د سټرس علایم او د علایمو مخنیوی

زکریا رحیمي

134

سټرس مو ژوند کې فرصت او ننګونې اضافه کوي. سټرس او تشویش مو له دې خبروي چې تاسې باید ژوند کې یو څه کولو ته مخکې له مخکې چمتو واوسئ – له تشویش نه موخه د تشویش بې نظمي نه ده. د بېلګې په توګه سټرس او تشویش مو دې ته چمتو کوي چې د ازموینو لپاره درس ته مخه کړئ. خو که چېرې سټرس هره ورځ او زیات وي او دا چاره د اوږد مهال لپاره ادامه پیدا کړي فزیکي او زهني روغتیا ته مو زیان اړوي. که چېرې سټرس ډېر، اوږد مهاله او بیا تکرارېدونکی شي او اروایي بڼه ولري نو انسان کې ځانته احترام کموي، خپلمنځي او اکادمیک اغیزمنتوب کموي، انسان خپل ځان هر څه کې ګرم یا ملامت احساس کوي، انسان په خپل ځان او وړتیاو شک کوي. له همدې امله اړینه ده چې د سټرس د مدیریت لپاره اغیزمنې لارې چارې زده کړئ.

۱ – روغتیا ته زیان اړونکي سټرس سره د مقاومت لپاره په دې پوهېدل اړین دي چې کله مو د سټرس کچه لوړیږي. مونږ فکر کوو سټرس مو له بدن څخه یوې بهرنۍ پېښې رامنځته کړی په حقیقت کې پېښه د سټرس زېږونکې نه وي نو سټرس له کومه پیدا کیږي ؟ سټرس همدې پېښې ته د کس له غبرګون او زهن کې د پېښې له تعبیر سره تړاو لري. په یو کس کې ممکن همدې پېښې ته غبرګون او زهن کې د پېښې تعریف کم سټرس پیدا کړي مګر بل زیات سټرس کړي.

د سټرس سګنالونه په څلورو کټګوریو وېشل شوي :

– فکر (د پېژندنې یا درک بهیر)

– مزاج یا طبیعت (احساسات)

– چلند (عمل)

– فزیکي غبرګون (د بدن غبرګون)

۲ – د سټرس سرچینه مو ممکن له مثبتو پېښو سره تړاو ولري ممکن له منفي پېښو سره تړاو ولري لکه مین کېدل، لکه بهر د زدکړو لپاره تللو ته چمتوالی، لکه موټر اخیستل. دا اړینه ده چې تاسې خپل ژوند کې سټرېسور یا د سټرس لامل کېدونکی وپېژنی. سټرېسور یا د سټرس لامل ممکن چاپېریال وي لکه شور، ګڼه ګوڼه، ګډوډي او بې نظمي، د ژوند وضیعت ؛ اکادمیک لکه ضرب الاجل یا وروستۍ نېټه، ازموینې، کورنۍ دنده، پرېزنټېشن، سیالي، له استاد یا ټولګیوال سره د نظر مخالفت ؛ مسلکي لکه د ډېر کار فشار، له همکار سره د نظر مخالفت، تر اته ساعتو زیات کار کول ؛ مالي لکه بېلونه، پورونه، نا مناسب عاید، په مالي حالت کې بدلون ؛ ټولنیز لکه د اړیکو پرې کېدل، د خپل احساس نه بیانول، ستونزمنې اړیکې، خپلمنځي د نظر شخړې، د ټولنیز ملاتړ نشتوالی او یا هم لکه د سپورت نه کول، نا مناسب خواړه، په خوب کې نا ارامي، ناروغي ؛ بدلون لکه د یو څه د پای پیل، لکه کډوال کېدل، د دندې له لاسه ورکول، په نوې دنده ګمارل کېدنه، نا اشنا ځای ته تلل.

