!د کابل پوهنتون پښتو پوهنځي ریاست ته غوښنتلیک

ډاکتر ماخان مېږی شینواری

924

د کابل پوهنتون پښتو پوهنځي ریاست ته غوښنتلیک!

د کابل پوهنتون د پښتو پوهنځي و ریاست ته په درنښت!

لومړی: د پښتو حالتونو اړیینه اړتیا!

په پښتو کې حالتونه، چې په نصاب کې داخل شي او داسې څه روښانونه یې.

ډېرو درنو د پوهنتونو د پښتو استادانو، د پوهنې وزارت او د علومو اکادمي استادانو ته یو پرانستی غوښتنلیک.

سر له نن څخه مې په درنښت وړاندیز دی، چې دا د پښتو د حالتونو، چې په پښتو کې څو حالتونه  دې د ښوونځي په درسې نصاب کې او همدا ډول  په نورو پوهنیزو پروګرامونو کې  ورګډ شي، چې ډير اړیین دی:

موږ په پښتو کې څلور حالتونه لرو، چې دا لاندې دی:

لومړی: کړونی حالت: دا هغه حالت دی، چې څه په کې کیږي، او یا کړل کیږيي.

دا حالت د هر کس یا کسانو لپاره دوه نومځاینیوي لرې، چې زه، ته ، هغه …. او ما، تا، هغه ….. دي. زه به دلته همدا یو زه او ما سره دا څېړنه یاښه یې روښانه ونه  و مخ ته بوزم.

۱لومړی – هغه کړنه چې کیږي، په هغې کې د وختونو په هکله نومځاینیوی نه بدلیږي.

لکه: زه پاڅېږم او زه پاڅېدم. دلته د اوس او د تېروخت نومځاینیوی همهغه،، زه ،، دی.

۲لومړی – دا هغه کړنه ده، چې پرېکړونی لري او له دې امله کړل کیږي. په دې حالت کې وخت اړوند نومځاینیوي بدلیږي او په لاندې ډول:

۲لومړی۱ – زه ډوډۍ خورم. د دې اوس وخت لپاره، چې ډوډۍ پرېکړونې ده.

۲لومړی۲ – ما ډوډۍ وخوړه. دا د تېر وخت لپاره د ،، زه ،، په ځای ،، ما ،، راځي، چې دلته هم ډوډۍ پرېکړونې ده.

دویم: د پرېکړوني حالت: په دې حالت کې پر یوه څه یا چا باندې څه کیږي یا کړل کیږي.

دا حالت هم د لومړي حالت په څېر دی، خو د نومځاینیوو دندې یې دلته بدلیږي.

۱دویم: دا هغه حالت دی، چې پرېکړونی یو کړونی لري.

۱دویم ۱ – ما غورځوي.

۱دویم ۲ – زه دې وغورځولم.

۲دويم ۱- زه غورځېږم او

۲ دویم ۲ – زه وغو‎رځېدم.

دا به دواړه اوس په یوه غونډله کې یوځای راوړو، چې کړونی او پرېکړونی په یوځای وي.

ما ته غورځوې. زه تا وغورځولم.

دریم:   خاوندوالي حالت: په دې حالت کې یو د ،، د ،، مورفېم، چې خپلواکه پوهېدنه نه لري، د یوه نومويي سره یوځای راځي او د یوه چا یا یوه څه خاوندوالی وښایي:

لکه: دما کور یا د سپین کور. دا د کور خاوندوالی د مورفېم،، د ،، سره څرګندیږي.

یادونه: له دې امله په زما، یما او د ما کې د ما سم او معیاري دی.

نومونه: ،، د ،، د خاوندوالي حالت مورفېم.

څلورم: د پسېځاینیوو حالت:

په پښتو کې دا هغه  د ژبې ستونځمنه برخه ده، خو که له دې سره سم کار و مخ ته بوتلل شي، کومې ستونځې نه زېږوي او راتلونکې لیکنې مو له ناسمونو ساتي.

دا به لومړی د کلیتیکي دا په دې پوهېدنه، چې دلته د اینکلیتیکي نومځاینییو سره  ولیکو:

یو – ( را، در، ور) ( څخه، سره، کره، کې، باندې، پورې، پورې، ته… که نور ومخ ته راغلل، نو لار یې همدا ده، کومې ستونځې نه لري).

