له هماغه يوې زړې استخباراتي سوړې دوه بېلا بېلې فتحې
څوک بېځايه خبرې کوي؟
مکه يو ځلې فتحه شوې، خو کابل له جهادي پيره تر طالبي پيره له هماغه زړی سوړې دوه ځلې فتحه او وچيچل شو. چا پر ((الله اکبر او نصر من الله وفتح قريب)) او چا بيا پر ((انا فتحنا لک فتحًا مبينًا)) ونومولې، خو يوې يې هم لا تر اوسه خپل مشروعيت تر لاسه نه کړ چې دا ولې؟
د يوې سوبې ((فتحې)) کرېډټ حميد ګل او د بلې بيا د کابل له سرېنا هوټله فيض حميد د چايو له پيالې سره واخېست
جنرال حميد ګل : سمه ده چې جهاد به افغانانو کولو، خو لارښوونه يې ټوله زما وه
افراسياب خټک : افغانستان د لويی لوبې ښکار شوی
Bloods Borders: A Proposal To Redraw A “New Middle East”
Maulana Muhammad Khan Sherani Part 5
مولانا محمد خان شيراني : دا د پردی جنګ دی چې مدرسې، طالب و ملا او مذهبي طبقې ته يې په څټ پورې ورتړلی دی. يوه موخه يې دا ده چې د پښتو او د پارسي ترمينځ نفرت (کرکه) پيدا کړي. دويمه خبره دا ده چې مسعود قتل کړي (ووژني). په کومه ورځ چې مسعود ووژل شو، نو طالبان به له افغانستانه لغړې پښې راوځي چې د مشرۍ سړی به يې نه موندي، درېيم دا چې ظاهرشاه به واپس راځي او څلورم دا چې د امريکې و د ناټو پوځونه به راځي او پړاو به اچوي.
پاکستان افغانستان ته د خپلې يوې مفتوحې سيمې په سترګه ګوري. له شک پرته چې افغانستان د اسلام اباد له Afghanistan Control Centre (ACC) څخه اداره کيږي. که په دې مې څوک عقده من بولي، نو هغه د هغه اختيار دی، خو تېر ته په کتو له اسلام اباد څخه استول شويو حکومتونو ګټه هېچا ته نه ده رسېدلې او نه اعتبار لري. زه د عُقدې په نشه کې ورک يم او که نور د انحصاري واک په نشه کې لار ورکيدي؟ څوک چې ولس ته ارزښت نه ورکوي، نو دوی هم نه کورنی، نه سيمه ييز او نه نړيوال اعتبار لاسته راوړی شي. خپل شل کلن دوست يې نړۍ ته لا پسې د دوی او هم د افغانستان په اړه غلط ذهنيت او ناسم تصوير ورکړ.
د پردۍ لوبه
په ۱۹۹۲ ز کې د مجاهدينو حکومت په پاکستان کې جوړ او کابل ته واستول شو، خو څه يې وکړل؟ بيا يې طالبان واکمنان کړل چې هغسې لوبه يې ورسره وکړه. ګرده نړۍ په ټول قوت سره راغله چې شل کاله يې افغان وژنې ته دوام هم ورکړ او بيا يې بيرته د يوې استخباراتي لوبې او جوړجاړي په صورت کې روغ نظام او حکومت ورته له پښو وغورځاوه او موجوده واکمنه اداره يې حاکمه او واک يې وروسپاره، نو موږ څنګه د خپل استقلال او خپلواکۍ دعوه کولی شو؟ له موږ څخه زموږ سياسي حق او خپلواکي د ضياءالحق په وخت کې د هغه په لمسون او هڅونه او د حکمتيار صاحب په چورلټ او نګه انکار واخېستل شو چې لا تر ننه ورسره دی. ولسمشر غني ډېر کوښښ وکړ چې د سولې د واک کيلي راخپله خو ونه توانېد او حکومت يې هم له مينځه ولاړ چې وړمه ورځ ډاکټر فاروق اعظم هم ومنله چې غني له افغانستانه په وتو سره ښه کار وکړ او د ډېرو ستونزو مخه يې ونيوله. د څارګرې ادارې پخواني مشر اسد دُراني خو ومنله چې ولسمشر غني ته په مخ کې دوه ليارې وې چې يا به له وطنه وځي او يا به په دار راځړول کيږي.
