چا ګټلې؟ غرب که شرق؟

عبیدالله سهاک

556
د ځمکې په دې کُره کې انسانان د تمدن له دوه سترو دورو سره مخ شوي، لومړۍ دوره له میلاد دمخه د یونان ښاري دولتونه او د فلاسفه وو فلسفي فکرونه و، تر میلادي سنې یې دوام وکړ او را وروسته په انسانانو کې یو ځل بیا د توحُش دورې رواجونه او ځانګړنې را پیدا شوې. عیسویت خرافاتي شو، ټولنه یې په طبقو او درجو سره ووېشله، څوک روحانیون شول، څوک پاپان او پادریان، عام ولس له علم او پوهې ګوښې ته وساتل شو، ټوله اروپا مذهبي افراطیت په سر واخیسته، له روم(ایټالیا) رانیولې تر لاتینې امریکا پورې خلک د کلیسیاوو په بند کې را ګیر شول، صلیب بې شمېره انسانان په دار وځړول، په عصري علومو مطلق بندیز ولږېد، یوازې مذهبيانو د عصري زده کړو حق درلود.
د تمدن دوهمه دوره په شرق او غرب کې توپیر کوي، شرقي نړۍ په اوومه میلادي پېړۍ کې له خرافاتو او بدیهیاتو سره مخه ښه وکړه، اسلام د مذهبي تمدن سبب وګرځېد، د غربي نړۍ په پرتله شرقي نړۍ ښه وضعیت درلود، علم او پوهې ته ارزښت ورکول کېده، عراق، فارس او نوره عربي نړۍ له پوهانو ډکه وه. مذهب هم ژوند و او هم آخرت، اسلام د هر مسلمان و، چا دا نه ویل، چې د ډاکټر یې په اسلام څه؟ د انجینر او نجار او تجار یې پرې څه؟
له شرقي نړۍ به د طبي، خوراکي او نورو صنعتي توکو کاروانونه اروپا ته روان و، مسلمانانو له خوښیو ډک ژوند درلود، په داسې حال کې، چې په غرب او اروپا کې پوهه او زده کړه کفر کڼل کېده.
د پنځلسمې میلادۍ پېړۍ په درشل کې حالاتو د غربي نړۍ په ګټه او د شرقي نړۍ په زیان پرېکړه وکړه، په اروپا کې د خرافاتي مذهبونو د غلامۍ ځنځیرونه یو په بل پسې پرې شول، خلکو د ارام ساه واخیسته، عصري علومو ته مخه شوه، په څو لنډو لسیزو کې قطب نما او د چاپ ماشین جوړ کړل شو، دې چارې ټول اروپایان په حرکت راوستل. اروپایانو د ځمکو او جزیرو په کشف پسې مټې را بډ وهلې، لوی لوی سفرونه تر سره شول، په ۱۴۹۲ ميلادي کال د امریکا لویه وچه کشف شوه.
اولسمه او اتلسمه پېړۍ کې د بخار ماشین اختراع او په ټوله اروپا کې یې صنعتي انقلاب ته دروازه پرانیسته، لاسي صنعت ماشیني صنعت ته ځای پرېښود، کلیوالي صنعت بیا په ښاري صنعت واوښت، لویې بېړۍ جوړې او په دې سره ځمکنۍ سوداګري په بحري سوداګرۍ بدله شوه.
۱۷۸۹ میلادي کال د فرانسویانو لپاره د ازادۍ کال و، جنسیتي تبعیض منع اعلان شو، زده کړې د هر فرانسوي(نر او ښځه) طبعي حق وګڼل شو. د فرانسویانو دغه جرئت او مېړانې ټولې نړۍ ته ټکان ورکړ، د (ازادي، ورورولي، برابري) شعارونه په ټوله اروپا او امریکا کې زمزمه شول. مستبېدو دولتونو و بایلله، نظامونو د ملتونو له منځه نشأط وکړ. ښارونه ودان شول، عرفي، کلیسایي او بدیهاتي قواعدو خپل ځای قوانینو ته پرېښود…
خو شرقي نړۍ وبایلله، سترې اسلامۍ امپراتورۍ را نسکورې شوې، مسلمانان د خپلو بېغوریو له امله سره وپاشل شول، په فکري لحاظ سره جلا شول، اسلامي مذهبونو یو د بل په مقابل کې سنګرونه ونیول، مسلمانان په ډلو او فرقو تقسیم شول، د دینی او دونیاوي علم تر منځ فاصلې ایجاد شوې، د مسلمانانو قلمروونه عملاً د اروپایي او امریکایي هېوادونو تر تسلط لاندې راغلل، ستر اسلامي هېوادونه سره تجزیه شول، بیا د هر هېواد تر منځ پولې او سرحدونه محکم کړل شول. نن به چې اروپایي جغرافیه پوهانو د نقشې په کوم ځای قلم راکش کړ؛ نو سبا به همغه ځای رسمي پوله وه، تقریباً د آسیا او افریقا د اکثریت اسلامي هېوادونو اوسنۍ پولې د اروپایانو نوښت او لاسته راوړنې دي، چې ښه بېلګه د افغانستان او پاکستان تر منځ ډیورنډ فرضي کرښه ده…
له اتلسمې میلادي پېړۍ را پدېخوا شرقي نړۍ عملاً د غربي نړۍ تر اغېزې لاندې ده، ډېری اسلامي هېوادونه د خپل افراطي مذهبي فکر قرباني ګرځېدلي، په دې هېوادونو کې ملتونه په طبقو او درجو وېشونکي دي، عیناً داسې لکه په منځنیو پېړیو کې چې اروپایي هېوادونه کلیسا او پاپانو چې وېشلي و. دلته چې کوم ډاکټر یا انجینر په دیني چارو کې خوله چوله کړي؛ نو وایي د ده یې په دین کې څه کار؟ همدغه ډول خبرې څو میاشتې مخکې د افغانستان د آمارت رئیس الوزرا هم وکړې!
موضوع نوره نه اوږده وو، که څوک یې غواړي او که یې نه غواړي، که یې څوک مني او که یې نه مني؛ خو حقیقت دا دی، چې موږ(مسلمانان) په هره برخه کې د غرب تر تسلط لاندې یو، او دغه برتري او تسلط د هغوي هڅو او کوښښونو نه؛ بلکې زموږ جهالت هغوی ته ورکړی.
 لا هم روان یو او خپل غیرتي دین مو د خرافاتو ژورې کندې ته راسره روان کړی، په موږ خو هسې هم دونیا تېره شوه او تېرېږي؛ خو حداقل باید راتلونکو نسلونو ته دغه دین په شرم او عار بدل نه شي.
عبیدالله سهاک
د پوهنتون استاد

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.