د سياسي مخالفت له امله قومي تعصباتو ته هوا مه ورکوئ

ليکنه؛ عبدالوحيد وحيد

606

د افغانانو ترمنځ جګړه پرون هم منحوسه وه نن هم منفوره ده او سبا ته به هم مردوده وي.  د توپک په زور د ارګ نيولو دود پرون هم دغه هېواد وسوځاوه نن هم د پروني نظام د نسکوريدو زيانونو ته ملت اوږه ورکړې ده او که نننى مات ګوډ نظام نړيږي نو بيا به يې هم اغيزې په ولس پريوزي. نور په موږ کې د نظامونو د نسکوريدو له امله د ناورينونو د زغملو توان ختم شوى دى. ځکه وايو چې راځئ چې په ګډه د بين الافغاني خبرو په نتیجه کې د پراخو  او جامع ملي پريکړو له لارې د راتلونکو فاجعو مخه ونيسو.

د افسوس خبره ده چې موږ په يويشتمه پيړئ کې هم د انسانانو د وژلو له لاري واک ترلاسه کوو. له ارګ څخه ايستل شوې هره ډله ارګ خپل مغصوبه ملکيت ګڼي او د بيا نيولو لپاره يې جګړه سپيڅلې ګڼې، خو کله چې ارګ ته ننوزي نو واک په انحصاري ډول د خپلو انډيوالانو غنيمت او افغانستان د ځان ملکيت ګڼي. څنګه چې يې زړه غواړي د نورو له ګډون پرته حکومت کول د ځان حق ګڼي.

متاسفانه له دود سره سم نن بيا ارګ ته رسيدلى سوله، خو له ارګ څخه  ايستل شوي خلک جګړه يوازنۍ د حل لاره ګڼي. له واک څخه لرې شويو باندې د واک جنون دومره اغيزه کړي ده چې عيني واقعيتونو ته له پام کولو پرته ځينې يې قومي سمتي او ژبنيو تعصباتو پارولو ته ملاتړلې، خو شايد هغوى نه پوهېږي چې د تعصباتو په لمبو کې هغوى خپله هم ستي کيداى شي.

پرديو ته د خپل ورور د وژلو او د خپل هېواد د ورانولو  لپاره د مرستو په نوم د کچکول نيول او د رقابتي جګړو فرصتونو برابرول شرموونکې کړنه ده. ښه به دا وي چې ننني واکمنان او پروني ازمويل شوي ډلې د خپلو تيرو او اوسنيو تيروتنو په تړاو ارزونې او د احتساب عمل له ځانه پيل کړي.  د نورو د حذف په تګلارو باندې له سره غور وکړي.

په ځينو ټولنيزو رسنيو او نورو تبلیغاتي ټريبيونونو کې د پرديو لخوا مبهم کمپاين په لاره اچول شوى دى او ځينې افغانانو ته دنده ورکړل شوي چې پاروونکې څوګندونې وکړي او قومي تعصباتو ته هوا ورکړي. موخه يې داده چې د ځوانانو احساسات را وپاروي. د يو بل په وړاندې تند او تريخ غبرګون وښئې او نتيجتا دغه ظاهرأ ښکلې خو د پردې ترشا منحوسې څيرې په هيواد کې د ننه او بهر ملاتړ ترلاسه کړي.

په وروستيو کې د مقاومت په نوم ايتلاف ځينو اشخاصو لخوا د ملي يووالي او ملي ګټو پر ضد پراخې څرګندونې ددغه کمپاين پيل دى، خو په کاج ښوونيز مرکز باندې برید ته د ټول افغان ولس په ځانګړي ډول د پښتنو ځوانانو اغيزمن پروخت او پرځاى غبرګون د متعصبينو په خوله څپيړه ثابته شوه، په ملي روحيه باندي يې زموږ د باور کچه او د متعصبينو په وړاندي  د مبارزې حوصله او هوډ مې د پامير او هندوکش تر غرونو ډيره لوړ شو.

شک نشته چې اوس مهال په ګمارنو کې د اهليت نشتون د انجونو د ښونځيو ،نورو کورنيو او بهرنيو تګلارو، ولسي چلن او رويو کې  د خورا زياتو نيمګړتياو او تشو په تړاو په زغرده له نيوکو او مخالفت سره سره باید ومنو چې په قومي تعصب باندي د ااا چارواکو تورنول له ملي ګټو او هيواد سره جفا ده. ددغه شان افرادو ټولنيزو او نورو رسنیو حوصله ماتول اړين دي. دلته د کوم ځانګړي قوم حکومت نه بلکې د ديني او حنفي مذهب د علماو حکومت قائم دى او شته ننګونې ټول ملت ګواښي. ټول يې بايد په ګډه مخه ونيسو او ټول باید د يو بل دردونه زخمونه او تراژيدي درک کړو.

