کابل چې ما پخپلو سترگو ولید /دویمه برخه

حفیظ الدین پیرزاده

820

د اگست پر ۲۵۲۰۲۲م د ماسپښین پر ۲:۳۰ مو د ااا د بھرنیو چارو وزارت په انگړ کې له مولوي امیر خان متقي صاحب سرہ وکتل.

په غونډہ کې د بھرنیو چارو وزارت ځینې نورو لوړ پوړو چارواکیو ھم گډون درلود او زموږپه ټیم کې د استاد روستار ترہ کي، ما (پیرزادہ) عبد الھادي دولتزي او حدید الله ذاکري د سولې او انسجام مشورتي بورډ په استازیتوب گډون کړی وو.

حفیظ الدین پیرزاده

د وزارت دروازې ته پر رسیدو، حاجي صیب احمد متقي استقبال کړو. زہ له ډیرو کلونو څخه د حاجي صاحب د ملگرتیا ویاړ لرم . ھغه مھال چې مشران پټ ول، حاجي صیب او کله کله عبد الحنان ھمت صیب به زما وړاندیز، مشورې او پیغامونه متقي صیب ته رسول.

ما به تل د دواړو د مخامخ لیدو ارمان کاوہ. حاجي صیب خو مې ولید، د ھمت صیب د لیدلو ارزو مې لا په زړہ کې ھماغسې تاند پاته دہ!

حاجي صیب خوش مزاجه، په خبرہ ډیر ژر پوھیدونکی، حلیم، د مسلکي وړتیا څښتن او محترم انسان دی.

ما یې چې د شخصیت کوم تصویر پخپل ذھن کې جوړ کړی وو، تر ھغه مو څو چندہ بھتر وموند.

 

 د متقي صیب سرہ مجلس:

د غونډې پیل زما مرحومې میرمنې ته د مغفرت پر دعا وشو. لومړی استاد ترہ کي خبرې وکړې، ھغه د خپلو

 خبرو په ترڅ کې وویل:

د طالبانو حکومت له ګڼو ستونزو سرہ مخ دی. 

د مدرسې او مکتب تر منځ واټن د دې لامل شوی چې د دیني او عصري زدہ کړو زدہ کړیال له یوہ بلهبیل او پر یوہ بل شکمن کړي.

واکمنان باید د ھیواد په کچه له ھغو مسلکي پوھانو

 ( تکنوکراتانو ) سرہ اړیکې ونیسي، د کار فرصت ورته

 برابر کړي چې په وطن پلورنه،خیانت، قتل، او فساد

 کې یې ونډہ نه لرله تر څو له  وړتیاوو څخه یې د یوې سالمې ادارې په جوړولو کې ګټه پورته شي. 

ھمداراز طالب  واکمنه ډله  پر دې نه دہ توانیدلې چې د متخصصینو او مسلکې کسانو په گډون یوپراخ بنسټه حکومت را منځته کړي. 

د جینکو د تعلیم مسئله یوہ بله غمیزہ دہ چې داوسني حکومت پر راتګ موولس ورسرہ لاس او ګریوان دی.

ولس له تاسي نه پوښتنه کوې چي د جینکیو د ښوونځیو تړلو ته کومه دیني او یا حقوقي

 توجیه لرئ؟!  له بلې خوا 

د اساسي قانون نشتون مو د ټول نظام پایښت ننګوي چې تسوید او جوړولو ته یې د یوہ داسې کمسیون  شدیدہ اړتیا محسوسیږي

چې دعلمای کرامو تر څنګ  د اساسي قانون پر متخصصو حقوقپوھانو مشتمَله وي.

د کمسیون په ترکیب کي باید د علماې کرامو او د مدنې حقوق پوهانو تر منځ انډول مراعات شې.

د دوحې په تړون کې د طالبانو مذاکراتېتیم ژمنه کړې وہ چې له افراطي ډلو سرہ به اړیکې نه ساتي او نه به اجازہ ورکوي چې افغانستان یو ځل بیا دمحفوظ پټنځای په توګه وکاروي.

