یا د غوږ خیره Wax

محمد رفیق جلال

1,233

آیا تر اوسه مو د Ear wax په اړه څه اوریدلی دی ؟

تعریف: هغه ماده کوم چي د غوږ د پوستکي پواسطه سره جوړیږي او افرازیږي.
رنګ یې ژیړ یا هم کله چی وچ سي نصواري رنګ ورکوي، دغوږ د خیرو جوړیدل یوه نورماله پروسه ده او د تل په څیر زامي د ښورولو په وخت کي (د خوراک او خبرو په وخت کي) په نورمال ډول د زامي د حرکت له کبله د باندي راوځي.
وظیفه یې:
۱- د بکتریا ضد خاصیت لري نو ځکه تریخ خوند هم لري.
۲- دوړي، خاوري او اجنبي اجسام نه پریږدي چی مخ ته ولاړسي او د غوږ پرده متضرره کړي.
اسباب:
۱- کله چی د غوږ د پوستکي مړه حجرات زیات سي.
۲- کله چی غوږ د دایمي وچوالۍ سره مخ سي.
۳- کله چی د غوږ ویښتان ډیر اوشخ وي.
۴- کله چی د غوږ کانال تنګ وي.
۵- هغه خلګ چی په دوړن او خاورین محیط کي ژوند کوي.
۶- زیاتره وخت په ځیرکو خلګو کي زیات لیدل کیږي.[څیړنه]

اعراض او علایم:
که چیري واکس د غوږ په کانال کي لږ وي نو اعراض نه ورکوي اوکه ډیر سي نو لاندي اعراض او علایم ورکوي:
۱- کوڼوالی :- په هغه صورت کی چی د غوږ کانال په مکمل ډول بند شي.
۲- خارښ او تکلیف ورکونکی وي.
۳- د غوږ درد:- کله چي مریض یې په خپل سري شکل د رایستلو هڅه وکړي.
۴- د غوږ بنګهاري او سرچرخي.
۵- بعضي وخت ټوخی موجود وي اودا هغه وخت وي کله چي د غوږ خیره د غوږ د پردې سره راسي.
تشخیص:
د ډاکټر پواسطه دتاریخچې اخیستل، د اعراضو او علایمو شته والي اود غوږ په مستقیم ډول معاینه کول.
تداوي:
د غوږ د خیرو تداوي یوازي او یوازي د هغه را ایستل او پاکول دي.
۱- که چیري د غوږ خیره نرمه وي نو د پریوللو په طریقه را ایستل کیږي او که چیري سخته وي نو لومړی باید نرمه سي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.