د ا.ا مشر: له واقعيته لرې پر چارواکو نقد کول شرعا جواز نه لري

984

د ا.ا مشر شیخ هبت الله اخوندزاه ویلي، چې د اسلامي لارښوونو سره سم پر مسوولینو بې ځایه تورونه ویل او له واقعیت څخه لرې نقد کول شرعاً جواز نه لري. نوموړي ویلي شایعات خپرول په اسلام کې ځای نه لري او د مسلمانانو تر منځ هم د کرکې او لامل کیږي، اعتبار او باور له منځه وړي او همتونه کمزوري کوي. دغه راز کوم عسکر ته لاس اچول، یا یې جامې څیرل او یا هم بد رد ورته ویل، په دې کې سزا ورکول کیږي او د جامو څیرلو تاوان ورڅخه اخیستل کیږي. د اسلامي امارات مشرتابه ویلي، همدارنګه د قضایي محکمې سپکاوی او قضایي مجلس اخلالولو صورت کې قاضي سزا ورکولی شي خو عفوه بهتره ده. په خبرپاڼه کې راغلي یادې اسلامي لارښوونې  د ټولو هیوادوالو او خبري رسنیو لپاره شرعي مسوولیت جوړیږي، چې عمل ورباندې وکړي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.