه وایه او مه د ناموس او عزت دعوې کوه ضرور دې له کور سره اړیکه ونیسه او د خویندو پوښتنه دې وکړه له ما سره دې چې څنګه او په کوم هدف اړیکه پاللې داسې به یې ستا خویندې هم له یو چا سره پالي ځکه زه هم د یو چـا خور یم
ښکلا

ــــــ
د ښکلا لیک مې ولوستلو د جواب څه راسره نه و ټوله ورځ مې کاغذ او قلم په ګوتو کې تاو کړل هېڅ نه پوهېدم چې څه ولیکم  خو بلاخره اخیر ماښام شو ځانونه مو آماده کړل د شپې لس بجې وې چې مرسته راغله ښکلا د جواب په انتظار وه زه هم پښتون وم یواځې دومره مې ورته ولیکل (سمه ده یابه ځان تسلیم کړم او یا به قانوني وظیفه پرېږدم)
دا مسیج مې ورته ولېږه، نور مې موبایل خاموش کړ، نوي انتخاب شوي سرتېري او زمونږ پخواني یوڅو کارکوونکي دوه سربازان چې د راتګ یې  لږ وخت کېدلو پاتې شول مونږ دیارلس کسان ورسره راغلو لومړی د سنګین دویمې پلې لېوا ته راغلو او بیا دلارام ته ستانه شولو…
د ښکلا په لیکل شوي لیـک کې دوه خبرې چې (تسلیم شه مرکه راولېږه) ډېرې حیرانونکې وې بار بار به ذهـن ته راتللې ګنګس به شوم لاره به رانه ورکه شوه  دا کار زما لپاره څومره سخت و یواځې ما درک کولی شوی، که طالبانو ته تسلیم شوی وی ژوند مو په ښار کې و دولت نیولم که په خپل سر پټ تښولی د هلمند څخه تر کابله سرک پل صراط و د زابل شاجوی د غزني قره باغ او د وردګو سالار مې په مخ کې و په دې تېښته نو بیا هم د دولت څخه ډار و او هم د طالبانو څخه ما باید څه کړي وای؟
څلورمه شپه مې د ماښام له لمانځه وروسته یوه خطرناکه پریکړه وکړه چې نور باید دا وظیفه پرېږدم  چې دا پرېکړه ښکاره زما مینې ته د تسلیمېدو په مانا وه له ښکلا سره مې  رابطه له زړه څخه وه جنسي اړیکه مې نه پالله.  د شپې مو چې ډوډۍ وخوړله له خپلو ملګرو سره مې مشوره وکړه کورنۍ ستونزې مې ورته بهانه کړې ځان مې ډېر جدي ونيولو زمونږ اقتصادي مشکلات ډېر زیات و د کور یواځینی سرپرست زه وم معاشونه به مو ډېر په ځنډ حواله کېدل څومره چې زما وظیفه خطري وه  دومره مو ورسره اقتصاد ښه نه و دا قضیه مې د یو کنډک له قومندان سره چې زه تازه ورسره معرفي شوی وم هم  شریکه کړه! قومندان ډېر یو بااصوله او له رحمه ډک انسان و زما خبرې یې د زړه په غوږنو واورېدلې خپل اقتصادي مشکلات مې هم ورته بیان کړل لږ شېبه دواړه ارامه ناست و بیا یې زه  ناپامه په مټ په څپېړه ووهلم سخت وډار شولم هغه مقوله ده چې  /ناست یمه له تاسره زړه مې په کندو کې دی. زما زړه په کندو کې و قومندان صیب ډېر زیات راته وخندل په خندا کې یې راته وویل: ځوانه! چې کابل ته د تبدیل کړم څنګه دې خوښه ده؟
قومندان صیب کابل ته مې  ولې نه ده خوښه کله به داسې وشي، ډېر په آرامه یې جواب راکړ شل/یوویشت ورځې وروسته زه کابل ته ځم هلته زما ډېر ملګري، انډیوالان او دوستان دي، إن شاء الله یو کار به دې وشي په همدې مو فیصله راغله چې ځان باید تبدیل کړم، له قومندان صیب سره مې مخه ښه وکړه خپلې کوټې ته راروان شوم موبایل مې له جیب څخه را وایستلو  چې ښکلا ته زنګ ووهم او روانه قضیه ورته بیان کړم خو موبایل یې خاموش و بار بار مې زنګونه ورته وهل هېڅ نه رُخ کېده. دې کار شک راته پیدا کړ هسې نه چې سیم يا موبایل یې مات کړی وي، پنځه ورځې مې نور زنګونه ورته وهل خو موبایل خاموش و په دې ورځو کې د هلمند په سنګین او ګریشک کې داسې شدیده جګړه روانه وه چې اکثریت خلک یې کابل، لشکرګاه، کندهار، او فراه ولایتونو ته کډه کېدل په سنګین ولسوالۍ کې دولت به هغه کورونه او چاردېوالې چې څوک به پکې نه اوسېدل په اسکواټرو او باکوګانو ړنګولې علت یې دا و چې طالبانو به له دې ځایه برید کولو چې اوس یې هم آثار شته او دېوالونه یې  لوټې لوټې پراته دي.
