برازیل د افغانستان تر سقوط وروسته شاوخوا ۶۰۰۰ کسانو ته د بشري حقونو اړوند ویزې ورکړي دي خو د دې هیواد ځايي چارواکي وايي چې دوی نه پوهیدل چې د افغانستان تر سقوط وروسته به لسګونه افغانان یوازې په روانه میاشت کې په ورځني ډول دغه هیواد ته را رسیږي.
د ساو پاولو ګوارولهوس د هوايي ډګر د سیمې چارواکي وايي چې د دغه شمیر افغانانو شمیر ښايي لا پسې ډیر شي ځکه په ورځني ډول په اوسط څلور پروازونه له منځني ختیځ او سویلي آسیا څخه دغه هیواد ته رسیږي. د دغه نړیوال هوايي ډګر د مهاجرت څانګه اټکل کوي چې اوسمهال شاوخوا ۱۳۰ افغانان د دې هوايي ډګر په دوهم ټرمینل کې میشت دي او دا چې د نویو مهاجرینو په رارسیدو سره چارواکي اوس د دوی د ځای پر ځای کولو بوخت دي.
له دغو مهاجرینو څخه یو شمیر یې د رویترز خبري اژانس ته ویلي چې دوی دلته په داسې حال کې راوړل شوي چې د اوسیدو د ځای بندوبست یې نه وو شوی او دا دي اوس ځايي حکومت دغو کسانو ته له هوايي ډګره بهر د اوسیدو د ځای په لټون کې دي.
رویترز خبري آژانس د دې سیمې د څارنوالانو یو لیک هم لیدلی دی چې پکې پر ځايي حکومت د وضعیت د مدیریت له کبله فشارونه راوړل شوي دي او په دې هکله یې له حکومت څخه د جزئیات غوښتنه ترې کړې ده. د برازیل د عدلیې وزارت چې د مهاجرت اړوند چارې ور په غاړه دي، په دې هکله له تبصره کولو ډډه کړې ده.
د ساو پاولو ځايي حکومت، ښاروالۍ او د دې سیمې مدني فعالین اوس د دغو افغان مهاجرینو ستونزو ته د رسیدګی له پاره هڅې کوي. د ځايي مرستندویه ټولنې یوه غړي سواني زینوبیني چې له دغو افغانانو سره مرسته کوي وايي چې موږ وکولی شول «دوی ته درې وخته خواړه، یوه کمپله او واکسین ورکړو.»
دویچه ویله
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.