د ا.ا مشر هبتالله اخندزاده په یوه غږیز پیغام کې ویلي چې د تېرو شلو کلونو د حکومتونو پرمهال د وزارتونو لپاره جوړ شوي قوانین او لایحې به څېړي او هغه چې د شریعت خلاف دي، لغوه به یې کړي.
هبتالله اخندزاده دغه غږیز پیغام کې د یوه اسلامي نظام پر جوړېدو ټينګار کړی او په وینا یې، هیله لري چې هېواد کې سل سلنه اسلامي نظام جوړ کړي.
نوموړي ویلي: «تاسو ته ډاډ درکوم، د ټولو وزارتونو قوانین، اصول او لوایح چې په تېرو شلو کلونو کې د کرزي او اشرف غني په دوره کې جوړ شوي دي، ما راغوښتي دي، هغه مې علماوو ته ایښي دي چې له نظره یې تېر کړي، هغه چې شرعي نهوي، د خلکو په ګټه نهوي او ظالمانه حکمونه وي، هغه لغوه کوو. سوچه اسلامي نظام جوړو.»
د ا.ا مشر همداراز ویلي، له هر هغه چا او هېواد سره تعامل کوي چې د شریعت او د افغانانو د ګټو خلاف نه وي.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.