ما همدا فکر کولو شاید چې چېرته کډه شوي وي موبایل به یې کار نه کوي همدا تسلې مې زړه ته ورکولې ډېرې ورځې نورې هم ووتلې خو اړیکه مو نه وصل کېدله. د چهارشنبې ورځ وه ګزمه راووتله مونږ هم پکې و له اوله زما تقدیر له ستونزو او کړاونو څخه جوړ و د لارام له بازار څخه د هرات په عمومي سـرک روان شولو دری/څلور  کیلو متره مزل به مو نه و کړی چې پیاده شولو د سرک څنډو ته روان و ډېره خرابه له ګرد او غبار څه ډکه ورځ وه، له ماڅخـه دوه کسان مخکې و زه په لس مترۍ کې پسې وم زړه مې نا ارامه و باور وکړﺉ د ملګرو تشه مې احساسوله. صدیق راته سترګو سترګو ته کېده په همدې فکر کې روان وم د تقدیر کړه وه یو درز شو له ما مخکې کسان ماین پـورته کړل زه یواځې پارچو ووهلم په نس او پښو کې مې پارچې لاړې او د نړۍ ترټولو قیمتي ارزښت لرونکې سترګه مې له لاسه ورکړه په یوه سترګه ړوند شوم  نور مې چپې سترګې کار نه کولو د تداوۍ لپاره د شوراو عمومي بیس ته وړل شوی وم هلته خارجیانو ډېرې په لوړه ټکنالوژۍ پرمختللې طبي خونې لرلې خو زما سترګې د اوسپنۍ نرۍ پارچه خوړلې وه  د جوړېدو امکان یې نه و. اتلس شپې مې په شوراو کې تېرې کړې،  د سترګې ټپونه مې ورغلل ډاکترانو خارج کړلم په طبابت کې نن وخت امریکا دومره مخته ده چې د حیواناتو  زړونه یې انسانانو ته پیوند کړل زمونږ داسې ملګري چې غبرګې پښې به یې کټ وې خو چې باګرام ته به یې یووړل یوه میاشت وروسته به یې پلاستکي پښې ورته اچولې وې او روان به وو.
خو زما سترګه بچ نه شوه پاک یې کار پرېښود او د ړانده نـوم راپورې شو
په دوهـمه ورځ بېرته دلارام ته راغلم خپل اوتاق ته لاړم موبایل مې راواخیست تقریباً شل ورځې وروسته موبایل روشن کومه په کورنۍ او ښکلا به څه تېر شوي وي والله اعلم لومړۍ مې مورجانې ته زنګ ووهلو موبایل یې ډېر زر جواب کړ. زما د غـږ په اورېدلو یې په چیغو او نارو شروع وکړه زویه مړ یې که ژوندی یې زه هم احساساتي شوم په زړه کې مې ویل مورجانې ته که زما سترګه ووینې په تا به څه حال جوړېږي.  وروسته د ډېر وخت نه مې د مورجانې اواز ته نایابه اوښکې راتویې کړې! یااللهﷻ که زه مړ شوی وای زما په مور او کورنۍ به څه تېرېدل اوس راته معلومه شوه، چې د زوی جدایي مور ته څومره ګرانه تمامېږي  مورجانې ته مې ډاډ ورکړ چې له ساحې څخه وتلي و موبایل کار نه کولو إن شاء الله په نیږدې وخت کې درځمه مورکۍ مې ډېره خوشحاله شوه د کورنۍ په غړو مې سم محشر تېر شوی و کورنۍ په غړو مې سم محشر تېر شوی و ښه د زړه خواله مو سره وشوه، نور مو مخه ښه سره وکړه، اوس نو وار د ښکلا شو د چا لپاره چې ما د خپل عزت دفاع کوله او ځان مې تسلیم کولو شماره مې ډایل کړه بـوغ یې تېر کړ په ځنډ یې موبایل اوکې کړ!
