نظم

صدیقه احساس

905

صبر وکه ډیر تغیر به راکې راشي
زه به داسې،وچې شونډې پاتې نه شم
زه به داسې ، روسته نه یمه له چانه
څوک به ځان له مانه ښه، ګڼلی نه شي
مابه، نه لرې کوی شي ستاله خوانه
ډېرې، ډېرې سختې ورځې مې لېدلي
خدای به راکړي، اساني هم په اسانه
مازیګر به کړم رنګین، رنګین دکلي
په هواکې به ، ګرزېږم لکه زاڼه
خوشحالي به مې چاپیره، له ژوندون وي
زه به لاس کړمه، چاپېره له جانانه

صبر وکه. لاخو ډییییر عمرباقي دی
وخت به راشي پاچاهي به چلومه
په دادومره، بې امکانه زندګي کې
ته به ګورې، زندګي به چلومه
هیڅ اثر به د ښکلا په ماکې نه وي
لابه ښکلې يم، ځواني به چلومه

صبر وکه، شته دي ډير څه چې بدل شي
ماته زده دي لا، خبرې چې غزل شي
داسې نه ده چې بيخي مې څوک نه غواړي
شته چې لاس مې نیسي، مل مې د مزل شي
دا بې کیفه بې مزې الفاض به ګورې
د کتاب په پاڼه، پاڼه لکه ګل شي
د کتاب په پاڼه، پاڼه لکه ګل شي

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.