شهادت : ۲۶ د اپرېل ۱۹۹۲
کابل فتح شد
پيروزي کامل انقلاب اسلامي را به فرد فرد ملت افغان وکافه امت مسلمه تبريک ميګويم
به هموطنان مسلمان اطمينان ميدهيم که ان شاء ديګر دوران جنګ در افغانستان يافته است
د لا روڼتيا په پار زموږ د شعوري مکتب لارويانو د کابل سوبه ((فتحه)) پر ((نصر من الله وفتح قريب)) او د مدرسو لارويانو بيا پر ((انا فتحنا لک فتحًا مبينًا)) ونومولې او حال دا چې دواړه فتحې زموږ د شعوري وناشعوري مکتبونو او مدرسو پيروانو په شتون کې نورو د ځان ونومولې او په رسنيزه کچه يې ونمانځلې او دواړه يې د ځان لپاره يو وياړ وبللې. هېښنده لا دا چې له هماغې يوې سوړې کابل دوه ځلې فتحه او وچيچل شو، خو کابل هېڅکله د ارام ساه وانه خېسته.
Musharraf: Pakistan and India’s backing for ‘proxies’ in Afghanistan must stop
20th & 21st Chapters
پاکستان په خپل ګاونډ کې خپل سري او د پاکستان د ارزوګانو مخالف افغانستان د زغملو وړ نه بولي.
افغانان نه شي کولای د خپل جهاد سياسي نماينده ګي وکړي.
د کرنيل امام د خپل کتاب له مخې پاکستان درې موخې لرلې :
- ادغام
- د خپلې خوښې لاسپوڅی حکومت
- د ځان لپاره خوندي سيمه
لومړی : ادغام
مشاهد حسين :
ما جنرال حميد ګل ته چې هغه مهال د آی ايس آی ISI مشر وو، وويل. دا ډېره ښه موقع ده. راځئ چې د ډيورنډلاين Durand-line په رسمي توګه د سرحد کولو لپاره کار پيل کړو. هغه راته کړل چې ((زموږ سرحد خو د آمو سيند دی)).
هغه وخت خو زموږ پلان او فکر دا وو چې په افغانستان کې يو اسلامي دولت د ګلبدين حکمتيار په مشرۍ رامينځته او له هغې وروسته منځنۍ اسيا هم فتحه کړو.
دوهم : لاسپوڅی حکومت
کرنيل امام ورپسې داسې زياتوي :
د استاد سياف له خوا عربانو سره ډېر ښه کمونېکېشن شوی وو او مرستو يوه لويه برخه د جلال الدين حقاني د دفتر او استاد سياف د دفتر له خوا تر لاسه کېدلې او دا هغه څه وو چې مونږ ته خواشينونکي وو.
په جلسه کې د اکثره مشرانو رايه دا وه چې ”د افغان جهاد د نګرانۍ مشري بايد تل د پاکستان لاس کې وي او بل هرڅوک که دې ميدان ته را ګډيږي، نو بايد د پاکستان له لارې خپل کارونه مخ ته يوسي.“.
درېيم : خوندي سيمه
کرنيل امام :
مونږ ډېر کوشش وکړ چې د جمعيت اسلامي او حزب اسلامي په مشرۍ افغانستان يو سياسي حکومت جوړ کړي، خو ددوی ترمنځ اختلاف، جنګونو او شخړو مونږ په يو بل فکر مجبور کړو او دا مو د ځان له پاره يوه ښه لاره وبلله چې د طالبانو ملاتړ وکړو او يوه سيمه د ځان له پاره خوندي پيدا کړو.
خو اوس له دې لا نورې ناولې موخې لري چې وخت به يې روښانه کړي.
که د کرنيل امام د خپل کتاب له مخې او د هغه د خپلې منښتې او څرګندونو له مخې که ما څوک عُقده من بولي، نو انصاف وقضاوت يې خپل دی. هر څوک د نظر حق لري او نظر يې د قدر وړ دی. هر څوک د خپل ملي – اسلامي او اخلاقي اصولو له مخې د خپل ټاټوبي او د خپل ولس په ځورونه د خپل درد او احساس حق لري او درناوی يې بايد وشي.