هلو هلو ښکلا زه یم فاروق غږ مې درځي په ځنډ يې جواب راکړ/یه اواز دې نه راځي/ دا اواز نه و سم یو نوی روح و چې په وجود مې د ننه پُو شو له خوشحالی مې نیږدې و زړه چاودلی وای داسې یوه شېبه بیا راجوړه شوه چې د شپو شپو دردونو شبګیرو سوچونو او فکرونو مې د ښکلا په غږ له وجود څخه مخه ښه کوله او سکون یې راکولو زما له خولې غږ نه راوتلو چې دې غږ راباندې وکړ!
فاروقه په شپو شپو مې ستا جنازه په خوب لیدله موبایل دې خاموش و ریشتیا هم په لومړیو کې څه وخت زما موبایل هم کار نه کولو شاید تاسو هم هڅه کړې وي یواځې مې دعاوې درته کولې تاته مې یو ښه زیری لرلو خو ته ناڅاپه داسې ورک شوې چې نه دې مرګ معلوم و او نه ژوندون نن دې چې غږ اورم او هماغه زیری درباندې کوم دا به زما دې  تلاوت او صادق زړه د دعاو برکت وي.
په هلمند کې جګړې دوزخ جوړ کړی و زمونږ ډېر کلیوال کډه شول مونږ هم لومړی لشکرګاه او بیا کابل ته راکډه شولو اوس الحمد الله ښه په امن یوــــــ فاروقه!! شپې شپې درته انتظار وم ستا هغه لیکلي مسیج (سمه ده یابه تسلیم شم او یا به قانوني وظیفه پرېږدم) تشویش را اچولی دی غوټۍ غوټۍ اوښکې به مې په اننګیو راروانې وې
هیله ده یو هیله بښونکی جواب راکړه
ــــــــــ
اه! زما ژونده زما ساه ښکلا جانې ستا له لیک دوه ورځې وروسته ستاسو کلی ما پرېښود ستاسو کارېز، کور، کلی مې ټول عکاسي کړ په تړمو اوښکو مې ستا له کلي سره خدای پاماني وکړه.
ستا لیک او پښتو غیرت راوستلی و دې ته یې مجبور کړم چې وظیفه پریږدم لاس دې په لاسو کې ونیسم مینه درکړم او یو افسانوي ژوند درسره وکړم!
د دندې پرېښودلو اجازه ملګرو رانه کړه خو کابل ته د تبدیلۍ وعده یو نظامي قومندان راسره وکړه!
دې وخت کې مې پنځه ورځې زنګونه درته وهل موبایل دې غلی و په شپږمـه ورځ په ګزمه کې پارچو ووهلم…
د دې خبرې په اورېدو یې یوه وم لرونکې چیغه وکړه، فاروقه اوس ښه یې؟
هو شکر دی ښه یم ښکلا د چپ اړخ سترګې مې پارچه خوړلې وه اتلس ورځې تر تداوۍ لاندې وم خو عملیات ناکام شو سترګه مې له لاسه ورکړه اوس په یوه سترګه یم، دوه ورځې وروسته کابل ته درځم نور هرڅه ختم شول ښکلا له رنګه تکه سره وه ما به اکثره وخت چې ډېره به راخوږه شوه  له نازه ورته سره ویل دا ځل مې بیا همدا نوم په خوله راغی/ سرې کوچۍ خیرنې!! چې درغلم مرکه درلېږم په دې خبره دواړو وخندل  په خندا کې یې خفګان او سلګۍ له ورایه ښکارېدلېزه لا ورته لګیا وم چې غږ یې راباندې وکړ فاروقه!!
که خدای مکړه ستا دواړه سترګې له منځه تللې وی زما سترګې خو وې چې ستا خدمت مې ورباندې کړی وای اوس خو شکر دا دي روغه سترګه لرې غم مه کړه ستا یو ویښته زه د دې نړۍ په هېڅ موجود نه ورکوم.
خبرې مو سره وشوې زړونه مو سره تش کړل  او مخه ښه مو وکړه په خپلو کارونو مې شروع وکړه دوه ورځو کې مې ځان سفر ته آماده کړ.
