شاعر: رياض بهشت

لیکوال: محمداجمل کریمي

930

زه همېشه وایم چې له پخواني استاذان شاعرانو را په دې خوا د نني عصر نوي او تاند شاعران هم هڅه کوي ترڅو نوښت و مموي او ډېرو مندلی هم دی.

لیکوال: محمداجمل کریمی
چې دا د نني عصر له ادب سره یوه ډېره ښه وفا ده او لا یې رنګ ور بښلی چې دې کې بلها ډېرو ځوانو او تاندو شاعرانو کار کړی او کوي يې خو یو له هغو ټولو نه چې زه یې کافي یوه کال راهسې تعقیبوم او له الفاظو یې خوند او فند اخلم هغه زمو ځوان شاعر محترم (ریاض بهشت صیب) دی چې په پوره معنا بار شاعري لیکې او خپل دغه مسلک ته ژمن پاتې شوی دی چې دا به یې د لا پر مختګ لامل ګرځي.
دغه محترم شاعر اکثره غزل لیکې داسې غزل لیکې چې سړی یې تعریف ته الفاظ نه شي را غونډولای نظم هم لیکي خو نظر نظمونو ته غزل باندې ډېر کار کوي همدا وجه ده چې غزل یې په خلګو او د هغوئ په زړونو منلی دی.
محترم (ریاض بهشت صیب) همېشه هڅه کړې چې شعر ښه روان ولیکې تر څو یې هر سړی بې له زحمت ولوستا شي چې په دې کې پوره برلاسی شوی هم دی.
تاسو یې دغه لاندې غزل ولولئ.
غزله
چې سلامت له بيوسۍ نه په امان نشي
غم به يې غم نشي آرمان به يې آرمان نشي
ايره ايره دې کړو نظر دې ترينه واړوه
لکه رانجه غوندې په سترګو کې دې وران نشي
په دې عﺫاب دې مسلط نشي امان دې وي!
په دوو راهۍ کې دې هيڅوک له چا روان نشي
داسې ساعت نه وي چې نه دې يادووم پکې
داسې ګړۍ نه وي چې ﺯړه مې په ضربان نشي
ستا په رانجو ليکلي نوم ته وارخطا يمه!
ﺯما په سترګو وريځه راغله چې باران نشي
ما قرض راوړي! ﺯه پوهيږمه چې غورځوي يې.!
ﺯړه کې همدا وايم ګلان راا چې تاوان نشي
که رانه لاړې .! جنتونه به اور واوړي
که رانه لاړې.! ژوند به هيڅ راته اسان نشي
رياض بهشت
دغه روان غزل څومره خوند لري په ویلو کې
دې غزل کې شاعر نه یوازي خپلې معشوقې ته مخاطب ده بلکې خلګو ته ځینې له درد ډکې صحنې هم یادوي.
مطلع څومره عالي فر مایي.
چې سلامت له بيوسۍ نه په امان نشي
غم به يې غم نشي آرمان به يې آرمان نشي
څومره واقیعت خبره شاعر کوي
کله چې په یوه انسان بې وسي راځي نو هغه نور څه پرېږده خپل ځان هم ورباندې بوج وي نو څه خو له ارمانونه او هیلې چې شاعر دغه حالت دې بیت کې څومره عالي تشریح کړی
دوهم بیت کې شاعر خپلې معشوقې ته څه ښه وایي.
ايره ايره دې کړو نظر دې ترينه واړوه
لکه رانجه غوندې په سترګو کې دې .
کله کله داسې پیښیږي چې یو سړی د داسې چا مخ ته ودریږي چې هغه ورباندې ډېر تأثر لري نو هلته سړی په پوره معنا خپل هواس بایلي حتی ځان لکه مړه ایره داسې حسابوي چې باد یې یوه بلې خواه ته بادوي.
د غزل دې بیت کې شاعر خپلې معشوقې ته په څه ښه انداز ګیله کوي.
ما قرض راوړي!زه پوهېږمه چې غورځوې یې.
زړه کې همدا وایم ګلان راا چې تاوان نه شي.
هی څه منظر کشي دې بیت کې شاعر د هغه چا رسم کړې چې د غرور حد ته رسېدلې وي او ته باوري یې چې غوځوي یې خو بیا هم خپل خوږ احساس په ګلانو ورته وړاندې کوې.
که په پوره غزل وغږېږم نو لیکنې نه به کتاب جوړ وي.
دغه ځوان شاعر داسې څه لیکي چې هغه د سلګونو زړونو ترجماني ده.