له مولانا محمد خان شيراني سره مرکه
د پاکستان د جمعيت علمای اسلام ګوند غړی مولانا محمد خان شېرانی وايي، د افغانستان په جګړه کې د پاکستان رول تل منفي وو او دی يې له پخوا راهيسې مخالفت کوي. د نوموړي په وينا، په پاکستان کې د ننه هم تل پوځ حکومتونه جوړوي او بېرته يې ړنګوي. زموږ همکار خدای نور ناصر له مولانا شېراني سره د افغانستان او پاکستان پر اوسني سياسي او پوځي وضعيت ځانګړې مرکه کړې.
*** *** ***
زموږ مسلمان ګاونډي او شل کلن ملاتړي خپله پنځوس کلنه زړه نسخه پر موږ وکاروله، خو خپله يې هغه وخت ونه شوه زغملی او د مفتي محمود حکومت يې په صوبه سرحد کې له پښو بيرته وغورځولو. هغه يې استعفاء ته اړ ايست او له بلوڅانو سره بې انصافي يې پلمه او له واکه لاس په سر شو.
ارواښاد مفتي محمود ويلي وو ((شکر دی چې د پاکستان د جوړولو په ګناه کې ما ګډون نه دی کړی او په دغه ګناه کې زه ورسره شريک نه يمه.)) او غفار خان بابا خو دا ويلي وو چې ((د پاکستان جوړول دا د انګرېزانو يوه دسيسه وه.)) په هند کې د مسلمانانو واکمني چې د انګرېزانو له لاسه نړېدلې وه د پاکستان په راتګ سره لا پېچلې کړه او د تل لپاره نابود او له پښو وغورځوله.
ملا محمد حسن اخوند :
چې زه ژوندی يم نجونې به رانه ښوونځي ((مکتب)) ته ولاړې نه شي
زما په ژوند به نجونې رانه د فساد د مرکز یعنې مکتب په دروازه کې قدم کښېنږدي
د افغانستان په ټولو مدني، اساسي او اسلامي قوانينو کې له حقوقي، قانوني او هر اړخيز پلوه ښوونځي د ((فساد د مرکز)) په نوم تسجيل ((ثبت) شوي نه دي، خو بيا هم که څوک يې له حقوقي وقانوني پلوه له مستندو لاسوندونو سره څه راښوولی شي، نو زه به يې ولولم او چې قناعت مې پرې حاصل شو، نو د سر په سترګو به يې ومنم او خپله پړه به ومنم، خو که څوک يې داسې څه ثبوت راښوولی نه شي، نو د عُقدې تور پورې کول به يې بې انصافي وي. له هېواده په هر اړخيز ډګر کې د مشروع ګټو ساتنه ((دفاع)) د هر مجاهد با درده، بااحساسه او د ايمان د څښتنانو ملي – اسلامي واخلاقي دنده ده.
چې ((زه ژوندی يم)) دا پخپله د يو چا هوډ (۱)، رخه [کينه] (۲)، سوګند (۳) او عداوت (۴) رانغاړي.
کرنيل امام :
نصير الله بابر چې يو ډېر وطند دوسته سړی وو او ډېر لوی سوچونه او ارادې يې درلودې. هغه له بهټو صيب سره سلا مشوره وکړه چې له افغانستانه راغليو ډلو ته ”چريکي جګړه“ ور زده کړو. سره له دې چې پوځ سره په ځينو برخو کې هغه زمانه کې د بهټو صيب سره اړيکې ښې نه وې، خو دا چون د پاکستان د خوندي کولو خبره وه، نو ځکه بهټو صيب پوځ په دې قضيه کې راداخل کړ. دا لومړی ځل وو چې د پاکستان پوځ د افغانستان په اړه په يوه مساله کې را ښکيليږي. د پوځ لوی درستيز هم د بهټو صيب خبره ومنله او په دې برخه کې يې د ”ځانګړې پالېسۍ جوړولو“ او ”کار کولو پلان“ ته يې ټټر وواهه.
مونږ سره په د آی ايس آی په يو بل ګروپ کې ځينې افسران ملګري وو چې د هغوی مجاهدينو سره په ((ديني)) او د هغوی د ((ذهن جوړولو)) برخه کې کار کولو.
داسې کسان چې ماښام کې به مونږ کله کله د مشرانو له خوا د شپې مېلسمتيا برابريدله، نو دوی به شراب هم څښل او سهار به بيا د کار په ځای کې داسې ول چې سم پاخه ملايان به ښکارېدل، ما به ورته ويل چې دومره دوه مخی ژوند کول به تاسو ته تجربه کيږي چې څومره ګران دی، خو هغوی خندل او ويل به يې چې بس اوس مونږ ملايان يو.
