بام ښار، ايران

صفیه حلیم

384

په ۲۶ دسمبر ۲۰۰۳م یوه معمولي زلزله کی د ایران یو لرغونی تاریخي ښار “بام” زیانمن شو.

د نړۍ په نورو ځایونو کی هم سختې زلزلې کېږي او د ځانی او مالي تاوان يې ډېر وي. خو د بام ځانګړتیا دا ده چې په نرۍ کې د کچه یا خامو پخسه خښتو جوړ تر ټولو لوی ښار دی. پخسه هغه خټه ده چې پکې شګه، بوس یا پروړ يې ګډ کړی وي. ان تر ۲۰ پېړۍ هم د افغانستان په کلیو کی خلکو د کورونو جوړولو لپاره خامې خښتې کارولې. دغسې خښتې لوی او څلور ګوټیزه وي چې په لمر کی يې وچولو وروسته دېوالونه ترې جوړیدل. د ایران په جنوب ختیځ کې په دشته کی اباد بام کې شا و خوا ۴۰۰۰ کاله پخوا انسانانو ژوند پېل کړو. د کرمان هوا خشکه او باران پکې لږ وي نو د کچه خښتو جوړښت تر مودو پاتې وي.

ښایی د بام ارګ (کلا) بنسټ یو پوځ یا جنګي ډلې د دې تر ټولو لوړې غونډۍ کیښوده. دلته د ۹ دورو پخواني اثار موندل شوي دی چې شروع يې په ۶۰۰ ق م کې د هخامیني دورې نه کېږي. د یوې کلا تر څنګ بله هم جوړه شوه چې د یوې تنګې کوڅې په لار یو بل سره نښتي دي. له بره که څوک دا جوړښت وګوري نو ورته اندازه کیدایشي چې پخواني ښارونه به څنګه د کلاګانو چاپېره ابادیدل.

د بام ارګ په یو لک ۸۰ زره مربع میټړ کې جوړ او د دې دېوالونه ۶-۷ میټر لوړ او ۱۸۱۵ میټړ اوږده دی. په ۵۰۰ ق م کی دا کلا د پارس د ځایی جوړښت یوه ښکلی بیلګه وه. له نزدې د غر له څوکې ورته د ” قنات” په سیسټم په کاریزونو کې اوبه وړل شوي وو. په دې سیسټم کې د زمکې لاندې یو سرنګ( ټونل) مخ په ښکته جوړیدو. په ژوره کې بیا له دغو اوبو واړه کنالونه چاپېره ودانیو ته وتل.

د پارتي سلطنت دوره تر ۲۲۴ م غځیدلی وه چې هغه وخت بام د وریښمو په لار یو لوی تجارتي مرکز او د قافلو د دمې ځای و. هغه وخت د بام ارګ د خټو د جوړښت یوه عالیشان بیلګه وه. د ایران د جنوب په ” دشت لوط” کې د خټو کورونه په سخت اوړي کې یخ او د اوبو له قناتونو د خلکو ژوند آرامه و. په ۱۰ پېړۍ کی په عرب ادبیاتو کی د بام د بازارونو ذکر کېږی چی پکې د لاس جوړ شیان خرڅیدل. په بام کي د وریښمو او د کتان ( کاټن) صنعت د زرګونو کالو په موده کې پرمختګ وکړو. له دغه ځایه تجارانو به قیمتي ټوکر د پټکو د خلیج فارس او مصر په لار نورو ملکونو ته وړل.

په ۱۱م پېړۍ کې د فردوسي په شاهنامه کی هم د بام د یو ځای کجاران ذکر شته چې هفتواد نومی کس په یوې لوړې غونډۍ تر ټولو لوړې تیږې د یو مېږي لپاره کور جوړوي.

د بام ارګ لوی دېوالونه ځای ځای د څار برجونه او دننه دوه برخي لري چې یوه د استوګن لپاره او بله د پوځي افسرانو او عسکرو میشتځای و چې یوبل مظبوط دېوال ترې تاو دی. د دغه برخې او د کلا په منځ کی یوه بله لوړه کلا د حاکم لپاره وه. د پارتي سلطنت نه وروسته دا کلا د ساسانی او صفوي حکومت په لاس کی وه. یو وخت پکې ۱۳ زره خلک اوسیدل او په ټولو کورونو کی کوهیان موجود وو چې د محاصرې په وخت هم خلکو خپل ضروریات پوره کولی شول. د ذردشتي اورتون نه علاوه په اسلامی دوره کی یو جامع جومات هم پکې جور شو.

په ۱۶ پېړۍ کې د صفویانو په دوره کې د بام له ارګ څخه بهر کورونه جوړیدل. په قاجار دوره کی خلکو له کلا څخه کډه شروع کړه او تر ۱۹۳۰م په ارګ کې څوک نه اوسیدل. وروسته دا د ایران حکومت یو تاریخي ځای په توګه وساتلو چې ۶۷ د څار منارې لري. د خپل پخواني جوړښت له کبله یونیسکو د ژغورلې سیمه اعلان کړه. د ۲۰۰۳م په زلزله کی د بام ۷۰ فی صده ودانۍ رنګې شوې چې زیات يې په غونډۍ جوړې وې. د حاکم لوړه کلا هم ړنګه شوه او دا تاریخي ښار په کنډوالو واوختو. د ایران حکومت بام د بیا جوړولو لپاره ښه لګښت ورکړو او د دوی د هنرمندانو په زیار د دې ۹۰ فی صد ودانۍ بیا جوړې شوي دي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.