یادونه!
دا لیکنې زما د سترگو لیدلی حال او شخصي برداشت دی! ښایي په ځینو ځایونو کې سم
او نورو کې تیروتی اوسم. موږ د خپلې مبارزې دویم او ستونزمن پړاو کې یو.
ھغه مھال چې انډیوالان ( اصلي نوم ستونزې پیښوي ) له کفري نړۍ سرہ په فزیکي اخ و ډب اخته وو،
ماته نیوکې سمې نه بریښیدې،خو اوس باید سالمې نیوکې وکړو.
حضرت عمر رضی الله تعالی عنه ته منسوب قول دی چې فرمایي: حاسبوا أنفسكم قبل أن تحاسبوا،
یانې مخکې له دې چې محاسبه درسرہ وشي، ځان سرہ خپله محاسبه وکړئ!
ما د سفرنامې په تیرہ برخه کې د بھرنیو چارو وزارت پر ملگرو نیوکې کړې وې.
زہ پوہ نه وم چې د دې روڼ اندو ملگرو د حوصلې او زغم ججوری د چتي ھغه په اندازہ دی،
اوس را څخه ټول ماڼیجن دي؛ څوک مې پرفیس بک پاڼه رپورټ کوي، څوک مې له ویبسایټونو لیکنې
بې له کوم منطقي ځواب څخه حذفوي او څوک نورو ته زړونه تشوي!
زما په سفر نامه کې به په نورو ارگانونو ھم اصلاحي نیوکې وگورئ، ھیله دہ ملگري ما درک کړي،
را څخه ماڼیجڼ نشي، د ام ا رت او پهټوله کې د ھیواد علیا مصلحتونو ته ترجیح ورکړي.
رب مو بریمن لرہ
د شاعر مسلک
سهي لاره به ښایم که وم وم، که نه وم نه وم
رښتیا رښتیا به وایم، که وم وم، که نه وم، نه وم
د حق د پیروۍ نه مې، بل څه نشته په زړه کې
چې څه یمه، همدا یم، که وم وم، که نه وم، نه وم
آزاد یم زیږیدلی، بندگي کولی نه شم
بنده د خپل مولا یم که، وم وم، که نه وم، نه وم
په بډو خوشامندو مې، ځان خوښ نه دی، چې غټ شم
که غټ یمه همدا یم، که وم وم، که نه وم، نه وم
چې څوک غواړي څه سپکه مې، د قام له څه جهته
د ښمن د هغه چا یم، که وم وم، که نه وم، نه وم
خدمت د خپلې ژبې، قام وطن، زما مسلک دی
په دې مینه به پایم، که وم وم، که نه وم، نه وم
کرم ښکلي تخمونه ، چې گلزار شي پښتنو ته
په دغه تمنا یم، که وم وم، که نه وم، نه وم
په ماته کښتۍ ناست یم، طوفانونه دي، په مخ کې
په دې لاره یې بیایم، که وم وم، که نه وم، نه وم
د ناز په خوب ویدې غنچې، ورو، ورو را ویښومه
خادم باد صبا یم، که وم وم، که نه وم، نه وم
مولانا قیام الدین خادم رحمه الله تعالی
_____________________________
دریمه برخه
له استاد ځلاند سرہ لیدنه:
۲۶ اگست
سھار چای مو په کانتننتل کې وڅکلې. لږہ شیبه پس زمان دیھاتي صیب د استاد لیدو ته راغی.
ھغه یو ساعت له استاد سرہ خبرېوکړې او بیا رخصت شو.
لږہ شیبه پس ذاکري صیب ھم راغی او موږ د استاد ځلاند میلمستیا ته لاړو.
ډاکتر ځلاند سرہ زما پیژندگلوي وہ خو مخامخ مې نه و لیدلی. ھغه د قوي منطق، خندنۍ څیرې او
لوړ استعداد لرونکی ځوان علمي کادردی.
استاد راسخ العقیدہ مسلمان، او ملي گټو ته ژمن افغان دی. موږ په ډیرو موضوعاتو گټور بحثونه وکړل.
ھغه د خپلو خبرو په ترڅ کېوویل:
بھر میشتي روڼ اندي باید افغانستان یواځې پرینږدي، اوس له هر بل وخت څخه لا ډیر د دوی تجربو،
وړاندیزونو، سپارښتنو ان سالمفشار، او نیوکو ته اړتیا ده.
د طالبانو د راتگ پر مھال، د ولس هېلې او توقعات بیخي لوړ وو، چې له بده مرغه، ګڼ مسایل
برعکس وختل لکه د واک کامل انحصار، دحذف او رټلو سیاست ته مخه کول، د تکنوکراتو،
با استعداده، لایقو او مسلکي ګمارنو پر ځای د انډیوالیزم پالل او نور خلک داسېمايوسه کړل
چې که په دې برخه کې چټک بدلونونه را نه راشي، کیسه نوره هم خرابیږي.
د علمي کانفرانسونو دایرول، اوسنیو ستونزو ته علمي/عملي حل لارې وړاندې کول،
ځینو مھمو پوښتنو ته ځوابونه لټول، لکه ولې باید اساسي قانون ولرو؟
د مشروع دولت/حکومت اصول باید څه وي؟ او نور.
