د میدان وردګ چارواکي وايي چې د دغه ولایت په چک ولسوالي کې د یوشمېر خلکو کورونو خپله اور اخیستی او سوځېدلي دي.
د میدان وردګ ولایت د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې رییس مولوي فیضالله جلالي سلاموطندار ته ویلي چې له تېرې شپې راهیسې د چک ولسوالي د عربانو درې په «کوډۍ» کلي کې یوشمېر کورونو اور اخیستی او سوځېدلي دي.
هغه وايي، سره له دې چې پر کورونو پیرې کوي، خو بیا هم په خپل سر اور اخلي او سوځي چې په وینا یې، تراوسه څلور کورونه سوځېدلي دي.
جلالي زیاتوي چې د سیمې خلکو د معلوماتو پر بنسټ، پیریان د خلکو کورونو ته اور اچوي او سوځوي یې. د نوموړي په وینا، موضوع یې د حکومت له مرکزي ادارې سره شریکه کړې او ډېر ژر به سیمې ته یو پلاوی هم ولېږي.
د میدان وردګ ولایت د چک ولسوالي اوسېدونکي هم دا پېښه تاییدوي او وايي چې دوی یې سخت وېرولي دي.
د یادونې ده چې تر دې مخکې په جوزجان او بدخشان کې د ګڼشمېر خلکو کورونه سوځېدلي وو. که څه هم تراوسه د یادو پېښو لاملونه نه دي په ډاګه شوي، خو د دغو ولایتونو چارواکو هاغه وخت سلاموطندار ته ویلي و چې دا کار پیریان کوي.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.