دوه شخصي باورونه چې د ژورخپګان سبب ګرځي

نورالدین احمدزی

436

١- ټول باید ما سره مینه ولري:

کله چې زموږ د هویت تائید د نورو خلکو له لورې شو، نو آرامتیا او سکون زموږ د ژوند څخه له منځه ځي، په دغه کار سره موږ د ټول ژوند روحي او جسمي خوښې د نورو په رضایت پورې تړو، چې دا مو د ژورخپګان لپاره زمینه سازې کوي، او هیڅکله داسې نشې کیدلای چې تاسو دې د نورو له طرفه همیشه تائید شي.
سمه ده، دا چې موږ دې ته ضرورت لرو چې د نورو خلکو له لورې تائید شو او مینه راکړل شئ، ولې دې ته باید متوجه و اوسو، چې د ټولو انسانانو تربیت او د هغوی سلیقه، کړه وړه سره یو شان نه دي، او نه شې کیدای چې د ټولو دې موږ خوښ شو.

٢- زه باید بې نقصه و اوسم:

د بې نقصه، بشپړوالي او یا هم د نورو څخه د بهتروالي طمع او توقع لرل مو د ژورخپګان سبب ګرځي.
ځکه د ژوند قانون موږ ته ژر او یا هم وروسته دا را زده کوي، چې موږ نشو کولاې په هره برخه کې کامیاب او کامل و اوسو.
زیاته طمع او توقع د خپل ځان او نورو څخه لرل، موږ ته دروغجن یا کاذب امید راکوي.
مګر وروسته له څه مودې تیریدلو څخه موږ پر دې پوهېږو، چې زموږ امیدونه د لاسته راوړلو وړ نه دي، نو دغلته ده چې په خشم، دښمنې، غوسه او بلاخره په ژورخپګان مبتلا کیږو. دغه هغه احساسات دي، که په ژوند کې مو دوام ومومي، نو موږ به له ژوند کولو څخه بیزاره کړي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.