نو هلته مې د يو غټ افسر نه د دې پوښتنې د حواري له پاره پوښتنه وکړه، هغه يو ساده مثال راکړ او دا بيا زما دې ډلې بيخي قبول کړ.
هغه ويل چې ورته وايه ((د خدای لاره کې جهاد له پاره هرڅه روا دي. کله چې ته د خدای (ج) د دين ساتنه کوې، نوهغه بياستا داسې وړو وړوغلطيو ته نه ګوري)).
ما ته خو د اسلامي احکاماتو په رڼا کې داسې کوم مؤثق لاسوند نه دی تر سترګو شوی، خو بيا هم که څوک يې راښوولی شي، نو لا ښه او زه به ترې منندوی يم. ان تر دې چې زموږ مؤمن به کتاب خو داسې وايی چې ((انما الخمر والميسر والأنصاب والأزلام رجس من عمل الشيطان فاجتنبوه لعلکم ترحمون)) قرآن خو دېته ناولي او شيطاني کړنه ويلې، نو بيا د څارګرې ادارې پورې اړوند شرابخورو نظاميانو څنګه مرسته کوله؟ شرموونکې لا دا چې هغوی به د مجاهدينو سره په ((ديني)) او د هغوی د ((ذهن جوړولو)) برخه کې مرسته کوله. قرآن خو دا وايی چې ((ولاتقربوا الصلوة وانتم سکری))، نو هېښنده لا دا چې د لمانځه لپاره ورته اجازه نشته، خو د جهاد لپاره ورته شته؟ ايا د جهاد حکم له لمانځه څخه ډېر معتبر دی؟
که په دې ما څوک عُقده من بولي او يا پرې حساسيتونه راپاريږي، نو زه بايد له دې ځان وساتم، خو که د خدای پر احکاماتو ملنډې وهل کيږي، نو هغه خير دی. عجيبه اسلامي امارت دی چې د نفاذ شريعت لپاره ډنډورې غږوي، خو د تأسيس په پيل کې د کرنيل امام د منښتې له مخې چې شپنۍ مېلمستياوې به جوړېدې، نو شراب به يې پکې څښل او د ورځې به بيا سم پاخه ملايان ښکارېدل.
ضياء الحق :
)(پاکستان په خپل ګاونډ کې خپلسری او د پاکستان د ارزوګانو مخالف افغانستان نه شي زغملی. افغانان نه شي کولای چې د خپل جهاد سياسي نماينده ګي وکړي((.
General Zialulhaq :
Making the water boil in Afghanistan
Gen Zia-ul-Haq once famously said “The water must boil at the right temperature”. He made the water boil in Afghanistan & Kashmir. It is now boiling in Baluchistan. You cannot confine water.
حوت ۱۳۶۶ : [د حزب خپله ګڼه ”شهادت“]
حکمتيار : ((اګر در هر دو کشور نظام اسلامي حاکم باشد ما تصميم ميګيريم که مرز از ميان ما برداشته شود و هر دو کشور به يک کشور بدل ګردد)).
((که چېرې په دواړو هېوادونو (افغانستان وپاکستان) کې اسلامي نظام شتون ولري، نو موږ پرېکړه کوو چې زموږ ترمينځ دا سرحد ((خيالي کرښه)) لېرې او دواړه يوهېواد شي)).
شيري رحمان:
کابل کې هر حکومت بايد د پاکستان پلوي وي . د پاکستان له پلويتوب پرته د افغانستان په نوم هېواد ځای نه لري.
کرنيل امام:
د افغانانو وينه مرداره ده، پرېږده چې تويه شي.
دا د دوی خپلې څرګندونې دي چې رسنيوته راوتلي دي. موږ خو پر چا تور نه دی لګولی او نه ورسره رخه پالو، خو له موږ سره پالل کيږي چې دا ولې؟
ايا دومره حق هم نه لرو چې تر څو به له موږ سره دغسې ناخوالې کيږي؟
دا چې شهباز شريف خپلې د بام واورې پر موږ رااچوي، نو زموږ څه خوله ورته ماته ده؟
نوموړي وويل: “پاکستان له نړيوالې ټولنې سره په هغو اندېښنو کې شريک دی چې په افغانستان کې له لويو ترهګرو ډلو لکه د د داعش خراسان څانګې، تحريک طالبان پاکستان، القاعده، د ختيځ ترکستان اسلامي جنبش او د ازبيکستان اسلامي جنبش ډلې د فعاليتونو په اړه يې لري.”
