شمشتۍ او سوئ

انجنیر اسدالله ملکزی

1,558

شمشتۍ (سنګ پشت) او سوئ (خرګوش)

سوی غوښتل چې مېلې ته په روخصتي ولاړه شي. دې د سفر يو وړوکی بکسګی د ځان سره واخست، چې په دې کې خواږه د ولږې د پاره او يو د سفر سترنج د زړه تنګي د پاره وو.

په لاره کې د يوې شمشتۍ سره مخامخه شوه، کومه چې دا په دې لمرينه ورځ په چکر وتلې وه او د ځان سره يې يو کتاب او يوه د ساندوېچ ډوډۍ اخستي وو.

سوی ورته وويل: « ای، ته لټې، ستا په دې سرعت کې ماته په تلو کې خوب راځي.»

شمشتۍ په ځواب کې وويل: « لاره هدف ته تللې، يو نه يو وخت سړی خپل هدف ته رسيږي.»

سوی د ملنډو نه ډک مسکۍ سره وپوښتل: « کله ؟ او چېرته؟»

شمشتۍ ساه راښکله او د يوې مسابقې وړاندېينه وکړه.

سوی وويل: که ته باېلل غواړی سمه ده. دې دواړو په دې پرېکړه وکړه، چې که هر څوک ژر هغه دوه ونو تر منځ ليکې ته ورسېد، هغې ګټلې ده. دواړو منډې کړې.

کله چې سوي هدف ته نږدې ورسېده، ويې ليدل چې شمشتۍ ډېره لرې پاتې ده. سوی حوصله نه لرله چې د هدف ليکې سره انتظار وباسي، نو ځکه هغه د لاری په سر چمن کې پرېوته، يو څو چاکلېټه يې وخوړل او د سطرنج لوبه يې شروع کړه.

شمشتۍ په مزه او ورو ورو روانه وه او ساه يې راښکله او ويې ويل: « لږ ساعت وروسته رسېږم.»

سوئ چې د سطرنج لوبې څخه هم ستومانه شوه، نو څملاستله او په خواږه خوب ويده شوه.

يو وخت وو چې سوئ د خوب څخه راپاڅېده او خپل سر یې پورته کړ او ويې ليدل چې شمشتۍ هدف ته نږدې شوې ده. هغه وو چې دې منډه کړه چې ځان د شمشتۍ نه مخکې هدف ته ورسوي، خو وخت ورڅخه تېر وو او ويې نه شو کړای چې هدف ته ورسيږي، هغه وو چې شمشتۍ دا مسابقه وګټله.

د پام وړ خبره ده، چې وايي:

»کله کله تفرېح او دمې سره چټکه منډه ګټه نه کوي،

خو دوامداره ورو ورو تګ هم سړی هدف ته رسوي.«

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.