دا رنگ غونډې د افغانستان په مقایسه په اروپا، امریکا او نورو ځایونو کې په اسانۍ دایریدلی شي،
ځکه په کور دننه، طالبان لا هم دنیوکو او وړاندیزونو پر توپير او د ارزښت په توګه ورته
په کتلو کې ستونزې لري، ډیری سالمې نیوکې لا ھم ورته تخریب ښکاري، او ډیرانتقادونه دښمني!
د پایلې په توگه باید یادونه وکړم چې افغانستان ،د افغانانو او اسلامي حرکتونو وروستی تمځی
او یو داسې فرصت دی، که خدای مکړہ، دا ځل د اسلامي، ملي دولت په جوړولو کې ناکام شول،
افغانستان به جغرافیه، او افغانان به هويت له لاسهورکړي، نو ځکه باید عملي گامونه پورته کړو،
له خبرو ډېر کم څه تر لاسه کیدای شي.
تر ډوډۍ متصل پس د جمعې لمانځه ته لاړو. دا لومړۍ ځل و چې ما په خطبه کې
د مشر شیخ صیب نوم واورید؛ عجیب کیف یې وکړ، امامخطبه ویل او ما د موجودہ نظام
له ټولو کمیو او نیمگړتیاو سرہ د لوی رب شکرونه ایستل چې په ټول اسلامي امت کې یې یواځې
موږ ته د شرعي نظام قایمولو فرصت را په برخه کړ!
استاد ترہ کی مو نور ھوټل ته را ورساوہ، دولتزی صیب ورسرہ پاته شو، ذاکري صیب او زہ د
رحمت الله کاکا زادہ صیب لیدلو ته ورغلو. د ھغه کور د کانټننتل ھوټل سرہ ډیر نژدې و.
ماته یو بل ستر زیری دا و چې عنایت الله کاکړ صیب ( د کاکا زادہ صیب ورور ) ھم له کراچۍ
څخه کابل ته راغلی و. د ھغه د مریضۍ ( فالج ) پر مھال مې تل د ھغه صحت پوښتلو ھڅه کړې وہ،
کله به مو د کشر مولانا صیب نصر الله کاکا زادہ، کله د مشر کاکا زادہ صیباو کله د کورنۍ د نورو
غړیو له لیارې، خو د خپلو صحي معاذیرو او نورو بوختیاو له امله مو ھغسې احوال نه و اخیستی لکه
څرنگ چې پکار و.
کابل ته له راتگ مخکې مو څو ځل زړہ کې وگرځیدل چې که د پاکستان د ویزې اسانتیاوې وې نو زہ به
د خپل ورور پڅیر ملگري پوښتنېته کراچۍ ته ځم! خو د لوی رب کرم و؛ کراچۍ یې راته کابل ته راوستې وہ!!
کاکړ د اا د فرھنگي مبارزې داسې یو کلک سنگر و چې بیباکه قلم او حق ویونکې ژبې به یې تل
د ازغیو پر ډیرۍ کینولی و، خو اوس دھغو ټولو ناخوالو سرہ سرہ، تقدیر د ناځوانه مرض فالج
له ازموینې سرہ ھم مخ کړی و.
موږ له نورو میلمنو سرہ په میلمستون کې ناست وو چې ھغه د کور د ھلکانو په مرسته بیرون راغی!
ما په غیږ کې ونیو، ښکل مې کړ، ھغهڅه ویل غوښتل خو فالج یې تر ھر څه زیات پر ژبه تأثیر کړی،
د زړہ خبرہ یې په زړہ کې پاته شوہ.
ھغه د قوي استدلال او فصیحې ژبې څښتن و. خدای شته زہ یې ھم اوسني صحي حالت پسې واخیستم،
ځان مې ټینگ نه کړای،میلمستون مې پریښود، له کورہ بیرون لاړم، د اوښکو سیلاب لکه کور نړیدلی افغان
داسې په مخه کړی وم چې خپله ھم نه پوھیدم چرتهځم!!
لږ شیبه پس، چې فکري او روحي حالت مې یو څه نورمال شو، بیرته راغلم.
کاکړ صیب یو ماشوم کور ته ولیږہ. ھغه یې څه په ژبه او څه پهاشارو پوہ کړ چې پکول یې راوړي
تر څو یې ماته ھدیه کړي!
ما بیا ھماغه پکول په ټولو مجالسو کې په سر کاوہ!
له ھغه ځایه پر لارہ ما ذاکري صیب ته وویل: موږ د یو ملت په توگه ډیر بدمرغه انسانان یو
او بیا د ااا د فرھنگي مبارزینو په توگه تر ھغېلا ډیر بدمرغه یو.
د عبد الحی مطمئن صیب د ټولې قلمي مبارزې پاداش د محرومیت او فقر مرگ و،
دا نور ھم پر ھغه ور قیاس کړئ!
آیا موږ نه شو کولای چې د فرھنگ او اطلاعاتو وزارت یا د کوم بل دولتي چوکاټ په اډانه کې
د یوې داسې ټولنې بنسټ کیږدو چې پهتنگسیا او ناوړہ شرایطو کې د بېکسو، معیوبو، رنځورو
او معلولو فرھنگیانو لاس نیوی وکړي؟!
د جنازې بازو مې نیسه
چرته به ما په راستی خوله در کړې وینه
د ااا سیاسي کمیسون سرہ مجلس
دا لړۍ ادامه لري
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.