د دوحې تړون عملي کول له ناورين څخه د وتلو يوازنى لاره

ليکنه؛ عبدالوحيد وحيد 

777
په لاندې ليکنه کې  د اسلامي امارت مشرتابه ته د هغوى د ځينو بې ارزښته مټکورو کړنو، په کور د ننه او بهر د ځينو ډېرو مهمو ژمنو ماتولو له امله زموږ هېواد او ولس ته را پېښو  خطرناکو ننګونو باندي راڅرخيږم. باید ووایم چې موخه مې مخالفت د مخالفت له امله نه ده، بلکې په خپله خاوره کې د خپل حق او له خپل ولس سره د مينې له امله ده.
نه غواړم دغه نظام هم د پخواني حکومت په څېر د خپلو ناوړه کړنو له امله نسکور ووينم او موږ بيا د يوه بل حکومت د نسکوريدو له امله په يوه تازه ناورين کې ونښلو. فضا مو اوس هم د امریکا او نورو په واک کې ده او موږ يې په وړاندي مطلقاً بېوسه يو. دغه نيمګړتيا ته په کتو  د تير نظام په پرتله د اوسني حکومت نسکورېدل يقيناً په مراتبو اسانه دي. بله دا چې اوسني ګواښونه تر پخوا جدي، پيچلي خطرناک او بوږنوونکي ښکاري.
په سيمه او ګاونډ کې په جيوپوليتيک او جيو ستراتيژيک برخو کې رامنځته شوي ستر بدلونونه، دَ اړيکو رغولو تازه بهير، په سيمه ييزه کچه د نويو ايتلافونو رامنځته کيدل، د افغانستان اوسنى خورا ترينګلى او پيچلى اقتصادي وضعیت، د سياسي انزوا د کچې لوړيدل، د بيکاري اوسنى توپان، د کادرونو تېښته، د ولس او حکومت ترمنځ ورځ تر بلې زياتېدونکي واټن او تر ټولو مهم د امارتي چارواکو په تګلارو، کړنو، چلن او ذهنيت کې د اعتدال، نرمښت او له نړۍ سره د مشترکاتو د لټون د هڅو څرک نه ليدل دا ثابتوي چې موږ د يوه بل خطرناک او ځپونکي ناورين سره د مخامخ کيدو په درشل کې يو.
حکومتي مشران پوهيږي او که د فيل په غوږ کې ويده دي چې د تير يو کال راپدېخوا شاوخوا يو مليارد دالر له کوم حساب څخه د چا لخوا او د کومو موخو لپاره افغانستان ته په منظم ډول را استول کېږي؟ ځواب يقيناً دادى چې نړۍ دغه نغده مرسته له چارواکو سره د دوستانو اړيکو درلودلو او د ښه کاري تفاهم له امله نه را استوي، بلکې د افغانستان د اقتصادي چوکاټ د بشپړ نسکوريدو څخه د مخنیوي او د احتمالي بدلون په پايله کې د رامنځته کيدونکې سناريو د مديريت لپاره دغه مرستو ته دوام ورکوي
بله دا چې د امریکا لخوا په مسلسل ډول د افغانستان د فضائي حريم  کارول د يوه آزاد او خپلواک  هيواد په حريم باندي تيرى ګڼل کېږي. اوس پوښتنه دا ده چې امریکا د B52 الوتکو ګرزيدل او او ډرون  دَ څار ګزمې دَ څه لپاره دي؟ دغه کار به تر کومه وخته دوام لري او اوس ولې دغه کار ته د تيري کولو کومه اصطلاح وکارول شي؟ که پرون مو په جغرافيه باندې تېرى شوى وه، نو نن مو هيواد خوندي  دى؟ ايا زموږ فضا زموږ د حاکمیت برخه نه ده؟
شک نشته چې انجونو په مخ د ښونځيو د دروازو تړلو تر شا ديني، کلتوري، د زيربنا د کمښت تدريسي نصاب ستونځه او همدغه راز نورې پلمې او بانې هسې دَ شګو دېوالونه ثابت شو او په دغو مواردو کې اوس هيڅ ډول ستونځه شتون نه لري.  دغه ناوړه کړنې د ښارونو او لرې پرتو کليو ترمنځ موجود هغه پنځوس کاله پخوانى کلتوري توپير ګڼلاى شو چې د کابل او کليوالي چاپيريال ترمنځ له کلتوري توپیرونو څخه سرچینه اخلي، خو له نيکه مرغه اوس په ټولنه کې د زده کړو د کچې د لوړتیا په برکت هغه پخواني کلتوري واټنونه راکم شوي دي.