يا
بوټو : د جيش محمد ډلې مشر په افغانستان کې دی
او داسې نورې ورته خبرې.
په دې هم پوهيږو چې مشر ملا صاحب ملا محمد عمر نصيرالله بابر ته په کندهار کې څه ويلي وو؟
دا نا مشروع غوښتنې خو له هر افغان چارواکي شوي دي ان له نور محمد تره کي د ژنيو د غونډې په څنډه کې ضياءالحق کړې وه چې کرنيل امام پخپل کتاب ((د افغانستان د جهاد داستان)) کې راخېستې ده.
کرنيل امام :
د استاد سياف له خوا عربانو سره ډېر ښه کمونېکېشن شوی وو او مرستو يوه لويه برخه د جلال الدين حقاني د دفتر او استاد سياف د دفتر له خوا تر لاسه کېدلې او دا هغه څه وو چې مونږ ته خواشينونکي وو.
په جلسه کې د اکثره مشرانو رايه دا وه چې ”د افغان جهاد د نګرانۍ مشري بايد تل د پاکستان لاس کې وي او بل هرڅوک که دې ميدان ته را ګډيږي، نو بايد د پاکستان له لارې خپل کارونه مخ ته يوسي.“.
د يو اوږد ميټينګ او بحثونو وروستو ماته يوه نوې نقشه په لاس کې را وسپارل شوه.
زه د پنځوسو په شاوخوا کې نوی کمانډران ټريننګ کړم، ددغو کسانو ځانګړتياوې هم را وښودل شوې، ”دوی بايد د عصري زدکړو پر ځای ديني زدکړې ولري“. ديني زدکړې يې هم بايد د نړيوالو عصري سيسټمونو پر ځای د مدرسو او جماعتونو له لارې تر لاسه کړي وي. زمونږ داسې کسان پکار وو چې هغه بايد دينداره وي او په دې فاني دنيا غولېدونکي نه وي.
دې پورته څرګندونو ته په کتو زموږ د جهادي اسلامي نظام او د اسلامي امارت ډيزان يا مهندسي له مخکې نه په داسې بڼه او بنسټ جوړه شوې :
مشاهد حسين وايی :
هغه وخت خو زموږ پلان او فکر دا وو چې په افغانستان کې يو اسلامي دولت د ګلبدين حکمتيار په مشرۍ رامينځته او له هغې وروسته منځنۍ اسيا هم فتحه کړو.
د افغانستان د جهاد داستان
د طالبانو اسلامي امارت
افغان جهاد او ۳۵ مثالي ځوانان
امريکا لا هم هغه وخت نه غوښتل د روسيې پر وړاندې ځان د خبرې سر کړي، خو دا پاکستان و چې هر څه يې پر ځان ومنل او يو سخت دشمن سره مخ شو. نو د امريکا ارادې په وروستيو کې خرابې وې. هغه کارونه چې مونږ د افغان جهاد کې له ګډونه بايد د پاکستان له پاره کړی وی نه وو شوي. د شوروي په خلاف جګړه کې بايد مونږ ته زمونږ حق راکړی شوی وی، خو مونږ چې ليدل په کابل کې د مجاهدينو له حکومت جوړېدو وروسته هر څه زمونږ له لاسه ووځي.
۵۶ مخ
حاشية رد المختار على الدر المختار شرح تنوير الأبصار فقه أبو حنيفة
قوله ( ودرسك باقي الذكر ) أي تعلمك باقي القرآن عند الفراغ أولى من صلاة التطوع وعلله في منية المفتي بأن حفظ القرآن على الأمة اه أي فرض كفاية وصلاة التطوع مندوبة ط .
قوله ( من الصلاة ) التاء من الشطر الثاني .
قوله ( ودرس العلم ) أي المفترض عليك أولى وانظر من تعلم باقي القرآن .
قال في منية المفتي لأن تعلم جميع القرآن فرض كفاية وتعلم ما لا بد منه من الفقه فرض عين والاشتغال بفرض العين أولى اه .
