د کابل سفر (د سترګو لیدلی حال)- لومړۍ برخه

حفیظ الدین پیرزاده

687

د کابل سفر (د سترگو لیدلی حال) لومړ‎ی برخه

د اگست پر ۲۳/ ۲۰۲۲ م د سھار پر لس نیمو بجو د لندن د ھیترو له نړ‎یوال ھوایي ډگر څخه مو د جرمني فرانکفورت ته پرواز وکړ‎.

له ھغه ځایه مو د ماسپښین پر دوہ بجو او لس دقیقو دوبۍ ته پرواز و.

 الوتکه د ځیني تخنیکي ستونزو له امله یو ساعت پر ځنډ والوته.

زموږ‎ دا سفر د انسجام د مشورتي بورډ په استازیتوب وو، د بورډ غړ‎ی ښاغلی عبد الھادي دولتزی له لندن څخه په بل پرواز  کې دوبۍ ته راته.

زموږ‎ د ټیم مشري د افغانستان علمي کادر، حقوقپوہ داکتر استاد روستار ترہ کي (استاد د بورډ غړ‎ی نه دی) کاوہ.

ھغه له فرانسې فرانکفورت ته را تلو او موږ‎ بیا له ھغه ځایه یو ځای دوبۍ او بیا کابل ته تللو.

ما له استاد سرہ په ډیرو ویډیوي مجالسو کې برخه اخیستې وہ، په تیلفون کې مې ھم څو پلا خبرې ورسرہ کړ‎ې وې خو مخامخ مې نه و لیدلی.

دا لومړ‎ی ځل وو چې له نژدې مې لیدہ. استاد جسماً نحیف، خو د فکر له مخې د استقامت غر دی.

 په تیرو دواړ‎و اشغالونو کې یې د اشغال ضد دریځ نیولی وو.

ھغه، د حقوقو ډاکتر او د کابل او فرانسې په پوھنتونونو کې یې د استاد په توگه دندہ اجرا کړ‎ې.

ما یې تل د زړ‎ہ له کومې احترام کړ‎ی، خو د ھغه عزت زما په زړ‎ہ کې ھغه مھال څو چندہ زیات شو چې امریکا زموږ‎ پر مشرانو د ترھگرو په نوم گوانتنانو ډک کړ‎، نړ‎ۍ ورسرہ د  آمنّا و سلَمُْنا سر خوځاوہ خو استاد د یوہ رښتیني حقوق پوہ په توگه د اشغال په مقابل کې په یواځې ځان د حق په سنگر کې پاته شو.

 د ھغو کسانو د حقوقي مدافع وکیل په توگه یې میدان ته را ودانگل چې نورې نړ‎ۍ ترھگر بلل!!

موږ‎ د شپې یولس نیمې بجې دوبۍ ته را ورسیدو، عبد الھادي دولتزی صاحب تر موږ‎ مخکې را رسیدلی وو.

موږ‎ د سھار پر شپږ‎ بجو د کام ایر په الوتکه کې کابل ته روان شو.

ھغه دوستان چې په غرب کې اوسي او د مالوماتو مرجع یې ھم غربي او یا د ھغوی لخوا تمویل شوې رسنۍ  وي، داسې سوچ کوي چې: کابل ته په رسیدو به طالبان، اوږ‎دې څڼې، زړ‎ې ډاټسنې، تورې قمچینې او د ښار کوڅې وي، ښځو پسې به گرځي تر څو له کورہ د بھرراوتلو په ویاړ‎ یې په قمچینو ونازوي.

خو؛ دا تصور الوتکې ته په راختلو ھغه مھال ټکنی شي چې ھلته په میلمه پالونکیو کې ښځې و ویني.

او بیا ھمدا ټکنی تصور د کابل ھوایي ډگر ته پر رسیدو ھله پر قوي شک بدل شي چې د ھوایي میدان په پرسونل کې ښځینه کار کوونکيو ویني.

او چې کله بیا سړ‎ی بھر د کابل ښار مصروفو کوڅو او له شورہ ډکو بازارونو ته ووځي او ھلته ښځې د ورځنیو اړ‎تیاو پر را نیولو بوختې وگوري، نو یې ھماغه ټکنی تصور او شک پر داسې یو محکم یقین بدل شي چې د غرب پوچ تبلیغات ورته یواځې د ذھنونو د تیر ایستلویوہ گمراہ کونکې لوبه ښکارہ شي!

په ھر حال، ھوایي ډگر ته پر را رسیدو، د خپل میلمه پال دوست ښاغلي حدید الله ذاکري چې د ااا د سیاسي معینیت د سیاسي امورو د انسجام ریس دی او د ااا د سیاسي معینیت د تشریفاتو مدیر ښاغلي قاری  شیر آغا له تود ھرکلي سرہ مخ شو.

یوہ خبرہ چې باید و یې لیکم، ھغه د ھوایي ډگر د کثیفو او خرابو تشنابونو په اړ‎ہ دہ. دلته ھر راتلونکی د خپل بکس د اخیستلو لپارہ دھوایي ډگر په ھال کې انتظار کوي.

تشنابونه ھم د ھمدې ھال په یو گوټ کې دي. زہ د اودس تازہ کولو لپارہ ھلته ورغلم خو ځینې تشنابونه خراب، په نورو کې اوبه ډند او د بد رفت مردار بوی خو لا پر د پاسه وو!!

دا تشنابونه که کوم بل ځای وو، ښایي څه مې پرې نه و لیکلي، خو د کابل د ھوایي ډگر معیار باید له نورو ځایونو سرہ توپیر ولري. بله دا چې که موږ‎ ھر راتلونکي مسافر ھیوادوال او بھرني ته د کابل لومړ‎ی تصویر ھمدا تشنابونه ورکړ‎و نو په لوی لاس مو ور ته د خپلې پلازمینې منفي تصویر په ذھن کې کینولی وي!

له متقي صاحب سرہ په لیدنه کې چې تفصیل به یې وروسته راشي،  غالبا د ھوایي ډگر ریس ھم حضور درلود. زړ‎ہ مې وو ورو په غوږ‎ کې ورته د مسلم شریف ھغه مبارک حدیث ووایم چې وایي: الطھور شطر الإیمان، خو فرصت برابر نه شو!

موږ‎ له ھغه ځایه د کابل کانټننټل ھوټل ته راوستل شو. یوہ شیبه د ھوټل په استقبالیه کې کیناستو. استاد ستړ‎ی خو خوښ بریښید. ھمدلته یې لاسونه پورته کړ‎ل، د الله شکر یې و ایست چې د پردو له تسلط څخه آزاد او له اشغال څخه پاک ھیواد یې را پر نصیب کړ‎.

بیا مو د سھار چای وڅکلې او د یو څه ارام په منظور خپلو کوټو ته ولاړ‎و.

د بھرنیو چارو له وزیر ښاغلي امیر خان متقي سرہ لیدنه….

دا لړ‎ۍ ادامه لري

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.