د ويښتانو د پالنې لپاره مهمې سپارښتنې

1,039

ويښتان د وجود د بل هر غړي په څېر خوړو ته اړتیا لري. نو تاسو په متوازن، صحي او پر وخت خوړو تمرکز وکړئ. ډاډمنه کړئ چې په ورځنیو خوړو کې مو کلسیم، اوسپنه، او پروتین شامل دي. وربشې لرونکي او جوار لرونکي خواړه د ویښتو له ښې ودې سره مرسته کوي. همدارنګه ترکارۍ او وچې او تازه میوې هم د ويښتو لپار ښه خواړه دي. هڅه وکړئ چې خواړه مو د سي او بي ویټامینونه ولري. ځکه دا دواړه ویټامینونه د ويښتو سلامتۍ ته مهم دي.

په منظمه توګه د ويښتو پاکول مهم دي، په ځانګړې توګه که تاسو په توده او مرطوبه هوا کې اوسئ. د سر پر کوپړۍ د ډیر وخت لپاره د خولو پاتې کیدل د ويښتو بیخونو کې فنګسونه پیدا کوي چې د ويښتو د توییدو او د پوستکي د نورو ناروغیو سبب کیږي. په ډیرو ګرمو اوبو ويښته مه وینځئ. د ويښتانو د وینځلو پر مهال او پر ويښتو د شامپو، تیلو او کریمو د مښلو پر مهال هڅه وکړئ چې پر خپلو ويښتو ډیر فشار رانه وړئ، نوکان مو مه کاروئ بلکې د ګوتو په پستو برخو خپل ويښته ومښئ.

3- د ويښتو د ږمنځولو تکتیک د ويښتو د سلامتۍ لپاره حیاتي دی. لامده ويښته مه ږمنځوئ. مخکې له دې چې خپل ويښته ږمنځ یا بورس کړۍ ښه دا ده چې جړ شوي ويښته په ګوتو یا یو داسې ږمنځې چې غاښونه یې پراخ وي خلاص کړئ. وروسته یې له پورته خوا نه ښکته په ورو ږمنځ کړئ. مخ پورته د ويښتو ږمنځول د ويښتو د ماتیدو او په اوږدمهاله توګه د کمزوري کیدو خطر زیاتوي.

لامده ویښته تر ټولو نازک وي او د ماتیدو او توییدو خطر یې زیات وي. نو په ځان وچي( جان پاک) یې ډیر کلک، کلک مه مښئ . همدارنګه د ویښتو برقي وچوونکی( هیر ډرایر) د ويښتو طبیعي رطوبت له منځه وړي. نو د ويښتو د برقي وچوونکي پر ځای همداسې په ازاده هوا ويښته وچ کړئ.

د ويښتو ښه او باکیفیته کنډیشنرونه یا مرطوبونکي څومره چې ممکنه وي وکاروئ. په ځانګړې توګه که داسې ښارونو کې اوسیږئ چې دوړې او ګردونه په کې زیات وي یا یې هوا خرابه وي، یایې لمر او اوبه تیزې وي. د ويښتو مرطوب ساتل د تیز لمر او چاپیریالي اغیزو په وړاندې ستاسو د ويښتو ساتنه کوي.

په منظمه توګه خپل ويښته اصلاح او کم کړئ. هغه ويښته چې څوکې یې سره جلا شوې وې ښه وده نه کوي او بالاخره یې بیخونه هم صدمه ویني نو ښه ده چې کم یې کړئ. دا د ويښتو د سلامتۍ لپاره مهمه ده.

که ممکنه وي هڅه وکړئ چې طبیعي او ارګانیکې شامپوګانېوکاروئ.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.