وهو يفيد أن تعلم باقي القرآن أفضل من تعلم ما زاد على قدر الحاجة من علم الفقه ط وفيه نظر لاستوائهما في أن كال من الزائد منهما فرض كفاية بل قدمنا عن الخزانة قبيل بحث الغيبة أن جميع الفقه لا بد منه إلخ فراجعه .
ومفاده أن تعلم الفقه أفضل .
تأمل .
ثم رأيت التصريح به في شرح الشرنبلالي وكأنه لأن نفعه متعد .
او دېته ورته نور.
الله تعالی موږ په ټولنه کې د اجتماعي عدالت يا په نورو ټکو د ټولنيز انصاف په پلي کولو مکلف کړي يو، نه د امارت په جوړونه او هغه هم په داسې امارت چې لارښوونه يې ټوله کرنيل امام کړې ده. د هماغه خپل کتاب.
بهټو صيب لومړيو کې ګڼله چې دوی به له دې لارې په سردار داود فشار راوړي او هغوی به راضي کړي چې له پاکستانه په کرار کېني، خو کله چې پاک پوځ په دې کې شريک کړای شو، نو زمونږ ملګرو مياشتې مياشتې کار وکړ چې څنګه له دې فرصته د يوې اوږدې مودې له پاره ګټه واخلي او هم هغه وو چې مونږ په خپلو موخو کې تر ډېره بريالي شو، خو له بده مرغه بيا زمونږ ځينو جنرالانو مونږ ته مشکلات جوړ کړل.
که د جنيوا معاهده هغه ډول شوی وای څنګه چې د پاکستان پوځي قيادت غوښتله، نو زه باور لرم چې اوس به مونږ په افغانستان کې يو داسې ورور اسلامي هېواد درلودلای چې د پاکستان سلامتيا به په کې خوندي وای.
څوک بايد ماضي جبيره کړي، کرزی که حکمتيار؟
عصمت قانع
د حکمتيار صاحب پير کامل مولانا ضياء الحق په هماغه وخت کې په ډاګه وويل، چې پاکستان په خپل ګاونډ کې خپل سري او د پاکستان د ارزوګانو مخالف افغانستان د زغملو وړ نه بولي.
ضياء الحق به ويل، چې افغانان نه شي کولای د خپل جهاد سياسي نماينده ګي وکړي. ډګروال محمد يونس چې په هماغه وخت کې د پاکستان د پوځي استخباراتو د مشر جنرال عبدالرحمن سکرتر وو په خپل کتاب (د خرس تلکه) کې ليکي: يوه ورځ جنرال اختر عبد الرحمن تلېفون راته وکړ او ويې پوښتل، چې همدا اوس د امريکا سفير چېرته دی؟
يوسف ليکي، چې ما ورته وويل: زه نه يم خبر، خو جنرال په غوسه او قهر راته وويل، دا نا خبري د بښلو وړ نه ده. همدا اوس د امريکا سفير د اټک پر پُل واوښت او پروګرام لري، چې د افغانستان د مجاهدينو له مشرانو سره وګوري.
تاته په غوڅه لهجه امر کېږي، چې نور بهرني ديپلوماتان حق نه لري، چې د مجاهدينو رهبران وويني او نه د مجاهدينو رهبران اجازه لري، چې له غربي ديپلوماتانو سره ملاقات وکړي.
ايا داسې کومه رښتينې ژمنه شته چې زموږ شل کلن کوربه ګاونډي به له خپلې څلوېښت کلنې لاسوهنې لاس پر سر شوی وي؟ افغانستان کې لاسوهنه د ځان حق ګڼي او ځانته دا حق ورکوي، نو بيا څنګه د حق خبره بده وګڼو؟ که يې لاس اخېتسی وای او يا يې ځانته دا حق نه ورکولی، نو په ملګرو ملتونو غونډه کې به يې افغانستان نه تورنولو او نه به يې له طالبانو غوښتنه کوله چې د جيش محمد ډلې مشر راوسپارئ.
https://www.facebook.com/photo/?fbid=1944705315725327&set=a.332659466929928
هېښنده لا دا چې يو يې وايې چې خدای ته بغارې کړئ.
