اضافي وزن لرل اوس په نړۍ کې یوه عامه روغتیايي ستونزه ده. اضافي وزن انسان په ډیرو مهلکو ناروغیو اخته کوي.
انسان کولی شي خپل د ژوند په طریقه او خوړو کې ځینې بدلونونو راوستلو سره اضافي وزن له لاسه ورکړي او د زیات شمیر مهلکو ناروغیو لکه شکر، زړه، ځیګر او داسې نورو مخه ونیسي.
دلته مو له ځینو هغو لارو سره چې د اضافي وزن د کمیدو لامل ګرځي اشنا کوو:
۱- ځان د اوبو له کموالي څخه وژغورئ.
۲- هندواڼه وخورئ.
۳- لږ غوړ لروونکی شیدې وڅښئ.
۴- ویټامین ډي (Vitamin D) لروونکي خواړه خپل ورځنی خواړه کې اضافه کړئ.
۵- هغه خواړه چې زیاته اندازه اوسپنه (Iron) لري باید زیات وخوړل شي.
۶- د فایبر (Fiber) لروونکو خوړو په مرسته اضافي وزن په خلاف مبارزه وکړئ.
۷- کافي (Coffee) یا شین چای وڅښئ.
۸- د سهار چای هیڅکله مه هیروئ.
۹- خپلو خوړو کې مساله اضافه کړئ.
۱۰- یخې اوبه وڅښئ.
۱۱- ډیر مه کینئ او فعاله ژوند اختیار کړئ.
۱۲- په ورځنی ډول ځانګړې اندازه ورزش خپل عادت وګرځوئ.
۱۳- پروټین لروونکي خواړه زیات وخورئ.
۱۴- د شپې لخوا پر وخت ویده شئ.
۱۵- ځان له ډیرې سختې ولوږې څخه لرې وساتئ
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.