د ويښتانو د وتلو علتونه

1,517

دا چې ويښتان د انسان په ښکلا کې مهمه ونډه لري، نو ځکه خو د ويښتاتو وتل یوه ځورونکې او جدي ستونزه ده. موږ هڅه کړې، چې په دې لیکنه کې تاسو ته د ويښتانو د وتلو علتونه وښيو.

د ويښتانو د وتلو علتونه
د ويښتانو وتل د ژوند په بېلابېلو پړاونو کې لیدل کېږي. د ژوند په وروستيو کلونو کې د ويښتانو وتل او کمېدل ممکن ډېره د اندېښنې وړ نه وي؛ مګر په کم عمر کې د ويښتانو وتل لویه ستونزه ده. ددې ستونزې ګڼ لاملونه موجود دي، چې عمدع یې عبارت دي له:
۱. د تیروئید ستونزې
که په ستوني کې د تېروئيد غده د هورمونونو توليد ډېر کړي نو امکان لري، چې د ويښتانو په وده کې ستونزې رامنځته شي.
۲. امیندواري
حامله کېدل د جسمی فشار یو ډول دی، چې په ښځو کې د ويښتانو د وتلو یو ستر علت بلل کېږي. اکثرا د ماشوم له زېږېدو وروسته دا حالت رامنځته کېږي خو ښه خبره دا ده، چې له دې امله د ويښتانو وتل موقتي وي او بېرته عادي حالت ته ګرځي.
Telogen effluvium .۳
د سر د پوټکي یو ډول ناروغي ده. چې خطرناکو جراحي عملیاتو، ماشوم زېږولو، وزن کمېدنې او فشار له امله پيدا کېږي. ددې ناروغۍ له کبله د سر ويښتان ډېر زیان ويني. په ځانګړې توګه کله چې تاسو خپل ويښتان وينځئ نو موټي موټي ويښته به مو لاسونو ته راځي.
۴. د اوسپنې کمښت
په بدن کې د اوسينې کمښت ددې سبب کېږي، چې ويښتان مو ورژوي. نو باید پخپل سر له هغو ګولیو ګټه وا نخلئ چې اوسپنه لري. کوښښ وکړئ له داکتر سره تر مشورې وروسته دغه کار وکړئ. ځکه چې له اندازې ډېره اوسپنه هم بدن ته زیان رسوي.
۵. د هورموني تعادل نشتون
ښځې له ۳۰ کلنۍ وروسته د هورموني ګډوډۍ تجربه کوي. نو ډېر امکان شته، چې په دې عمر کې د ښځو ويښتان ووځي.
۶. استټرس (فشار)
له حده ډېر سټرس (فشار) هم ددې سبب کېدای شي، چې په ناڅاپي توګه مو د ویښتانو وتل پيل شي. که تاسو هم له ورته حالت سره مخ یئ، کولای شئ د ورزش، یوګا او مساژ له لارې خپل فشار کم کړئ.
له دې ټولو عواملو ور هاخوا ځينې نور عوامل هم ستاسو د ويښتانو د تويېدو (وتلو) سبب کېدای شي.

د ډېرو دواګانو خوړل

د ويټامين آ ډېر کارول

جینيټيکي عوامل

د پروتين کمښت

سخت غذايي رژيم

د ويني کمښت

د عمر زیاتوالی

د ويښتانو اوتو کول

سګرټ څکول

مه هېروئ!
د ويښتانو وتلو ته دومره تشویش هم مه کوئ، چې دا چاره لا ګړندۍ کړي. ځکه چې تشویش پخپله هم د ويښتانو د وتلو لامل ګرځي. هڅه وکړئ، د همدې برخې له متخصص سره مشوره وکړئ. روغتياپال به ستاسو د ستونزې علت ته په کتو درمل او سپارښتنې توصيه کړي. په دې توګه مو ستونزه د حل کېدو وړ ده.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.