عربي اماراتو کې افغانان: څوارلسمه میاشت ده بې برخلیکه یو

466
امید دیدار- دویچه ویله
4 ساعتونه مخکې

د طالبانو له بيا واکمنېدو راهيسي متحده عربي اماراتو ته تر دېرشو زرو ډېر افغانان وړل شوي، چې زرګونه یې لا هم همالته بې برخلیکه پاتې دي. د دغو کسانو له ډلې نیږدې زرو کسانو د نورو په استازيتوب د دوشنبې پر ورځ لاریون کړی دی.

د متحده عربي اماراتو د کډوالو په (Emirates Humanitarian City) کمپ کې پراته افغانان، چې اوس مهال یې شمېر شاوخوا درې زره دی وايي، له یو کال ډېره موده وشوه چې په دغه پنډغالي کې بې برخلیکه پراته دي او کوم هېواد ته د وړلو ډاډ یې نه دی تر لاسه کړی.

دغه افغانان چې په افغانستان کې د ۲۰۲۱م کال په اګست کې له افغانستان څخه ایستل شوي دي.

د کابل سقوط پر مهال د کابل هوايي ډګر
د کابل سقوط پر مهال د کابل هوايي ډګرانځور: Staff Sgt. Victor Mancilla/USMC/UPI Photo/Newscom/picture alliance

په دغه ډله کې داسې کسان هم شته چې د کورنۍ غړي یې امریکا او نورو هيوادونو ته رسېدلي، خو دوی بې برخلیکه پاتې دي. د دوشنبې په ورځ په دغه پنډغالي کې اوسېدونکیو افغانانو لاریون کړی او د خپل برخلیک د معلومولو غوښتنه یې کړې ده.

د کونړ ولایت یو اوسېدونکي سباوون حمیدزی چې له تېر څه باندې یوه کال راهیسې هلته اوسېږي وايي چې هر ځل امریکايي او د عربي اماراتو چارواکي ډاډ ورکوي چې ژر به یې له دغې کمپه امریکا ته ولېږدوي، خو دغه ژمنې هم همداسې ژمنې پاتې شوي دي.

نوموړي وویل: «دلته پراته ټول مهاجر بې برخلیکه دي. د چا یو کال وشو، د چا څوارلس میاشتې، ټول بې برخلیکه دي. هر ځل ژمنې کېږي، خو عملي کېږي نه. دلته داسې کسان هم شته چې د کورنۍ غړي یې امریکا ته رسېدلي دي. د چا کورنۍ افغانستان کې په بد حال کې دي.»

نوموړي وویل، نن سې‌ شنبه یې لاریون ته د اماراتو د شیخ د دفتر رئیس او د امریکا د سفیر استازی ورغلي ول او ژمنه یې ورسره وکړه چې په راتلونکیو درېو اونیو کې به ښه خبر ورکړي، نو له همدې امله یې د نن له پاره لاریون وځنډاوه.

هغه وویل، که په دریو اونیو کې دوی له دغه پنډغالي ونه لېږدول شي، نو لوی لاریونونه به پیل کړي.

په دغه پنډغالي کې یو بل افغان کډوال جاوید افغان دویچه ویله ته وویل چې له تېرو دریو میاشتو راهیسې له عرب او امریکايي چارواکیو سره ناستې کويږ خو تر اوسه یې کوم مثبت خبر نه دی تر لاسه کړی. دی وايي، یو کال وشو چې په دغه پنډغالي کې اوسي، خو تر اوسه همداسې بې برخلیکه دي او څوک یې غږ نه اوري.

نوموړي وویل: «هر ځل له دوی سره کښېنو؛ خبرې کوو، خو نتیجې ته نه رسېږو. کوم مثبت خبر نه شته، بې برخلیکه یوو. هر څومره ژر چې کېږي، موږ باید له دې ځایه وویستل شو. خو تر اوسه کوم ځواب نه شته، اګست میاشت یې یاده کړې وه، هغه هم تېره شوه.»

جاوید افغان وايي چې اوس نه وطن ته ګرځېدلی شي او نه هم امریکا د دوی غږ اوري، دوی او کوچنیان یې له یوه «سخت» رواني حالت تېرېږي او باید ژر له دغه کمپه و ایستل شي.

وړاندې هم داسې راپورونه ورکړل شوي وو، چې په عربي اماراتو کې د افغان کډوالو په پنډغالي کې میشت افغانان په رواني ناروغیو اخته شوي دي.

دغو افغانانو څو میاشتې مخکې هم پراخ لاریونونه کړي وو. موده وړاندې له دغه کمپه امریکا ته د افغانانو د انتقال پروسه پیل شوې وه، خو هلته د مېشتو افغانانو د معلوماتو له مخې، اوس هغه پروسه بنده شوې ده.

په افغانستان کې د طالبانو په بیا راتګ سره د بهرنیو هیوادونو او موسساتو زرګونه محلي کارمندان بهرنیو هیوادونو ته انتقال شوي دي.
په افغانستان کې د طالبانو په بیا راتګ سره د بهرنیو هیوادونو او موسساتو زرګونه محلي کارمندان بهرنیو هیوادونو ته انتقال شوي دي.انځور: Robert Atanasovski/AFP/Getty Images

د رویټرز خبري اژانس د تېر اګست میاشتې د یوه راپور پر بنسټ، هغه مهال امریکايي چارواکو ویلي ول چې د ډېرو افغانانو دوسیې پېچلي دي. د امریکايي چارواکیو تر مخه، د ځینو افغانانو دوسیې پېچلي دي او له ایستلو وړاندې ارزونې ته اړتیا لري.

متحده عربي امارت هم لکه د نورو خلیجي هيوادونو په څېر کډوال نه مني. مدافع وکیلانو ویلي دي چې په عربي اماراتو کې تر ډېره هغه افغانان دي چې د جګړې پر مهال یې په افغانستان کې د امریکا له پوځ، ایتلافي ملګرو او نورو بهرنیو مرستندویه ډلو سره کار کاوه.

له بل پلوه، د پاکستان پلازمېنې اسلام اباد په ګډون ځینو نورو ښارونو کې ډېر افغانان له شاوخوا یوه کال راهیسې د امریکا او نورو بهرنیو هېوادونو ویزو ته په تمه دي، خو تر اوسه ورته ویزې نه دي ورکړل شوي. هلته په اسلام اباد کې هم افغانانو څو ځل لاریونونه کړي او د خپل اوسني بې‌ برخلیکه حالت څخه یې سر ټکولی دی.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.