۳ – کله مو چې د سټرس سرچینه او لامل وپېژندل له همدې سرچینې مو د سټرس کچه مالومه کړه نو د سټرس کنټرول او مدیریت دوېم ګام دی. ځینې خلک د سټرس کمولو لپاره ناسالمه طریقې خپلوي، لکه بې وخته خوب، لکه غسه کول، لکه ډېر چای، کافي او سګرټ، لکه مخدره مواد یا الکول، لکه د خوب درمل کارول ؛ خو ځینې خلک یې د کمولو لپاره ګټورې او روغتیا ساتونکې طریقې کاروي لکه پېښو ته د غیرې ضروري غبرګون له ښودلو ډډه کول، سپورت، لکه له ټولنې سره اړیکې او نورو سره مرسته کول، لکه په وخت د شپې له اووه تر اته ساعته پورې خوب، سترګې پټول اوږد غزېدل او ډوبه ساه اخیستل.

د سټرس علایم :

۱ – فزیکي علایم :

– نا ارامه معده، معده کې درد

– په ګېډه کې د خوړو د تګ غږ، نس ناستی او یا قبضیت

– په اشتیا کې بدلون (بې کچې زیات خوراک او یا اشتیا بندېدل) په وزن کې بدلون (د وزن زیاتېدل او یا کمېدل)

– هایپو ګلای سېمیا یا په وینه کې د بورې کموالی

– د بندونو کلکوالی یا نښتل

– په عضلو کې نا ارامي او نښتل

– په څټ، ولیو، سینه یا ملا کې درد

– سر درد

– دوامداره تبه، تبې ته ورته احساس او زکام

– د وینې لوړ فشار

– حتا د ارام کولو پر وخت هم د زړه تېز ضربان

– لنډه ساه اخیستنه

– ناڅاپه نا ارامه خوځښتونه

– پوستکي کې روغتیایي حالتونه پیدا کېدل لکه بخار او داسې نور …

– ستړیا او د انرژي نشتوالی

– پښو او لاسونو کې سوړوالی

۲ – د سټرس اروايي او احساساتي علایم :

– ځان د مصروفیت او کارونو د بار لاندې احساس کول

– داسې احساس چې په خپل فکر او کړنو کنټړول نلري

– دوامداره اندېښنه

– تشویش

– داسې ویره لرل چې د تشرېح کېدو وړ نه وي

– بد خوبونه لیدل

– په ډېره اسانۍ غسه کېدل

– په مزاج او طبیعت کې بې وجې دوامداره بدلون

– هر څه کې، هر ځای کې، هر چا سره زړه تنګی احساس

– په داسې څه کې بې علاقې کېدل چې مخکې مو له کولو خوند اخیسته

– د یوازېتوب احساس

– ځان یو نا مناسب، بې وزله بېچاره کس احساس کول

۳ – د چلند علایم :

– بې کچې تلویزیون، ویډیوګیم، فیسبوک او یا بلې ټولنیزې رسنۍ کې بوختیا

– سګرټ، الکول او یا مخدره موادو ته مخه کول

– بې کچې زیات یا کم خوراک کول

– له ښونځي، پوهنتون او کار ته تللو ډډه کول

– زیات د هر څه کتل، ډېر پاکول، څو ځلې شمېرل، څو ځلې ترتیب او یا برعکس له دې چارو ډډه کول او هر څه ګډوډ پرېښودل

– نوکان چیچل، په ګوتو د وېښتو تاوول، لاسونه موښل

– بې کچې زیات فعالیت او داسې احساس لرل چې تاسې نشی ورور کېدلی

– جنسي ستونزې، ډېر سکس کول یا هم له سکس کولو ډډه کول
– په خوب کې ستونزې، ډېر ویده کېدل او یا ډېر کم وېده کېدل
– ځان له خلکو او ټولنې لرې کول
– بې پروا کېدل او بې ګټې بې منطقه خطر اخیستل

۴ – د پېژندنې یا درک په بهیر کې علایم :
– په پرېکړو کې ستونزه لرل، زړه نا زړه نا خبره او غیرې قاطع اوسېدل
– لوری ورکول
– په تمرکز کې ستونزه لرل
– لنډ تېر وخت کې تېرې شوې پېښې له یاده وتل، مالومات او تفصیل په یاد ساتلو کې ستونزه لرل
– تکراري فکرونه
– د نورو خبرو کې تکراري ناسم پوهاوی