موږ ولسونه هم باید دومره پړه ومنو چې د روانو ناخوالو په ځانګړي ډول د خپلو بچيانو په وړاندې مو له يوه کال څخه د زيات وخت لپاره د ښونځيو د تړلو دروازو په تړاو دومره غبرګون نه دى ښودلى څومره چې اړتیا وه. د افسوس خبره ده چې په يويشتمه پيړئ کې د انجونو په زده کړو بنديز لګول کېږي او ټولنه ټکان نه خوري. موږ مجبور يو چې  په خپل چلن او رويو کې بدلون راوړو. د مخونو پرځاى به موخو ته ګورو او بيا قضاوت کوو د وعدو  پرځاى به د حاکم کړنو ته ګورو بيا به يې د حمایت او يا مخالفت پريکړه کوو. د سياست د مجنونانو له خبرو به زيات د هغوى د ماضي کړنې ارزوو.
څومره چې ماته ياديږي دغه ارګ چې نن طالبان پکې ناست دي او حکومت کوي يولس نورې ډلې هم په ډير زور او شور دلته راغلل حکومت يې وکړ. ځينو ګوزاره کوله او ځينو فرمانونه يې صادرول او حکمراني يې کوله. اوس په ارګ کې د هغوى د نخرو څرک نه لګيږي. هغوى نشته خو د کړنو، چلن، فساد، غصب او ظلمونو کيسې يې اوس هم ژوندۍ پاتې دي. يوازې د الله حکومت دائم قائم او تلپاتې دى. اوسنى حکومت به هم يووخت پاى ته رسيږي خو کيسې به يې تاريخ په خپله سينه کې ثبتوي او ولسونه به يې په هکله قضاوت کوي.
د تأسف ځاى يې دادى چې کيداى شي راتلونکي نسلونه د تاريخ پاڼو ته په کتو دين له سياست څخه جدا وګڼي. د ديني عالمانو او روحانيت راتلونکي حيثيت او درنښت به د نننيو حاکمانو د کړنو په تله کې ايښودل شوى وي.  د ديني ډلو لخوا د دين له ادرس څخه د ابزاري ګټې اخیستنې شاليد ته په کتو به قانوناً په سياست کې د مخالف اړخ په خلاف د دين کارت کارول بند شي او استناد به د ديني حلقاتو په ناوړه سياسي شاليد باندي کيږي.
په اوسني حکومتي تشکيلاتو کې د نااهلو اشخاصو دَ شتون، کورنیو او بهرنیو ناوړه تګلارو کې د شته نيمګړتياو له امله په ټپه ولاړ حالت  افغان ولس تر ستوني پورې رسولى دى. داسې ښکاري چې نړيوال هم له اوسني وضعیت څخه تنګ راغلي دي. حالاتو ته په کتو باید ووایم چې که موږ په خپله د بدلون نوښتګر نه شو نو وخت او شرایط مو بدلون ته مجبوروي.
چارواکو ته مشوره داده چې داده چې د بدلون په تړاو د اړونده برخو له ماهرينو څخه د سلا او مشورو ترلاسه کولو پروسه پيل کړي. د خپلو پاليسيو په تړاو  دې دقيقې  ارزونې ترسره کړي. مخکې له هغو چې د بدلون ابتکار د بل چا په واک کې ولويږي او موږ يوازې ننداره کوو، باید اوسني حاکمان په خپله داسې بدلونونو ته غاړه کېږدي چې په عيني واقعيتونو باندي ولاړ وي، هيواد ولس او هغوى ته  زيانونه پکې د امکان تر پولې کم وي.
له دې سره سره چې د دوحې تړون سترې قانوني او سياسي نيمګړتياوې درلودې، خو اوس دغه تړون د نړيوالې ټولنې او د افغانستان د اوسني حکومت ترمنځ د اشتراک نکته جوړوي. دواړه اړخونه حتى ګاونډيان او د سيمې هېوادونه ددغه تړون د عملي کولو غوښتنه کوي. ښکاره خبره ده چې په دغه مورد کې نسبي اجماع شتون لري. امريکا او اسلامي امارت هم په يو او بل باندې د تړون د ماتولو تورونه لګوي. په معاهدو او ژمنو باندي عمل کول نه يوازې قانوني حقوقي او اخلاقي مسئوليت دى بلکې په اسلام کې هم په ژمنو باندي عمل کول الزامي اړخ لري. پورتنيو ننګونو ته په پام داسې ښکاري چې د دوحې په تړون باندي عمل کول له اوسني ناورين څخه د وتلو يوازنى لاره ده.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.