ځينې قهرمانې او عالمانې ښځې

عبدالواجد نیازی

1,177

– هغه ښځه چې فرعون سره ښکاره مخالفت وکړ، او د نړۍ ډول ډول نعمتونو څخه برښمنه وه،  نعمتونو څخه تيره شوه، د ژوند تر اخره سلګۍ پورې د حق په لارې ولاړه وه. او فرعون ژوندې وسوﺯوله. حضرت آسيه عليه السلام وه.

– په اسلام لومړې شهيد ښځه ده . حضرت سميه (رض) ده

– حضرت مريم عليه السلام هغه ښځه وه. چې خپله پاک لمنې وساتله او د يهودانو هر ډول ظلم او تهمت سره مبارﺯه وکړه او الله ج ته صبر وکړ او الله جل جلا له په الهى معجزو بى ګناه ثابته کړه.

– لومړی څوک چې خپل مال یې د اسلام په لاره کې ورکړ هغه نارینه نه وه بلکې ښځه وه. حضرت خديجه الکبري رض.

– لومړی څوک چې زموږ پر پیغمبر حضرت رسول الله ص ‌‌ یې ایمان راوړ، هغه سړی نه وه، بلکې ښځه وه. حضرت خديجه الکبري رض.

– لومړی څوک چې د ځمکې پر مخ یې تر ټولو مبارکه زمزم اوبه وڅښلې، سړی نه، بلکې ښځه وه.  حضرت هاجره علیه السلام.  لومړی هغه څوک چې مکه او کعبه یې آباد کړه، هغه یو سړی نه وه مګر یوه ښځه وه حضرت هاجره علیه السلام.

-له كومو اوه تنو صحابه وه څخه، چي له زرو نه زيات حديثونه روايت شوي په هغوي كي دريم حضرت عايشه رض .

-د نړۍ لومړې عصرې پوهنتون بنسټګر ښځه ده. فاطمه الفهرى رح.

-په اوومه پېړۍ کې په دمشق کې ام دردا وه چې یوه ستره فقیه ښځه وه او په شاګردانو کې یې عبد الملک بن مروان و چې وروسته بیا خلیفه شو، دې عادت درلود چې حدیث او فقه په مسجد کې درس ورکړي. الیاس ابن معاویه چې د وخت یو مهم عالم او بېله شکه ستر قاضي و، هغه یې د احادیثو د وخت تر ټولو ستره عالمه بلله.

-عایشه بنت سعد بن ابي وقاص یوه قاضي او قانون پوه وه او همدارنګه د مشهور عالم امام مالک ښوونکې وه او  امام مالک رح خو بیا د مالکي فقهې بنسټ کیښود. سیده نفیسه، د رسول الله ص کړوسۍ  او د حسن بن علي ابن ابي طالب لور وه، چې د فقهې او قانون یوه ستره عالمه وه، د هغې شاګردانو به له لیرې واټنونو ورته سفرونه کول او د هغې یو شاګرد امام شافعي رح چې د شافعي مذهب بنسټ ګر دی. دې فاضلې عالمې د امام شافعي رح له درس ویلو سره له مالي مرسته کړې وه.

-الشفا بنت عبدالله لمړنۍ ښځه وه چې د عمر فاروق رض د خلافت په وخت د بازار د مدیریت او تفتیش په کار وګومارل شوه.

-امرا بنت عبدالرحمن د اتمې پیړۍ یوه ستره عالمه ښځه وه چې د قانون پوه، قاضي، مفتي او د حدیثو عالمه وه. د حضرت عمر بن عبدالعزیز د خلافت په وخت دا فاضله د ام المومنین بي بي عایشې رض په هکله ستره صلاحیت لرونکې عالمه وه. د هغې په شاګردانو کې ابوبکر ابن هاذم، د مدینې زیات مشهور قاضي و، څوک چې د حضرت عمر بن عبد العزیز په واسطه وګومارل شو د همدې فاضلې د صلاحیت په بنسټ او د هغې تر لارښوونې لاندې احادیث راټول کړي.

-عایشه د محمد ابن عبدالهادی لور په دمشق کې یوه ستره عالمه وه چاچې زیاتو سترو او مشهورو نارینه عالمانو ته درس ورکړی، او هغې د احادیثو د روایت تر ټولو لنډه لړۍ په اختیار کې لرله چې تر رسول الله رسیدله. هغې ابن هاجر اثقلاني ته چې د هغه وخت تر ټولو ستر عالم و درس ورکړی دی. فاطمه البتاحیه، د اتمې پیړۍ یوه ممتازه میرمن وه چې خپلو شاګردانو ته یې د رسول الله په مدیني جومات کې د صحیح البخاري تدریس کاوه.

-رفیده انصارى د اسلم قبيله څخه و (رض) د نړي لومړنۍ نرسه او لومړنۍ مسلمانه جراحه ده.

نوموړې زموږ د ستر لارښود خوږ رهبر، حضرت رسول الله ص په آمر، د ۶۲۴ م کال د مارچ په ۱۳ د بدر په غزا کې ګډون وکړ. نوموړې په دې غزوه کې صحابه او مجاهدینو ته دومره ګټه ورسوله چې خوږ رهبر حضرت محمد(ص) ورته د یو جنګي مجاهد په اندازه غنيمت ورکړ.

آیرلنډ (انګلستان) رویال کالج د جراحانو اتحادیه هر کال یو ممتاز محصل ته د رفیده په نوم مډال ورکوي.

د اسلام طلايې عصر کې د عالمانو ښځو زرګونه نور مثالونه شته چې په هغه جمله کې په لسګونه تنې زموږ د رهبر حضرت رسول الله (ص) د اصحابو له جملې څخه شمیرل کیږي، دا یواځي د اسلام د طلايې عصر د مخکښو ښځو مثال وو.

ډاکټر اکرم ندوي چې په اسلام کې د ښځو عالمانو په هکله د یو څلویښت جلدي کتاب تاليف کړې چې ‘المحادثات’ نومیږی، وايي: په لمړي سر کې مې فکر کاوه چې ممکن له ۳۰ تر ۴۰ مشهورې ښځې به وې، خو کله چې څیړنه پرمخ لاړه، حساب یې زیات شو، تر څو مې معلوم کړه چې تر اته زره (۸۰۰۰ ) زیاتې داسې مسلمانې ښځې وې چې د رسول الله له وخته یې د اسلامي او دیني شرعي علومو په ساتنه او انکشاف کې ستره ونډه لرلې ده.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.