میدان‌وردګ کې د سېلابونو له امله د مړو شویو کسانو شمېر ۳۰ ته لوړ شوی

244

میدان‌وردګ  کې د سېلابونو له امله د قربانیانو شمېر ۳۰ کسانو ته او د ټپیانو شمېر ۱۵ کسانو ته لوړ شوی دی.

د میدان‌وردګ د طبیعي پېښو پر وړاندې مبارزې ریاست مسوولان وايي چې د روانې اوونۍ د یکشنبې پر شپه د راوتلو سېلابونو له امله د ښځو او ماشومانو په ګډون ۳۰ کسان مړه شوې دي

د یاد ولایت د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې رییس فیض‌الله جلالي سلام وطندار ته وویل چې تېره ورځ ناوخته ۸ جسدونه له سېلابونو راېستل شوي چې ورسره میدان‌وردګ کې د سېلابونو له امله د قربانیانو شمېر ۳۰ کسانو ته لوړ شوی دی.

نوموړي همدارنګه زیاته کړه چې د سېلابونو له امله ۱۵ کسان ټپيان شوي او شاوخوا ۴۰ کسان نور لادرکه شوي دي. د جلالي په وینا، د لومړنیو معلوماتو له مخې، ۲۰۰ د هستوګنې کورونه نړېدلي او زرګونه جریبه کرنیز فصلونه او ځمکې سېلابونو وړې دي.

بل‌خوا د میدان‌وردګ د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې  ریيس فیض‌الله جلالي وايي چې د سېلاب ځپلیو کورنیو ته د سرپناه لپاره یې په جلرېز کې د هستوګنې کمپ جوړ کړی چې سلګونه هغه کورنۍ به په‌کې ځای پرځای شي چې د سېلابونو له امله یې د هستوګنې کورونه نړېدلي دي.

نوموړي زیاته کړه چې په یاد کمپ کې به سېلاب ځپلیو کورنیو ته خوراکي او غیرې خوراکي توکي هم ووېشل شي.

د میدان‌وردګ والي بختیار معاذ هم وایي، هڅه کوي، څو د دغه ولایت په جلرېز، نرخ، چک، جغتو او سیداباد ولسوالیو کې د وروستیو سېلاب ځپلیو کورنیو سره بېړنۍ مرستې وکړي.

دا په داسې مهال دی چې پرون یکشنبه د زمري لومړۍ نېټه کابل کې د یوې خبري ناستې پر مهال پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت ویاند شفېع‌الله رحیمي وویل چې د تېرو درېوو شپو او ورځو پرمهال د هېواد بېلابېلو سیمو کې د سېلابونو له کبله لږ تر لږه ۳۱ کسان مړه شوي، ۷۴ ټپیان او ۴۱ نور لادرکه شوي دي.

نوموړي دې خبرې غونډه کې همدارنګه زیاته کړه چې د سېلابونو له امله ډېره مرګ‌ژوبله او مالي زیانونه د میدان‌وردګ اوسېدونکو ته اوښتي دي.

د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې وزارت د شمېرو له مخې، په تېرو څلورو میاشتو کې په طبیعي پېښو کې، ۲۱۴ کسان مړه شوي، ۳۲۰ ټپیان شوي، ۳۱۱۵ کورونه په بشپړ او نیمه‌بشپړ ډول ویجاړ شوي او شاوخوا ۳۸۰۰ څاروي له‌منځه تللي دي.

سلام وطندار

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.