د ستر متفکر لیو تولستوی د زیږون ورځ ده

439

نن (د سپټمبر ۹ مه) د ستر متفکر لیو تولستوی د زیږون ورځ ده.
فکري خلک کولای شي، په اړه یې لاندې لیکل ولولي!

لیو نیکولایویچ تولستوی روسی رومان لیکونکی، ټولنیز فعال او متفکر و، چې د ۱۸۲۸ کال د سیپټمبر په ۹ مه نېته د روسیې د (پولیانا) سیمې په یوه اشرافي کورنۍ کې وزېږید. تولستوی داسې مذهبي او ټولنیزې مقالې لیکلې، چې د مروجه سټایل او پولو څخه پکې بشپړ بغاوت سترګکونه وهل. دې د پلار څلورم زوی و. کله چې دوه کلن شو، مور یې مړه شوه او چې ۹ کلن شو، نو پلار یې هم مړ شو او دوې ورونو او خویندو د خپلو خپلوانو په کور کې ژوند کولو. په ۱۸۴۴ کال کې یې د (کازان پوهنتون) په حقوقو پوهنځي کې داخله واخیستله؛ خو هلته له دوه کاله زده کړو وروسته یې پوهنتون پرېښود او بېرته پولیانا ته ستون شو. کله چې یې پوهنتون پرېښود د فلسفې او ادبیاتو اړوند مطالعې ته یې زور ورکړ او د خوښې وړ فلسفي یې (ژان ژاک روسو) و. کله چې یې په دې دوو برخو کې زیاته مطالعه وکړله، نو ډېر لوړ او اغېزناک اثار یې وپنځول، چې د اثارو له ډلې یې (جګړه او سوله) او (اناکارنینا) هغه دوه اثار دي، چې د نړۍ په کچه میلیونونه لوستونکي او مینوال لري او د نړۍ زیاتو ژبو ته ژباړل شوي هم دي، چې له ښه بخته خوږې پښتو ته دا دواړه اثار ډاکټرلطیف بهاند ژباړلي دي.
تولستوی په ۳۴ کلنۍ کې د ۱۸ کلنې پېغلې (صوفیا) سره واده وکړ. دوې دواړو یو له بل سره ډېره زیاته مینه لرله او د لیک او لوست کار به یې څنګ په څنګ سره په یوه خونه کې کولو. صوفیا د تولستوی مشهور اثر (جګړه او سوله) چې ډېر پېړ کتاب و(شاوخوا ۱۵۰۰ مخه)، ۷ ځله یې د لا ښه والي په پار ایډیټ کړی. دوې ۱۴ اولادونه لرل؛ خو دواړه د ژوند تر پاې یو له بل سره پاتې نه شول او ژوند یې سره تریخ شو.
د انګلستان نوموتي لیکوال سامرست موام ویلي دي: (( که څه هم د نړۍ ستر رومان لیکونکی فرانسوي بالزاک دی؛ خو تر ټولو ستر او عالي رومان روسي تولستوی لیکلی دی، چې جګړه او سوله نومېږي.))
د تولستوی شهکار اثر(جګړه او سوله) د نورو ډېرو اړخونو سربېره، په ټوله کې پر روسیې د ناپلیون یرغل او د مسکو د لرغوني ښار سوځېدل روښانه کوي. دا رومان له همدې یرغله پېلېږي بیا د اشرافو د ژوند ځینې صحنې هم راخلي او ټول فوکس د اشرافو په تلپاتې خویونو (پېسې، جنسي لذت او مرګ) کوي. داسې ویل کېږي، چې د (جګړه او سوله) ناول کې شاوخوا ۶۰۰ کرکټرونه لوبیدلې دي، چې دا یې د لیکوال د عظمت او د قلم د زور څرګندونه کوي.
دا ستر لیکوال په ۸۲ کلنۍ کې له کوره ورک شو او څه موده وروسته یې جسد د اورګاډي له پټلۍ سره نږدې وموندل شو او بیا خاورو ته وسپارل شو. د تولستوی د لوړ فکر او تېز ذهن په اړه د هغه دا کیسه ډېره مشهوره ده:
(( یوه ورځ تولستوی په لاره روان و، چې په ناپامۍ کې یې د یوه بل کس په پښه، خپله پښه کېښودله. سمدستي ورته هغه په کنځلو پیل وکړ او کله چې له کنځلو کولو ستړی شو، نو تولستوی ترې بخښنه وغوښتله او بیا یې ورته وویل: زه تولستوی یم. کنځل کوونکی وشرمېد او تولستوی ته یې وویل: کاش! ځان مو راته په لومړي سر کې معرفي کړی وی! تولستوی ورته په خندانه انداز وویل: ته د ځان په پېژندلو کې دومره ګرم راغلی وي، چې ماته د خپل ځان د معرفي کېدلو وار و نه رسېدلو.))
ویناوې
۱: که غواړی په نړۍ راج وچلوی، نو پرېږده چې عقل دې پر تا راج وچلوي.
۲: ټول خلک غواړي چې نړۍ ته بدلون ورکړي؛ خو هېڅوک دې ته نه چمتو کېږي، چې ځان ته بدلون ورکړي.
۳: تاریخپوهان داسې دې لکه کاڼه چې وي، هغو پوښتنو ته ځوابونه ورکوي، چې هېچا ترې نه وي پوښتلې.
۴: بادشاهان د تاریخ غلامان دي.
۵: پر دښمن د غلبې لپاره د هغه سره مینه وکړئ!
۶: زه تر هغې ویده وم، چې مئین شوی نه وم.
انځور کې تولستوی او د هغه مېرمن صوفیا ښکاري.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.