او بل يې بيا وايی چې :
د يو مسلمان په حيث ((توګه)) تاسې د حاجت لمونځونه وکړئ چې خدايه پاکه زموږه امير په دې خبره پوه کړې او که په دې کې کومې نيمګړتيآوې (نواقص) وي، نو موږه پرې پوه کړې.
خبريال ، ژورليد :
يعنې ستا په اند له حکومت نه نور د خوشې کېدلو تمه نشته او الله تعالی ته بايد زارۍ وشي چې ستاسې موخه يعنې هدف مو همدا دی؟
مولوي محمد عارف قاسمي :
ډېره غټه خبره همدا ده.
که زده کړه او ليک لوست داسې بده خبره وای او يا له شريعت سره په ټکر کې وای، نو قرآن ولې په ((اجعلني علی خزآئن الأرض اني حفيظ عليم)) کې حفيظ و عليم دوه صفته يا وړتياوې کارولي دي؟
ښکاره خبره ده چې د يوې دندې د تر سره کولو او لاسته راوړنې او هم د ورسپارلو يعنې مقررولو لپاره ښکلا ((حُسن) او نسب نه، بلکې حفاظت و پوهه اړينه ده او ان تر دې چې البغوي پخپل تفسير کې د يوسف عليه السلام په اړه ليکي چې : ((اني کاتب حاسب)) چې هر څه به يې ليکل او حسابول او لومړنی کس وو چې په قرطاسيه باندې يې ليکل پيل کړل. د ليک لوست سرچينه ابراهيمي عصر ته رسيږي، نو نن د هېواد واکمنه اداره يې ولې مخنيوی کوي او خنډونه ورته ايجادوي؟
له شک پرته چې په هېواد کې له تېرو څو لسيزو راهيسې په يو او بل نوم وځپل شول او ډېر وکړېدل، خو له الله تعالی پرته پرې بل هېچا داسې رحم او لورېينه ونه کړه چې د دوی درد پرې دواء شي.
په اتيايمه وروستۍ لسيزه کې چې د برحالې واکمنې ادارې خوسا هګۍ د نصيرالله بابر او د حميد ګل په لارښوونه په حقانيه کې شاربېدلې. زياتره ليدنې او ملاقاتونه به د ماخوستن له لمانځّه وروسته تر سره کېدل او خپل شاګردان به يې اړونده واکمنانو ته ورپېژندل، نو د يو افغان ومسلمان په توګه مې پر ځينو تر اوايلو نوييمو پورې خپله غاړه خلاصه کړې او ورته مې ويلي چې دغه دواړه چارواکي هېڅکله زموږ د ولس او ګران هېواد افغانستان په خير نه دي. هوښيار اوسئ چې د بېګانه وو په استخباراتي لوبه کې ښکېل نه شئ.
د تجربو او حقايقو له مخې ځينې کسان چې له هېواده بهر په بهرنيو هېواد کې د خپل ملي – اسلامي رسالت له مخې له ځينو متعصبو کړيو، وطن پلورو او نورو بېګانه ايډيولوژيو او ګټو پورې اړوند او تړليو ځينې خلک له رواني پلوه ځورول شوي چې له بده مرغه ځينو يې له ځينو سره له طبيعي او ځينو يې له ايډيوژيک پلوه عُقده اخېستې، نو له خپل انګله پر نورو هم ورته اند کوي چې دا يې يوه تېروتنه او بې انصافي ده.
افغانستان د ټولو ګډه خاوره او ګډ ميراث دی او ټول به ترې په هر ډګر کې په هره کچه د خپل ملي – اسلامي او هم د اخلاقي رسالت له مخې ساتنه کوي.
واکمنې ادارې ته اړينه ده چې د ((واوفوا بالعهد ان العهد کان عنه مسؤلا)) د خپل کړي تړون Agreement for Brining Peace to Afghanistan له مخې چې هلته ورته په درېيمه برخه کې څه سپارښتنې شوې وې Intra-Afghans dialogues and negotiations will be positive هغې ته بايد پاملرنه وکړي، خو واکمنې ادارې چې اوس ځانته د حکومت دعوه هم کوي له ټولګډونه مخ اړولی او پر واک يې منګولې خښې کړي دي، نو ستونزې يې ځانته خپله زېږولي دي ښه به دا وي چې د حل يوه رغنده لار ورته ولټوي. دا به بې انصافي وي چې پړه يې پر نورو ورواچول شي.
په درنښت
سيد حسين پاچا
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.