کله مې چې نظامي یونیفورم له ځان څخه ایستلو او سره پوځي خولۍ مې له سر څخه ایسته کوله نایابه اوښکې مې ورسره راتللې هر ډول چې و په مونږ چې هره ټاپه لږېدله له مجبورۍ دې صف ته راغلي و ټوپک او نور ټول اړوند وسایل مې تسلیم کړل یو بیرغ او یوه سره د سرتېرو خولۍ مې د یادګار په ډول په خپل بکس کې کېښودله.

لومړۍ راغلم خپلو ملګرو ته زما په سترګه ډېر خپه و د تل لپاره مې مخه ښه ورسره کوله نور زه معیوب وم وظیفه مې نه شوی کولی دا صحنه ډېره سخته وه له حد زیاته د ملګرو د کور آباد وي هرچا د خپل وس مطابق همکاري راسره وکړه خو هغه نظامي قومندان چې ماسره یې د تبدیلۍ وعده کړې وه په نیمروز کې د /کام ایر/ شرکت په ټیکس سربېره یې  پنځوس زره افغانۍ زما اکونټ ته جمعه کړلې.
خدای پاماني مو وکړه په یو شخصي موټر کې زرنج ته راروان شولم!
ماښام نیږدې و چې راورسېدم سبا مې پرواز و شپه مې په هوټل کې وکړه سهار میدان هوایی ته لاړم!
لومړی مې ښکلاګۍ ته مسیج وکړ چې میدان هوایي کې یم در روان شولم بیا مې مورجانې ته زنک ووهلو او خبر مې ورکړ
لس بجې په کابل کې کوز شولم زمونږ کور  په کوټه سنګي/خوشحال خان مېنه/ کې و
ساعت وروسته کور ته راورسېدلم زما په راتګ مې مور پلار خویندې وروڼه ټـول ډېر خوشحاله شول څه کم لس میاشتې نه وم راغلی تورې عینکې مې په سترګو وې هېڅ لاس مې نه ورتلو چې څه ډول یې ایسته کړم کوچنۍ خور مې خاتون په کوټه کې له خوښۍ منډې وهلې یو دم یې زما عینکو ته لاس را واچولو ایسته یې وار کړې!
سترګه مې له زخمونو ښه وه خو تراوسه سمه نه رپیدله شواوخوا یې تکه شنه وه ناببره مې د مورکۍ غټې غټې  سترګې زما په ړنده او پوچه سترګې ولګېدلې داسې یوه چیغه یې وکړه چې نیږدې یې ساه ختلی وه پلار مې هم ناست و ټول فامېل مو راغونډ و خوشحالي په غم بدله شوه مور مې له ډېر خفګانه ضعف وکړ پلار او خویندو مې له خفګانه سرونه ښکته اچولي و زما سترګې یواځې پلار ته مړې وې ځکه چې زه د ده له اجازې پرته دې لیکو ته تللی وم!
هره ډول چې وه ؤرځ په خوشحالۍ او غم کې ګډه تېره شوه شپې ووتې له ښکلاګۍ سره په تماس کې وم د کور خلک راسره عادي شول مور جانې به مې په موبایل کې همېش د کوژدنې خبرې راته کولې خو اوس یې هېڅ نه ویل همدا فکر به یې کولو چې زوي مې په یوه سترګه ړوند دی اوس به څوک خور لور نه ورکوي!
ما به په زړه کې ویل مورجانې ته صرف دا ځل یادونه راوکړه چې داسې اینګور درته راولم چې قد ونه ښایست حیا یې هېڅ جوړه ونه لري، د ښکلا کور په مکرویانو کې و په کرایي بُلاک کې اوسېدل یوه ورځ مې پته ځینې واخیسته لاړم له لري ځه مو ملاقات سره وشو سترګې مو سره خوږې شوې ډېر وخت مو نه و سره لیدلي د پارکینګ په پنجره کې مې یو سور ګل ورته کېښود نور ځینې راغلم…
شپې ورځې وتلې ورځ راغله مورجانې مې د کوژدې یادونه راوکـړه ما په خندا ورته وویل مورجانې ماته به کله څوک زړه ښه کړي زه خو معیوب یم،ـــــــــ
خو معیوب یم، مورجان مې په د خبرو ډېره خپه کېدله په غوسه یې راته وویل اوس د ساتېرۍ وخت نه دی.
ما هم زړه رالوی کړ او د ځای ادرس مې ورکړ! مور مې ویل زویه! دا څوک دي؟
مورجانې مهاجر دي د هلمند څخه د جګړو له لاسه دلته راکډه شوي،
وای ته اوس ماجره سوالګره ښځه کړې/ مه مو سپکه وه.