په کابل کې د الظواھري موجودیت ( که واقعیتولرې) او بیا وژل کیدل ھغه تړون ته د نه ژمنتیا په مانا دہ.

اوس که حکومت ھر څومرہ چیغې ووھي او په دې اړهخپله لا علمي اعلان کړي، د عقیدوې اړیکو په بنست چي د جهاد په وخت کي د دواړو تر منځ موجودې وې،

بیا ھم نړیوال د طالب چارواکو د بی خبرۍ څرګندونو ته د سوء ظن په سترګه ګورې.

دا او دېته ورته نورې ډیرې ستونزې شته چې د رسمیت پیژندنې په مخکې خنډ او پر افغانستان د لا زیاتو

 فشارونو، تعذیراتو او بندیزونو لامل ګرځي.

نړیواله ټولنه د اوسني حکومت د ړنګولو په فکر کې نه دہ ځکه بل بدیل یې نه ویني خو د ھمدې   تعذیراتو له لیارې یې له سترو ننګونو اوازموینو سرہ 

مخامخ کوي، چې زور به یې د واکمنې ډلې پر    ځای له ولس څخه وځي. په بله مانا تاسې پخپل دریځ د نه انعطاف له کبله  

ھغه ولس ته سزا ورکوئ چا چې د اشغال په وھلو کې له تاسې سرہ ھر اړخیزہ  مرسته کړې وہ.

د استاد خبرو د یوې شیبي لپارہ په مجلس خاموشي خپره کړه.

د متقي صیب وینا:

لومړی خو تاسې ته ښه راغلاست وایو، ستاسې راتگ زموږ حوصلې لوړوي، مشورو او وړاندیزونو ته مو

د قدر په سترگه گورو او د عملي کولو ھڅه یې کوو.

 موږ د مدرسې او مکتب تر منځ واټن را کم کړی، د بھرنیو چارو وزارت په تشکیل کې داسې ھیڅکله نه دي شوي

چې د مدرسې فارغ التحصیل ته ځای ورکړل شوی وي او د مکتب ھغه ته نه!

 د ټول حکومت په کچه که خبرہ وکړم نو و به وایم د تیرې ادارې پنځه سوہ زرہ کسان ھماغسې 

د تیر پڅیر د معینانو اوریسانو تر کچې پر دندو بوخت دي. 

په ټولو دولتي او خصوصي تعلیمي او نورو ادارو کې ښځینه او نارینه کارکونکي په زدہ کړو او کارونو مصروف دي.

د رسمیت پیژندنې په اړہ مې زړہ ته ھغه خبرہ راځي چې وایي: که بھانې کړې نو بھانې ډیرې، او که یاري کړې نو لارېډیرې.

په ټوله نړۍ کې دا رنگ حکومت نشته چې رسمیت پیژندنې ته یې داسې شرایط ټاکل شوي وي لکه موږ ته!

تیرې ادارې په دیرش سلنه خاورہ حاکمیت درلود، په فساد کې د نړۍ تر ټولو فاسدہ ادارہ وہ، په څلویښت میلوني

ھیواد کې یواځې تقریبا څلور سوہ زرہ کسانو رایه ورکړې وہ، د ولس په سترگو کې یې ھیڅ مشروعیت نه درلود،

 اویا سلنه کلنی بودیجه یې د نورو پر خیرات ولاړہ وہ، خو بیا ھم په رسمیت پیژندل شوې وہ!!

موږ د معارف په برخه کې ھم ډیرې لاسته راوړنې لرو؛ ھمدا اوس لس میلونه زدہ کونکي پر زدہ کړو بوخت دي.

له تیرې ادارې څخه موږ ته نژدې څلور میلونه په نشو روږدي کسان په میراث کې پاته دي چې موږ یې د خپلو 

محدودوامکاناتو پر کارولو د یوہ منظم پلان له مخې د بیا رغونې اوږدہ او ستونزمنه پروسه پر مخ وړو!