دوه – دااوس د دې نور نومځاینیوو سره لیکو:

۱دوه – (له ما، له موږ، له تا، له تاسو….) ( څخه، سره، کره…)

۲دوه – (په ما، په موږ، په تا، په تاسو،…) کې

۳ دوه- ( پرما، پرتا، پر هغوي…. ) (باندې، پورې(۱))
۴ دوه – ( تر ما، تر تا، تر هغوي،….‎) پورې (۱)

۵ دوه – ( وتا، وما، وهغه،…) ته (۲)

………………….

په پورته لیکنه( ۱ ) کې دا ویی ،، پورې،، دوه بېلابېلې پوهېدنې لري: دا د تر تا پورې کې دا ،، پورې،، پوله په ګوته کوي او دا بل ،، پور،، د یو څه پورې، چې یو څه نښتي وي، لکه د ما په کالیو پورې خټې وتپل شوې.

په ( ۲ ) کې ،، و ،، و پښتنو ته یا و ځنې پښتنو ته داسې نابلده برېښي، خو ګومان مې دی په کندهاري ویېنو کې شته، خو همداسې دی.

اوس یې لږ روښانونه.

په پورته لیکنه کې  له، په، پر،تر، و او … ټول د اړونده حالتونو مورفېمونه دي، چې یواځې د  نومخاینیوو سره د اړونده پسېځاینیوي لپاره موخه ور او اړونده پوهېدنه لري.

دا داسې ده، چې هر یو له دې مورفېمونو یو ټاکلی یا څو ټاکلي پسېځاینیوي لري او په څټ هر یو پسېځاینیوي یو ټاکلی اړونده د حالتونو مورفېم لري.

لږ روښانونه: یو حالتمورفېم کېدی شي څو پسېځاینیوي ولري، خو هر پسېځاینیوی، ټیک یو د پسېځاینیوو حالتمورفېم لري.

د یوې پرېکړې لپاره: په پورته کې ګورو، چې دا له،په، تر، پر … د حالتونو مورفېمونه دي او یواځي او یواځې په ،، دوه -،، کې  د اړونده حالتونو سره راځي. ،،حالتمورفېمونه،، راته  ښکلې نومونه برېښي. وبه لیکم، چې ښکلې نومونه ده او همداسې ده.

،، دوه-،،  یواځې او یواځې یوه شمېرپوهنیزه کلمه ده، چې داسې ور څخه پوهېږو:

حالتمورفېم سره اړونده حالت پسېځاینیوي او یوه  اړونده  حالتپسېځاینیوي لپاره ټیک یو اړونده مورفېم شته یا تنظیم شوی، چې بل هر ډول راوړنه یې ناسمه ده.

په پوره پام: دا مو د ټولو ناسمونونو مخه نیسي، لکه ټرټولو.. . تر مڼخ ، تر څنګه، چې پورې ورسره نه وي او نور.

لنډ: له دې داسې پوهېږو، چې دا مورفېمونه– که حالت مورفېمونه یې وبولو ښه به وي- په بل ځای یا له نا اړونده نورو پسېځاینیوو سره راشي، نو هرو مرو به ناسم وي.

داسې لږ د الماني سره پرتله کونه:

په الماني ژبه کې د هر حالت لپاره ځانګړي نومځاینیوي شته. لکه

 ich,mein,mir, mich

خو په پښتو کې موږ د دې بدلونونو لپاره اړونده مورفېمونه لرو، چې هر یو یې خپله ځانګړې روښانوندنده لري.

 پای یادونه:

  الف- ،، د ،، د خاوندوالي حالت مورفېم دی.

ب – ،، له،، ، په ، ، پر ، تر، و ،… د (اړونده پسېځاینیو) د پسېځاینیوي حالت مورفېمونه دي او له دې څخه بله دنده نه لري او بله هر ډول کارونه یې ناسمه ده.

هیله ده، چې له دې سره به مو د پښتو ژبلارېزو ستونځوبیو لپاره یوه ښه روښانونه ګرانو لوستونکو ته وړاندې کړې وي.

