غزل

سهیلا اصغری

893
د دردو خبرې ډېرې دي صاحبه
هرې خوا نه راچاپېرې دي صاحبه
اې طالبه اوس د دې وطن “صاحبه”
ستا په باب کيسې هم ډېرې دي صاحبه
د ملت جلو اوس تا ته درکړل شوی
خو له تا گيلې بې‌شمېرې دي صاحبه
په برچي کې هزاره په وينو لامبي
بې‌گناه جنازې ډېرې دي صاحبه
د عسکر په نوم دې پرې کړل پرې سرونه
وېل دې دا څېرې ناغېړې دي صاحبه
علم بند شو په بنده مسلمانانو
نجونې ژاړي څېرې زېړې دي صاحبه
عقده‌مند، لوبې په ژبه د پاړسي کا
ستا نه دا لوبې راجوړې دي صاحبه
د سرونو د لَوْگرو لښکر جوړ دی
ژبې بندې، ترې له وېرې دي صاحبه
له بارانه تر ناوې لاندې راگير شوو
د “اشغال” خبرې تېرې دي صاحبه
د کنړ د سيند اوبه چې ورتويېږي
د هغو حملې کَپېرې* دي صاحبه
دا وطن له غمه سوړ له درده سور دی
تا ورکړې ښې څپېړې دي صاحبه
چا و چا په دې وطن مامېلې** وکړې
کارنامې یې کله هېرې دي صاحبه
سهیلا اصغري
۲۲/۰۹/۲۰۲۲
——————————-
* کافرې
** معاملې

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.