ط.البانو په کندهار ولایت کې پټې غونډې روانې کړې دي

610

کندهار کې یوې سرچینې آر ټې اي ته ویلي، چې د ط.. البانو د سرپرستې کابینې یو‌شمېر غړي د ط.. البانو د مشر «هـ .ا » سره پر ځینو ملي او مهمو مسایلو د خبرو لپاره دغه ولایت ته ورغلي دي.

سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط آر ټې اي ته ویلي، له تېرو درېوو ورځو راهیسې د سرپرستې کابینې ۱۶ چارسمبالي وزیران دغه ولایت کې دي.

سرچینې زیاته کړې چې له تېرو درېوو ورځو راپدېخوا د ط.. البانو د مشر او د سرپرستې کابینې د ورغلیو چارسمبالو وزیرانو ترمنځ غونډې روانې دي.

په ورته مهال سرچینې که څه هم د یادې غونډې د اجندا په اړه څه ونه ویل، خو ویل کېږي چې دا غونډه د نجونو ښوونځیو د بېرته پرانېستلو، هېواد کې د امنیتي ګواښونو او د روان وضعیت ارزونې په موخه رابلل شوې ده.

له دې وړاندې هم د ط.. البانو سرپرستې کابینې دغه ولایت کې د « هـ .ا » په مشري ناستې کړي او پر ځینو ملي مسایلو یې خبرې هم کړې دي.

 تراوسه د کندهار محلي مسوولانو او د ط.. البانو ویندویانو په دغه ولایت کې د روانې غونډې په تړاو رسنیو ته څه نه دي ویلي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.