“د فروغ لیکونه”دویمه برخه

منتشر شاهي

428

ګرانه پرویزه، پوهیږې چې ولې مجبوره شومه، دا لیک دوه ځلې درته ولیکم ځکه چې غرمه مې یو ساعت مور له خوبه ویستې وه او ورسره وغږیدمه او غواړم درته ووایم، چې پایله یې بیخي ښه ده. هغه لیک مې سهار لیکلی و او لګیا یمه دا مازیګر لیکم او ان‌شاءالله سبا سهار دواړه در پوسټوم، خو د سهار او مازیګر په لیکونو کې لږ توپیر شته، ځکه سهار ډيره هیله منه نه وم او اوس چې مازیګر دی په بشپړه توګه هیله منه یم، چې تا ته دررسیږم.
زما پرویزه، زه مې له مور سره ستا په آړه ډيره وغږیدم او اوس غواړم درته ووایم، چې مور مې اوس له ما او تا سره یو اندازه هم نظره ده. ستا د مخالفت دلایل مې په ځينو شرطونو او مینې هغې ته تشریح کړل او هغه مې په بشپړه توګه رازي کړه اوس چې کوم شي پاتې، یوازې د واده نیول دي. اجازه راکړه حسابي درکړم، چې باید څومره مصرف کړې او څومره پیسو ته اړتیا لرې. پرویزه، زه مې د واده کالي په خپله ګنډم، ځکه چې اوله خبره خو دا ده، چې خیاطان زما په زړه کالي راته نشي ګنډلی او بله دا چې د خیاط اجوره چې تقریباً ۱۰۰ یا ۲۰۰ تومنه کیږي، به بسپنه کړو او یا به یې په یو بل ضروري کار ولګوو نو زه فکر کوم په کالیو به له ۱۰۰ تومنو ډيرې رانشي او بله دا چې د واده په مجلس یعنې په خوږو، میوې او نورو شیانو له ۲۰۰ تر ۲۵۰ تومنو لګیږي (البته که له دې ډيریږي ته یې باید راته ووایې او زه په دې برخه کې ستا خوښې ته ګورم) او بله ۱۰۰ تر ۱۵۰ تومنه په متفرقه مصارفو کې نیسو چې کله نا کله پیښیږي نو ټولټال کیږي ۵۰۰ تومنه چې ما په اوله ورځ لا درته ویلي و او که کم یې ونیسو تر ۴۰۰ تومنه. پرویز مې، دا پیسې ته باید برابرې کړئ او که له عهدې یې نشې وتی؛ راته ووایه چې یو ځل بیا پرې تجدید نظر وکړم او غیر ضروري شیان ترې وباسم تر څو ستا به تبیت مخته ولاړ شوو. په دې اړه دې خپل نظر راسره شریک کړه. هو رښتیا، پلار مې نن یا سبا هرومرو راځي. زه سهار له دې خبرې خبره نه وم، مور مې راته وروسته وویل. ته هغه لیک ولیکه، چې هغه ته دې لیکل غوښتل او ما ته یې راکړه. زه به یې په یو مناسب وخت ورته ورکړم او ددې تر څنګ مې مور قول راکړی، همدا چې هغه راورسید ستا خبره ورته یادوي او هر ډول چې کیږي، قناعت ورکوي. مطمینه یم، چې رازي دی خو پرویزه ستا د لیک مضمون باید د واده اجازې غوښتلو غوندې وي. مثلاً ولیکي، دا چې زه له مالي اړخه تیار یم او علاوه پر دې وروستی وضعیت راته له زغمه وتی، نو هیله کوم اجازه راکړئ چې ژر تر ژره دا چاره خاتمه ومومي او دا هم ولیکه، چې که اوس دستي زه د دود او دستور له اړخه تیاره نه یم ته تیار یې چې دا ستونزه حل کړي. وروسته به یو کار وکړو، چې بیا د انتقاد فرصت لاس ته ور نشي. فکر کوم چې نور مو سر خلاص دی او زه نن شپه دعا کوم او خدای ته ستا د بریا لپاره دومره زارۍ کوم، چې په ما یې زړه وسوځي او له دې مې ډيره په تمه پاتې نه کړي. ته هم دعا وکړه. دعا ښه شی ده. زه تل له خدایه مرسته غواړم، ته هم همدا کار وکړه. پوهیږم، چې بریالی کیږي!
په خدای دې سپارم.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.