د سټرس د مخنیوي لپاره مثبته ستراتیژي :
– داسې خواړه چې کافي ویټامینونه او منرالونه لري
– د بورې کم کارول
– له خوړو ډډه نه کول او یا بې کچې زیات خواړه نه خوړل
– نورمال مناسب وزن ساتل
– دوامداره سپورت لکه منډې وهل، په بایسکېل تګ، قدم وهل
– تیاره او ارام چاپېریال کې تر ۷ یا ۸ ساعتو پورې خوب
– د ستړیا او فشار له احساس سره اوږد څملاستل ډوبه ساه اخیستل، د بدن شخي وېستل
– د ورځې په اوږدو کې کوچنۍ وقفه کول
– له هغه کس سره چې تاسې مینه لری د خبرو لپاره وخت ورکړئ
– خپل ځان سره مینه لرل، خپل ځانته ته وخت ورکول
– تفریحي فعالیت
– د وخت مدیریت زده کول او پلي کول
– که چېرې ناروغ یې نو د لارو کوڅو په ډاکټر له درملنې او درملو نسخه کولو ډډه کول مناسب ډاکټر ته تلل
– له بې کچې کافین لکه چای او کافي یا ورته توکو ډډه کول
– په سالمه توګه د خپل ځان قدر داني کول
– له مناسبو کسانو سره د اړیکو جوړول په ځانګړې توګه له داسې خلکو ډډه کول چې د نورو په کار کې کار لري، خپلې ټولې کړنې یې د دې لپاره وي چې د نورو زهن کې ځان مناسب، ښه، ځواکمن یا غوره کس کړي
– د ورځې اوږدو کې د وخت یوه برخه د بې وزلو سره د مرستې لپاره، د ژو سره د مرستې، درملنې یا پاملرنې لپاره غوره کول
– د خبرو اترو وړتیا زده کول او کارول
– داسې فعالیت کې بوختیا چې د کولو لپاره یې روزنې ته اړتیا وي
– د باوروړ کس سره د خپل احساس بیان
– زهني یا فزیکي فشار د احساس پر وخت د ساه اخیستنې او عضلو کش کول
– د څو شیبو لپاره له شور او ګڼې ګوڼې لرې تګ او یوازېتوب اختیار کول
– کله هم چې زهن کې منفي فکر تولیدیږي خپل زهن ته په مثبتو خبرو ډاډ ورکول
– له منفي خبرونو او پېښو ځان لرې ساتل
– لمړیتوبونه او موخې ټاکل
– خپل مالي او بل هر ډول وضعیت منل یا قناعت پرې کول
– هغه څه هماغسې منل کوم چې ته نشې بدلولای
– خپل هغه عادتونه پېژندل او سمول چې زهني او فزیکي ارام ته مو نه پرېدي
– خپل ارزښتونه ټاکل
– له خدای سره داسې مینه لرل چې د مینې په نوم مو بل انسان، ژوي او بوټي ته زیان نه وي اړولی بلکې له خدای سره د مینې لرلو په نوم ښیګڼه مو ورسره کړې وي

د سټرس کمولو لپاره د ډوبې ساه اخیستنې طریقه
د ملا په تخته څملاستل، خپل بدن اوږد غزول، زهن داسې ارام ساتل لکه خوب ته چې ځان برابروې، خپلې عضلې مړاوې پرېښودل، یو لاس په سینه بل په ګېډه کېښودل او داسې ساه اخیستل چې سږي مو نا څاپه نه بلکې تر اووه ثانیو پورې په تدریجي توګه په بشپړ توګه وپړسول شي او همداسې په تدریجي توګه بېرته نفس پرېښودل. کله مو هم چې کافي نفس واخیسته له هغې وروسته د ټول بدن عضلې کش کول او د ټول بدن شخي وېستل

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.