دری ودونه

هلال وردګ

956

بکس یې کیښود، ورنه ماشومان یې تر څنګ کیناستل،د مور پوښتنه یې وکړه،ماشوم وویل چې هغه د هلال د واده پوښ ته تللې ده، سوړ اسویلی یې وکړ،ورېندار یې ډک پتنوس سره دروازه کې ښکاره شوه،هلال ولاړ شو او د وریندارې سره یې ستړي مه شي وکړه…

ورېندار پیاله ډکه کړه ،د هلال مخې ته یې کیښودله او له کوټې ووتله.

هلال همداسې ډکې پیالې ته کتل، له سترګو یې اوښکې روانې شوې او په خپل راتګ باندې پښیمانه شو. یو ساعت وروسته یې مور راغله په خندا یې وویل هلاله ښه اوږده مسافري د وکړه، هلال وویل

اوس هم لا وخت شته چې راغلم،ستا خاطر که نه وی نه راتلم،په دې کور کې له تا پرته زما څوک شته؟

مور یې وخندل….خیر دی کوژده به درته وکړم، دا ځل به د پیسې راوړې وي!د هلال تندی تریو شو ویې ویل دا د هرې میاشتې ماش چې درته رالیږم دا مو څه کړل؟ مور یې وویل هغه ټول د ساحل واده قرضونه مو ورباندې خلاص کړل. هلال وویل

_ ولې دا ساحل خپل ماش څه کوي؟د هغه ماش لږ دی؟

مور یې وویل

_ هغه ایله خپله ښځه ورباندې وچلوي…

د هلال نور سترګې ډکې شوې او له کوټې ووت.

              ***

هلال تلیفون کې د ناکام برخه لیک تر نامه لاندې ترکي فیلم تلیفون کې چالان کړی، د فلم هره صحنه کې د ده ژوند انعکاس شوی ؤ.

د وره کړپ شو،هلال سترګې د ورته په خوا واړولې مور یې له چای او ګیلاسونو سره وره کې راښکاره شوه.

مور یې وویل، هلاله زویه پوهیږم چې ته اوس د واده یې،ما وبښه چې ما در ته تر اوسه پورې ستا د راتلونکي ژوند په اړه فکر نه ؤ کړی ،اوس راته ووایه کلي کې ستا د چا لور خوښيږي چې درته ویې غواړم؟

هلال اسویلی وکیښ ویې ویل

_ مورې زه څه درته ووایم، څه چې ستا خوښه وي هغه وکړه.

مور یې وویل

_ زویه دا ستا د ټول عمر سودا ده،څوک چې ستا خوښ وي زه یې درته غواړم.

_ د چا ښه لور ده په کلي کې؟همغه راته وکړه نور زه څه نشم پکې ویلی.

_ د عمران دغه ډیره ښه کورنۍ ده او په لور کې یې هم هیڅ خبر نشته،چې زما خوښه شوه بس همغه درته سهار غواړم.

مور یې ولاړه او هلال هم د واده چورت کې ویده شو.

د شپې  خوب یې لیده چې دری ودونه یې کړي وي سهار چې ویښ شو، له مور څخه یې وپوښتل چې د انږورانو شپه د ښه وه؟مور یې  ویل چې چرس د څښلي، ورېندار ویل چې مورې واده غواړي،پلار ویل ډیرې خبرې مه کړه ورشه د حکیم له له د زوی واده دی کارت یې راغلی ؤ.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.