که دا لیکنه درته د یوه پښتو ډاکتر لیکنه نه برېښي او له دې سره به یې ارزښت درته کم وبرېښي ( سمه خو ده) ڼو کړی چې و ماته د ما د ټولو پښتو لیکنو په چوپړ کې او په ځانګړې توګه د حالتونو مېندنې، چې د پښتو پهژبپ،هنه کې یوه غوره میندنه ده یوه د پښتو دوکتورا هم راکړۍ. باور وکړۍ، چې د پښتو په تاریخ کې دومره کار او سم کار و پښتو ته شوی دی. ګورۍ، چې لیکنې مې په رېښتیا ځانګړې دي. ما د پښتو دوه ګرامرونه لیکلي، په پښتو کې نا سم راننباسل شوي ویونه او نورې لیکنې.

هیییییییله ده، چې ځانپالنه یې ونه بولۍ، زه هر کار چې کوم، هغه د ما د ځان لپاره دی، چې ځان روغ وساتم او دا دنده یې له سره کړې. خپل کار په چا نه خرڅوم او نه په چا کوم احسان اچوم، خو له تاسو سره یې ګډونه اړیینه بولم، ګومان مې دی، چې و چا ته به په دې کې زیان هم نه وي، چې دا به بیا ناروا کار وي.

دا زه چې وړاندیز کوم، هرو مرو یوه ساده خبره نه ده. د دې باورې کېدو لپاره کېدی شي یو د پښتو پوهانو، د نورو پوهنو کسان او همداسې د علومو اکادمي له خوا څخه یو کنفرانس ترتیب شي، چې په هغه کې زه د خپل لیکلي وړاندیز سمون او اړیینوالی روښانه کړم، دا راته هرو مرو برېښي.

د دې حالتونو په څېړلو کې مې د نور په څنګ کې ډېر کلونه کار کړی، چې هغه په برېښنا کتابتونو کې هم شته – ketabton.com  – او د اړتیاپه وخت کې یې زه ورلېږلی هم شم.

که تاسو په هکله د مالیکنې وګورۍ، نو درته روښانه به شي، چې ما و دې لار ته د  رارسېدو لپاره څومره ستونځې ګاللې دي، خو لاس ته راوړنه یې پوره روښانه ده، چې پوره ورته خوښ یم.

دویم غوښتنلیک:

د فوق العاده ډاکترۍ راکړې غوښتنلیک!

په پښتو د ما د سترې او بې بدیله بریالۍ څېړنې په هکله د دې کار لپاره د فوق العاده ډاکترۍ راکړې هیله!

د کابل پوهنتون د پښتو پوهنځي  و درنو پوهاندانو او ټولو استادانو ته په درناوي!

لکه چې ګورۍ، ما په دې اخرو نږدې اولس کلونو کې د پښتو په څېړنه کې زیات کار کړی او ډېر اثار یا لیکنې مې خورې کړي، چې دا ټولې د پښتو تاریخ په اوږدو کې لومړنۍ او یواځنۍ پوهنیز کار دي، د ژبې له لارې به دا هم ووایم، چې لیکنې مې رېښتیا هم  پښتو او ځانګړې دي.

په دې ټولو لیکنو کې هغه ستر کار دا دی، چې ما د څېړنو په بنسټ ماته دا بریا هم په برخه شوې،  ومومم، چې پښتو هم په خورا روښانه او پوهنوړه توګه څلور حالتونه لري، چې له دې سره مو له یوې خوا څخه د ژبې ستونځې له منځه ځي او له بلې خوا دا د ژبې د ژبلار او ژبپهنې هغه غوره برخه  او پوهنیزه بډایېه ده، چې نوره هم پوره کیږي.

دا د یوه مسلک په پوهنیزه څېړنه کې یو ډېر ستر کار دی، چې باید د پوهانو له خوا یې ستایېنه او پېرزویېنه وشي او هغه د یوې فوق العاده ډاکترۍ ورکړه ده.

دا هیله مې د ځان لپارهنه ده، دامې د کار د لاس ته  راوړنې له المه ده، چې وخپلې ژبې ته په درنښتوګورو او نور پښتانه ژبمینه وال هم مینه ورسره پیدا کړي.

که چېرې د ما غوښتنه نا سمه او ناروا وه، نو هغه په ډېرو ستونځو ولاس ته راوړې د شمېرپوهنې ډاکتري دې راڅخه واخستل شي او په مطبوعاتو کې دې هم په پراخه توګه  د ماغندنه وشي.

ستاسو ماخان او په هرصورت بریالي اوسۍ.

که په هکله یې له ما څخه څه غوښتوني وي، نو  برېښنا پته مې شته:

Smakhan1946@gmail.com

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.