د انارو ګټې

1,701

انار هم له هغو پاکو میوو څخه یوه میوه ده، چې په قرآن عظیم الشان کې یې دنامه د یادیدلو شرف حاصل کړی دی.
او همداراز درسالت خاتم صلی الله علیه وسلم یې صفت فرمایلی دی ! لوی رب جل جلاله په خپل کتاب قرآن عظیم الشان کي درې ځایه د انار ذکر فرمایلی دی .دالانعام دسورت په دووآیاتونو کي یې ذکرراغلی دی آیت ۹۹ او آيت ۱۴۱ اودریم ځای دالرحمن سورت په آیت ۶۸ کي ذکرشوی دی .
بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ فِيهِمَا فَاكِهَةٌ وَنَخْلٌ وَرُمَّانٌ (٦٨)
ترجمه :وي به په دغوجنتونوکي هرراز میوې اوخرما اوانار.

دانارو طبي ګټې

۱- دسینې سرطان ضد .
څیړنې ښیې چې دسینی سرطان حجرې له منځه وړي په داسې حال کښې چې روغې حجرې ساتي.
۲- د سږې دسرطان ضد.
۳- د پروستات دسرطان ضد.
۴- د وینې شریان پاک ساتل : څیړنې ښیي چې دوینې شریان کښې هغه سریښناکه ماده چې دوینې د شریان په دیوالونو پورې مښلی له منځه وړي په همدی ډول یې صفا کوي.
۵- پریشاني کموي.
۶- دکولیسترول کښته کول!
۷- دوینې فشار کښته کول!
۸- دغاښــونو پوټکی ساتل!

نه یوازې دا چې د آنارو میوی ډیره  ښکلې اوخوندورې دي ، بلکی ډیر لوړ خواړه ییز ارزښت هم لري . د آنار و په میوو کې په لوړه کچه ویټامین سی ، پوتاشیم او فایبر ونه ( تاری مواد ) شته او د ډیری انرژۍ او غښتلیتوب ځانګړ تیاوې لري . د آنارو په شربت كي ډیر زیات د زهرو خنثی کوونکی مواد شته. که د آنارو شربت وکارول شي ، په څرګند ډول په وجود کې د ویټامینونو او کانې موادو زیرمې لوړوي . د آنارو په میوه کې یو شمیر داسې ویټامینونه لکه (B1)، (B2)، (B3)، (B5)، (B9اوویټامین (C) شته. برسيره پر ويټامينونو یو شمیر نور ضروری عناصر لکه کلسیم ، اوسپنه ، مګنیزیم ، فاسفورس، پوتاشیم او جست هم شتون لری. دا ټول پورته یاد شوی عناصر د انسان د وجود له پاره ډیر ضروري دي؛ خو اوسپنه تر ټولو ډیره ضروري ده ، ځکه چې وینې په جوړولو کی ډیر زیات رول لري . د یادونې وړ ده چې د آنارو د خوږو بی په پرتله د هغو د دانو خوړل ډیر ګټور دي. ځکه چې د دانو په خوړلو سره یې په کې ټول خواړه ییز مواد پرته د ضایع کیدو پرځای پا ته کیږی، خو خوړل یی سهار وختی په نهاره ډیر ګټور تمامیږي. کله چې یو بلوغ ته رسیدلی انسان هره ورځ د آنارو ۱۰۰ ګرامه ۱۶ فیصده استعمال کړي د وجود د ويټامین سی کچه یې پوره کیږي.
د یا دونې وړ ده چې آنار سر بیره پردې چې خواړه ییز لوړ ارزښت لري ، درملی ارزښت یی هم په زړه پورې دی . د پخوانی طب له نظره د انارو یې یوه قبضیت را منځته کوي. له دې آمله د اسهال د درملنې له پاره په کار وړل کیږي. د تازه آنارو خوږوې اوبه او وچ پوستکی هم قبضیت را مينځته کوي او همدا راز د نیلو پوستکی یې هم قبضیت را منځته کوي. د آنارو په ټولو برخو کی تنین کوم چې د قبضیت سبب کیږیي، شته . آنار وینه تصفیه کوي او د د رملی موادو په توګه یې د ګلانو ، پاڼو، پوستکی او دانو څخه کار اخستل کیږي. د بيلګي په توګه د آنارو ګټې او زيانونه په لاندي توګه تاسو ته وړاندي كيږي.

د انارو د خوړلو ګټي-

۱- آنار اشتها زیاتوي خو د خوړو څخه دې ترمخه وکارول شي.
۲ – آنار د لمر وهلو ناروغی ګوښه کولای شي د وینې د کوولسترولو کچه را ټیټوي ، زهر ګوښه کوي او د بدن د اوبلنو موادو تعادل ، په تیره بیا د وینې په هکله غوره رول لوبوي .
۳- د خوږو آنارو خوږې اوبه سړی خوشحاله کوي او د مخ رنګ یې تازه کوی. .
۴ – د آنارو شربت که خواږه وي او که تروه وي، د وینې فشار را ټیټوي. .
۵ – خواږه آنار وینه غښتلې کوي او د زیړی ناروغۍ در ملنه کوي .
۶- د آنار و په خوړلو سره یو شمیر داسې ناروغۍ لکه د نارینه او ښځینه ځانګړتیاوو کرغیړن والی ( د ږیری را څرګندیدل) ، کم خوني ، د اعصابو کمزورتیا او داسې نورو سره مرسته کوي.
۷ – د آنارو د ګل جوشانده د خولی د ټپونو درملنه کوي. اسهال له منځه وړي او که د کنجدو سره یو ځای شي، نو د اور د سوی درملنه هم کوي.
۸- کله چې د آنارو نیلی و جوشول شي، لاسته راغلی مواد یې د غاښ د درد په درملنه او د ښځو د میاشتنی عادت په تنظیمولو کې مرسته کوي. .
۹ – د آنارو د ونې د پوستکی جوشانده د ګیډی د چینجیانو لکه اسکاریس په له منځه وړلو کې مرسته کوي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.