پښتون ملتپاله سیاستوال غلام الدین شیراني 

لیک:  عبدالکریم شیراني

755
غلام الدین شیرانی یو تکړه پښتون او پیاوړی ملتپاله سیاستوال وو. نوموړی پر ۱۵م ستمبر کال ۱۹۴۵ میلادي کې د سهېلي پښتونخوا په تاریخي سیمه شیراني ولسوالۍ کلي غرلمه کړمانزی کې زوکړی و. د پلار نوم یې احمدخان شیراني و. نوموړی د پښتونخوا ملي عوامي ګوند شیراني ولسوالۍ ضلعي سیکرټري (د ولسوالۍ مشر) دی او د تحصیل شیراني پخوانی نائب ناظم (مرستیال ښاروال) وو.
نوموړي قرآن مجید او خپلې لومړنۍ دیني زدکړې له کلي کوري وسطې او لهړ کلي له علما کرامو څخه کړې وې وروسته یې بیا عصري زدکړو ته مخ کړی او د کړمې کړمانزی کلي له لومړي دولتي ښوونځي “ګورنمنټ پرائمري سکول کړمه” څخه خپلې لومړۍ زدکړې تر پنځم ټولګي پورې بشپړې کړې او بیا یې تر اتم ټولګي پورې زدکړې د ږوب ښار له دولتي ښوونځي “ګورنمنټ ماډل های سکول ږوب” څخه وکړې بیا یې د لژ وخت لپاره د زدکړو لړۍ وځنډېده وروسته یې بیا تر دولسم ټولګي پورې زدکړې له لاهور تعلیمي بورډ څخه په پرائیویټ توګه وکړې.
نوموړی د زدکړو تر بشپړ کیدو وروسته په کال ۱۹۶۴ میلادي کې د جې وي ښوونکي په حیث په منګلزی کلي کې وګمارل شو. په کال ۱۹۶۵میلادي کې یې له کوټې څخه د ښوونکي روزنه (ټریننګ) وکړی وروسته بیا جې اي ټي شو. په کال ۱۹۸۹میلادي کې متقاوت (تقاعد – ریټائر) شو. نوموړی د سیاسي فعالیت له امله څو وارې له دندې څخه وځنډول (معطل) شو خو بیا به له ډېرو هلو ځلو وروسته بېرته پر ځای (بحال) کړل شو.
غلام الدین شیراني د زدکړو له وخته(زمانه طالبعلمي) څخه د ملتپاله سیاست پلوي و خو چې کله خان شهید عبدالصمد خان د پښتونخوا ملي عوامي ګوند په نوم نوی پښتون ملتپال ګوند اعلان کړ نو غلام الدین شیراني او دده ملګرو لکه صوفي نورمحمد شیراني او ملک اخترجان شیراني په یاد ګوند کې ګډون وکړ. ښاغلي غلام الدین شیراني د نوي ګوند پښتونخوا ملي عوامي ګوند تحصیل شیراني لومړی تحصیل سیکرټري (مشر) وټاکل شو وروسته بیا چې تحصیل شیراني ته د ولسوالۍ حیثیت ورکړل شو نو نوموړی د یاد ګوند د شیراني ولسوالۍ ضلعي سیکرټري (مشر) وګمارل شو چې د ژوند تر وروستۍ سلګۍ پورې پر یاده دنده پاتې شو چې دا پخپله یو اعزازي ریکارډ دی. نوموړی د خان شهید او سائی کمال خان شیراني نږدې ملګری و. خان شهید عبدالصمد اڅکزی یوه پلا د نوموړي کور ته هم راغلی و. ښاغلي غلام الدین شیراني د قام او ګوند لپاره ډېرې ستړې او تکلیفونه ګاللي و.
نوموړي په لومړي ځل په کال ۱۹۹۲ میلادي کې د ښاروالۍ په ټاکنو( بلدیاتي انتخاباتو) کې برخه واخیسته او له یونین کونسل ماڼېخواه څخه د ډسټرکټ کونسل ږوب (د ولسوالۍ د شورا غړی) وټاکل شو. په کال ۲۰۰۰م میلادي کې بیا د تحصیل نایب ناظم( مرستیال ښاروال) وټاکل شو. د ژوند په وروستیو کالو کې یې د روغتیا د ناسم وضعیت له کبله په ټاکنو کې برخه نه اخستله او د ګوند له لوره به یې بل کوم غړی د کاندید په توګه ونومولی. نوموړی د کلکې ناروغۍ سره بیا هم د ژوند تر پایه د پښتونخوا ملي عوامي ګوند شیراني ولسوالۍ ضلعي سیکرټري (مشر) و چې دا نوموړي له قام او ګوند سره د مینې او خلوص نښه ده .
ښاغلي غلام الدین شیراني پر ۱۲م اکتوبر د بده په ورځ کال ۲۰۲۲ میلادي کې له اوږدې ناروغۍ وروسته د ږوب ښار په پوځي روغتون(CMC) کې ساه ورکړه او پر ۱۳م اکتوبر د جمعرات په ورځ په خپل پلرني ټاټوبي غرلمه کې د زرګونو خلکو په شتون کې خاورو ته وسپارل شو.د نوموړي په وروستیو مراسمو کې د زرګونو ځایي خلګو ترڅنګ د بېلابېلو ګوندونو غړیو او د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مرکزي او ایالتي رهبري لکه عبدالرحیم زیارتوال، رضامحمد رضا، عبدالقهار ودان، عبیدالله بابت، یوسف خان کاکړ، خوشحال خان کاکړ، ډاکټر بازید روښان او ګڼ شمیر نورو مشرانو هم ګډون درلود او د نوموړي ته یې عقیدت ګولونه وړاندې کړه او مړینه یې یو قامي زیان وبللی.
اروا یې ښاده او یاد یې تل پاتې.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.