(ط ا ب ا ن) ډيرى په پښتو خبرې کوي خو د پښتنو د استازيتوب ادعا نه کوي او نه يې هم د پښتنو د  استازيتوب په معيارونو جوړ راځي. پښتانه دَ مشرتابه لپاره خپل ځانګړي عنعنوي قواعد او ضوابط لري. که دوستم د رئيس الوزرا ازبک تباره مرستيال شيخ عبدالسلام حنفي د ازبکو د استازي په توګه نه مني نو پښتانه به څنګه طالب مشران په خپل استازيتوب باندې ومني.

په تګلارو باندي له ډېرو زياتو ملاحظاتو سره سره طالبان د دين له ادرس څخه د حکومت کولو خبره کوى او په دين کې قومي تعصب مطلقاً نفى شوى ګڼي. که خبره د طالبانو لخوا قومونو ته د زيان وى، نو د نورو قومونو په پرتله پښتون قوم د طالبانو لخوا د ښوونځيو، کلینیکونو، سرکونو او عامه تأسيساتو د جوړيدو په وړاندې د خنډونو اچولو له امله زيات زيان ليدلى دى.

په کورنیو جګړو، غصب او فساد کې ککړې څيرې په ملي کچه منفورې او دَ افغانستان  ولسونو ته د باور وړ نه دي. اوس داسې ښکاري چې پردئ استخباراتي شبکې په هر قوم مذهب او مليت کې ځينې تازه او ځينې پخوانيو داسې اشخاصو ته چې په مستقیمه توګه په جګړو او فساد کې شهرت نه لري، د امکاناتو په برابرولو او تبليغاتي چينلونو په مرسته په افغان ټولنه کې مطرح وګرزوي او بيا يې د لارښود په توګه ورباندي ومني.

د قومي تعصباتو پاروونکو اشخاصو ته مو مشوره داده  چې د افغانانو ترمنځ پاروونکې څرګندونې، تعصباتو ته لمن وهل او د جګړو د پيلولو فکر، نه دَ بريا ضمانت ورکوي، نه روښانه شاليد لري او نه يې هم افغانان ملاتړ کوي. زه منم چې اوسنى حکومت د خپلو کړنو او سترو سهوو د بيا کتنې او د اړين بدلون راوستلو وړتیا او يا هم په بل عبارت اراده نه لري، خو سياسي مبارزه ډير ډولونه، اړخونه، رنګونه او کږليچونو لري. موږ ولې د سياست له لارې د بدلون هڅه نه کوو او دومره په چټکئ سره ولې د وسلوال مقاومت ازمويل شوى ناکام لورى نيسو؟

اړتیا هم نشته چې پخواني ازمويل شوي جنکسالاران  او د فساد بنسټګر بيا رامخته کړو. بيا يې واک ته ورسوو او بيا افغانستان ورباندي لوټ کړو. موږ په هر قوم او سمت کې پاک، وطندوسته او د مشرتابه په معيارونو برابر مشران لرو او په واک کې ملي مشارکت هغه اړتیا ده چې انکار يې فاجعې رامنځته کولاى شي.

اوس هم ناوخته نه ده چې د فساد له بنسټګرو او د جنګي جنايتونو له مرتکبینو سره نه، بلکې له هر قوم، سمت، ژبې، مذهب، سياسي ډلو مدني ټولنو او ښځو په شمول ملي ګټو ته د ژمنو افغانانو ترمنځ د خبرو لړئ پيل کړو. د خپل هېواد د ټکني سياسي اقتصادي او امنیتي وضعیت په تړاو خپل فکر، خپلې سرچينې خپل امکانات خپل نوښت وکاروو. د قانوني اصلاحاتو او ملي اجماع په مرسته د واک  ترلاسه کولو ميکانيزم جوړ کړو. ملت ته د همدغه ميکانيزم په مرسته په دولتي چوکاټ کې د مشارکت حق ورکړو.

امنیت ترستوني نيول شوى دى، بيکاري غرغړې وهي، لوږه ساندې غږوي، ويره حاوي ده، اندېښنو وطن په سر اخيستى،  روحونه نا ارامه دي، د هيواد بچيانې له زده کړو محرومې دي، ولسونه مو ناهيلي دي. ځوانان او کادرونه مو هيواد پريږدي. هيواد مو منزوي دى، نړيوال بنديزونه مو ولس ځپي، له ولس سره واټن رامنځته شوى او راتلونکى مو تياره دى، خو چارواکي له اړينو اقداماتو کولو پرته له ملت څخه د تحمل او له نړۍ څخه د تعامل غوښتنه کوي.

د تيرو ناخوالو ناکامه شاليد ته په کتو باید اوس پريکړه وکړو چې که که موخې هر څومره سپيڅلي وي، خو په پردي توپک د افغان په لاس د افغان وينه تويول د واک ترلاسه کولو لپاره منفوره او مردوده نسخه ده.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.