لنډۍ، د ثبتولو ستونزه

آصف بهاند

705

لنډۍ، د ثبتولو ستونزه

یوسلوپنځه اویایمه برخه

ځان ته په خپله ډاډ په کار دی

مدام به څوک ډاډه کوي داغلي زړونه

 

که د لالي خاطر مې نه وي

چیرته خندا، چیرته زموږ داغلي زړونه

 

د مینې لار ډېره اوږده ده

د نفرتونو لارې ډېرې لنډې دینه

د نویو او په زړه پورو لنډیو په دې برخه کې مې دا لنډۍ تاسو درنو لوستونکو ته راټولې کړې دي:

د نصيبونو ويش شروع و

ما لیونی کچکول چپه نیولی وونه

 

د نصیبونو فیصلې دي

د زړه په خوښه یاران چا موندلي دینه

 

که د لالي خاطر مې نه وي

چیرته خندا، چیرته زموږ داغلي زړونه

 

په خدای که ټکی هم خوشحال وم

د زړه په زور خندا کوم وخت تېره ومه

 

د نصیبونو فیصلې دي

د زړه په خوښه یاران چا موندلي دینه

 

خلک به وسوځي په اور کې

که سره لمبه له زړه د باندې و باسمه

 

له مسافرو گیلې مه کړئ

وړې ـ وړې خبرې زړه ته غورځوینه

 

د مېښې زوی کرار ویدۀ دی

چې وچ ویښتۀ ږمنځوم ښېرا کومه

 

په مخ دې بیا څپـېـړې راکړې

په سترګو ړوند شې پېغلې چا وهلي دینه

 

څنګه مې زړه کې را زرغون وې

څنګه مې کډې درنه لرې تللې دینه

 

 

د نصيبونو ويش شروع وو

ما لیونی کچکول چپه نیولی وونه

 

سړیه ټول کټ دې نيولی

زما نرۍ ملا پر بازو ده، مړه دې کـړمه

 

لاسونه کلک رانه چاپير کړه

په هديرو کی مئین بیل ـ بیل خښوینه

 

‏زما د سرو زرو وطنه

‏تر بڼې سپک شوې، د بې قدرو په لاسونه

 

بارانه ورو، ورو پرې ورېـږه

زما لالي ته دې لامدهٔ کړل کتابونه

 

د خلکو عقل سر ته راغی

باران شروع شو خدای دوعاوې قبلوینه

 

زما د کلي قسمت خوار دی

چې ونې شنې شي، ځمکه رنګ پۀ وینو شینه

 

د باچاهۍ لايقې پېغلې

ستا د اوربل ګردونه زړه ارې کوينه

 

زما ټوټې، ټوټې زړګیه

چې مازدیګر شي په جارو دې ټولومه

 

حلالولو ته مې بوځه

د تنهایۍ شپو ته مې مه پرېـږده لالېه

 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.