زموږ مجاھدینو شل کاله د غربي نړۍ له استکبار سرہ په جگړو کې تیر کړي؛ اوس له ھغوی څخه منظم،

فوځ او پولیس جوړول ھم اسانه پروسه نه دہ خو موږ لله الحمد دا چارہ ھم تر ډیرہ په بریالیتوب سرته رسولې.

 د الظواھري په اړہ غواړم ووایم چې ما او د امارت نورو مشرانو په دې اړہ ھیڅ مالومات نه لرل.

خو بیا ھم اما رت د رښتیا موندنې او د دې موضوع د څیړنې او پلټنې لپارہ یو کمیسون جوړ کړی چې ډیر ژر به د خپلو پلټنو نتائج له ولس سرہ شریک کړي.

که د اما رت د تیرو دولس میاشتو جاج واخلو نو وبه وینو چې ھیچا ته ضرر نه دی رسول شوی. د امیر المؤمنین د عمومي عفوې له فرمان څخه پر گټې اخیستنې

د اما رت مخالفین نه یواځې دا چې دلته پخپل ھیواد کې په ارامه فضاکې ژوند کوي بلکې د لوړ پوړیو چارواکیو امنیت یې ھم امارت ساتي او د مسلکي وړتیاو لرونکیو

کسانو ته یې د دولتي دستگاہ د مربوطه ادارو دروازې پرانستې دي!

زموږ بھرنۍ سیاست ناپئیلی او متوازن دی، پالیسي دا دہ چې زموږ خاورہ د ھیچا په مقابل کې استعمال نه شي. 

موږ د گاونډیانو گټې د خپلو ھغو سرہ تړو او پر مخ ځو. ھمدا لامل دی چې ھندوستان زموږ بھرني سیاست ته پر کتو، له افغانستان سرہ خپلې سفارتي اړیکې له سرہ ورغولې، او پاکستان د ھندوستان د مرستې کاروانونو ته اجازہ ورکړہ چې د ھغوی له خاورې تر موږ را ورسیږي!

متقي صیب ځینې نورې خبرې ھم وکړې چې زہ به یې که ممکنه وہ د سفرنامې په کوم بل ځای کې یادونه وکړم.

ورپسې زما د خبرو وار و. تر مجلس د مخه متقي صیب په ټوکو راته ویلي و؛ ښه شوہ چې راغلې تر څو د بل وادہ بندوبست درته وکړو.

د بھرنیو چارو  وزارت یو کارمند چې ښایي د متقي صیب سکرتر به وہ ھرہ گړۍ لکه د شړومبو مچ را حاضریدہ او متقي صیب ته به یې بل مجلس ته د ورتگ ویل.

په مجلس کې چا وویل که پیرزادہ څه ویل غواړي، چې د خبرو فرصت ورکړل شي، خو متقي صیب چې ھماغه د شړومبو مچ یې شاو خوا تاویدہ ، وویل:

د پیرزادہ ستونزہ ماته مالومه دہ، ھغه به بې خبرو ور حل کړو. 

مجلس ټول په خندا شو، او بیا افغانستان ته د ښیرازۍ پر دعا پای ته ورسید.

 متقي صیب په اما رت کې ښایې د گوتو په شمیر د ھغو څو محدودو مشرانو له ډلې څخه وي 

چې لوی رب ورته ډیرې وړتیاوې ور په برخه کړي. 

ھغه لکه د کرکټ لوبې الروانډر لوبغاړی، تکړہ دیني عالم، شاعر او لیکوال، ښه مدیر، 

وتلی سیاست پوہ او د ژبې فصاحت لرونکی بلیغشخصیت دی.