نه مـورې سوالګر نه دي اقتصاد او تعلیم یې دواړه له مونږ ځینې مخته دي خېمه کې نه دي پراته عصري بلاکونه یې کرایه کړي دي!
له ډېرو ټینګتیاو او زاریو وروسته مې په دریمه ورځ مور راضي کړه!
له ښکلا سره مې اړیکه ونیوله پلار او وړونه یې کور و زر راغلم مورجانې ته مې د ورتګ وویل بس دوی هم تیار شول ادرس مې په کاغذ ورته ولیکلو موټر مې دربس کړ او دوي مې پکې کېنول!
مور جانې ته مې ویل خامخا به له تا او پلار څخه مې دا پوښتنه کوي چې ادرس چا درکړ او چا رالېږلي یی  تاسو به په جواب کې وایی چې مونږ خبر شوي یو چې د هلمند د جنګونو له لاسه دلته زیات خلک راکډه شوي د هلمند خلک مو خوښېږي دلته راغلو او د مهاجرو پؤښتنه مو وکړه ستاسو ادرس چا راکړ او راغلو…
مور مې ویل ډېر چالاکه یې زویه خدازده په څه بلا به مو واړوې ما ورته کړل نه مورې خیر به یې غاړو…
نیم ساعت وروسته د ښکلاګۍ د کور مخ ته زما مورجانه او پلار جان کوز شول مور مې نظر پلار جان ته ډېره  چالاکه وه پوښتنه یې کړې وه راسن پاس منزل ته ختلې وه او کور یې پیدا کړی و پښتانه ډېر مېلمه دوسته خلک دي، یو وار خو ښکلاګۍ سور مخې  په دې وخت کې زنګ راوکړ چې پلار دې بوډا دی او مور دې ځوانه ده خندل یې راته، زما د مور او پلار یې داسې قدر کړی و چې څومره یې په وس پوره وه، په خبرو خبرو کې څرنګه مې چې مورجانې  ته بهانه په خوله ورکړې وه له هماغه لارې اصل موضوع ته راغلي و او دې خېښۍ او دوستۍ موضوع یې ور یاده کړې وه د ښکلا پلار مطلق جواب نه و ورکړی خو دا یې ورته ویلي و چې زه مې له لور سره خوشه کوم چې د ټـول هلمـند خوشه وي خو چې د لور خوشه مې نه وي  بیا بخشه غواړم دا کار نه کېژي. نور سره پشتانه فرهنګ عزت او رواجونه مو سره یو دي هغې ته زه اولیت نه ورکوم
د موبایل شماره مو راکړﺉ زه به بیا احوال درسره ونیسم…
مور او پلار مې چې کله کور ته راغلل پلار مې د حاجي آغا غورې کولې

چې د ښکلا پلار و  او مور مې د سورمخې ښکلا په صفت نه مړېدله ماته خو ټوله کیسه په موبایل شوې وه خو د مور په خوله مې د ښکلا صفت ډېر خوند کولو اوس همدې ته انتظار و چې خبر راکړي اؤ پښیمانه نه شي ورځ تېره شوه بېګاه نو د ښکلاګۍ پلار ټول راغونډ کړي دا خبره یې ورسره شریکه کړې ده  په پای کې یې د ښکلا نظر اخیستی او په ښه جرئت یې ورته ویلي پلاره تاسو لاړشئ د کؤرنۍ او نسب پوښتنه یې وکړﺉ!
ماته هلک نه ښه خاندان او ښه کؤرنۍ ارزښت لري.
د شپې نهه بجې وې چې پلار ته مې زنګ راغی! حاجي آغا و ویل یې سبا موږ یوځل ستاسو خواته درځو پلار مې ادرس ورکړ او ښه راغلاست یې ورته وویلو…
سبا دوي راغلل زمونږ ژوند زنده ګي یې ولیدله بیا یې په پټه زمونږ د همسایه ګانو څخه پوښتنې کړې وې، بلاخره کومه خو یې پیدا نه کړه  دوهمه ورځ یې زنګ راوکړ پلار ته مې یې وویل  سبا راشه دوستان دې راوله او دسمال یوسه…
دا خبرې نه وې سم د جنت زېری و موبایل  مې را واخیست ښکلا ته مې  مسیج وکړ مبارکي مې ورکړه دوه رکعته د شکرانې لمونځ مې وکړ سبا مو دسمال راوړو زه او ښکلا کوژدن شولو.
پای

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.