ھغه د شل کلنې مبارزې او یا ان د تیر امارت له پیرہ به چې د ھرې، ادارې، کمیسون او جوړښت په تنظیم وگومارل شو، 

ھغه ادارہ به یېداسې په پښو ودروله، داسې به یې وځلوله چې د فعالیت ساری به یې د امارت اړوند په نورو جوړښتونو کې کم نظیرہ وو. 

خو له بدہ مرغه د متقي صیب ټیم تل د وړتیاوو له مخې خورا کمزوری وي.

ھمدا اوس د بھرنیو چارو وزارت ډیر مھم ځایونه پر داسې ټویټر بازانو

او فیس بوک خیلو ډک دي چې یا په رسمي وختونو کې د واتس اپ په شخصي گروپونو کې نورو ته پر پیغورونو او ملنډو وھلو اخته وي،

او یا ھم په ټویټر، فیس بک او نورو خواله رسنیو کې پر بنډار!!!!

که له ھمدې چارواکیو وپوښتل شي چې د اړوندہ ادارې پالیسي، تگلارہ او لایحه یې څرنگ دہ، پر نه وي خبر!!

نه خپل مدیریت ته د بھرنیو چارو وزارت د داخلي قوانینو په رڼا کې د تگلارې جوړولو جوگه دي

او نه کوم لیدلوری ( ویژن ) ورته ټاکلی شي؛ تر دې بدہ لا دا چې د تیرې ادارې پر لاس په جوړو شویو  قوانینو یې ھم سر نه وي خلاص!!

زہ وایم ھر دولتي چارواکی چې دندہ یې فرھنگي او رسنیز فعالیت نه وي او په رسمي وخت کې پر دې شیانو اخته وي، له خپلې وظیفې سرہ

د غفلت په تور باید نیغ په نیغه کور ته ولیږل شي!! او یا ھم بھترہ به وي دا کسان  د اطلاعاتو او فرھنگ وزارت په چوکاټ کې له سرہ تنظیم شي

تر څو د اما رتي فرھنگیانو ټکنۍ شوې مبارزہ یو ځل بیا را تاودہ شي!

په ھر حال، موږ حاجي صیب احمد د بھرنیو چارو وزارت په ځینو ځایونو وگرځولو او بیا یې د وزارت تر دروازې بدرگه کړو. 

ای کاش لږ ډیر وخت مو لرلای تر څو مو له سیاسته لیرې ھمداسې د ملگرتیا بنډار ورسرہ کړی وای!

 له ھغه ځایه نوي ښار (شھر نو) ته راغلو، ما د زړو یادونو د تازہ کولو په پار د شیریخ خوړل غوښتل، استاد ویل تر څو شیریخ امادہ کېږې، بیرون گرځي. لږہ شیبه پس مو خپل وسله وال ملگری ولید خو استاد ورسرہ نه وو. ما ترې د استاد پوښتنه وکړہ، راته کړل یې:

استاد بیرون گرځي او ماته یې وویل چې یواځې یې پریږدم.

ما ورته کړل: د الله بندہ! استاد څلویښت کاله د لنډہ غرو، اشغال او فساد پخلاف کلکه مبارزہ کړې، 

ھسې نه څوک خدای مکړہ ضرر ورورسوي چې بیا تر ټولو ډیرہ بدنامي یې اما رت ته اوړي!

 زہ به له ھغه سرہ خبرې وکړم خو ته به یې ھم په ھیڅ حال کې یواځې نه پریږدې!

لږہ شیبه پس استاد راغی، موږ شیریخ وخوړ او بیا خپل ھوټل ته ستانه شو.

ښایي د شیریخ شیدې به ځنډنۍ وې یا به بله څه کیسه وہ خو ماته یې غذایي تسمُم پیدا کړ

کرۍ شپه مې په استفراق تیرہ کړہ، ایله سھار مھال مې سترگې پټې شوې وې!

له استاد ځلاند او نورو ملگرو سرہ لیدنه……

د کابل سفر (د سترګو لیدلی حال)- لومړۍ برخه

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.