تاسو یې دغه غزل هم وزغمئ.
رياض بهشت
تاﺯه غزل
نه مې د ﺯړه پوره شو نه د ژوندانه ضرورت
سل ځايه ځايه کړم يوه يوه يوه ضرورت
ښه.. تانه بغير مې ولې ساه بنده شي حيف په ما
چې هوا هم نه يې نو بيا مې درته څه ضرورت
ﺯمونږه هيلې هم د ټوکو د خنداوو شوې..!
او مجبوري خو به مو هيچا نه باله ضرورت
نن چې تندى په ځمکه ځمکه وهم تا غواړم
نن دې راتګ داسې ګڼمه لکه ښه ضرورت
تانه بغير مې تکيه نشي د الله ج په خلقيت
ﺯما په واړه طبيعت کې هيڅ نه.. ته ضرورت
داسې په ډيرو دوﺯخونو راتير شوى ومه!!
او داسې ډيرو جنتونو ته مې وه ضرورت
رياض بهشت
د دې غزل مطلع کې شاعر څه ښه رسامي کړي ده چې
نه مې د ﺯړه پوره شو نه د ژوندانه ضرورت
سل ځايه ځايه کړم يوه يوه يوه ضرورت.
دې بیت نه یوازي د لوستلو خوند دی بلکې مفهُم یې هم خوندور دی.
شاعر د ژوند هغه ضرورتونه تعبیروي چې د پوره شوي نه وي خو تا ورپسې دومره مونډې کړې وي چې نور دي په ځان خوا بدیږي.
محترم (ریاض بهشت صیب) صیب میَن دی او له خپلې معشوقې سره تر دې حده مینه لري لکه ګلاب چې بې شبنمه د لمر تېزو شُغلو ته تاب نلري دغه تاند شاعر بې معشوقې ژوند ته تاب نلري ځکه خو وایي.
ښه.. تانه بغير مې ولې ساه بنده شي حيف په ما
چې هوا هم نه يې نو بيا مې درته څه ضرت.
نن چې تندى په ځمکه ځمکه وهم تا غواړم
نن دې راتګ داسې ګڼمه لکه ښه ضرورت
تانه بغير مې تکيه نشي د الله ج په خلقيت
ﺯما په واړه طبيعت کې هيڅ نه.. ته ضرورت
پورته دریو بیتونو کې شاعر خپلې معشوقې ته ساندي کاندې چې ګواکې څومره ورته اړتیا لري.
خو بیرته ورته د زړه د تسلي لپاره وایي چې ګواکې دومره بې پروایي هم مه کوه.
داسې په ډيرو دوﺯخونو راتير شوى ومه!!
او داسې ډيرو جنتونو ته مې وه ضرورت.
دې بیت کې شاعر بیا فرمایي چې داسې ډېرې ناخوالې یې زغملې.
او داسې ډېر ضرورتونه یې پریښي.
که ته هم زما د زړه غږ وانه ورې نو ستا هم هم هغه انجام.
محترم(ریاض بهشت صیب)ټولنې ته څومره ګټه ور پیغام ورکوي.
موږ چې کله په ښه او بد پوهېږو بیا ځان ته یو ملګری/انډیوال ټاکو تر څو د ژوند ناخوالو ته یوازې پاتې نه شوو او تر څنګ یو د تکیې څوک ولرو خوځینې ځینې وخت بیا د یوې وړې خبرې پر سر دغه لویه تکیه لرې کوو او ځان له کمره لاندې غورځوو چې وروسته پرې پښېمان هم یو
دې غزل شاعر څومره ښه لاره درته ښیي.
غزل
موډ که مې خراب هم وي،خو زه د انډیوال..
ساتمه په هر حالت کې زړه د انډیوال
بد به یې د خوب په رقم وایمه اوبو ته
هیر به هیڅ صورت نکړمه ښه د انډیوال
زه یې ستا له مینې له ښه زړه منعه کولم!
ژوند خو په ما بد نه لورېده د انډیوال
دا خو په ځنځیر د رواجهٔ تړلې وه
څنګه به له حاله خبرېده د انډیوال
زه نو څه خبر وم؟ چې دی سل مخه لري
ما خو باور کړی وو په خوله د انډیوال
لاړې بازاري خویونو واخیستې صنم
رنګ دې څومره زر هیر کړی وۀ د انډیوال
زه پوه شه دده خود ازاري او لېونتوب..
بد بیانوه راته هیڅ مه د انډیوال
ریاض بهشت
پوره ټول غزل کې شاعر د انډیوال ښیګڼې یادوي عما پینځم بیت کې یې دومخي هم درته ښښي چې ګواکې هرڅوک په انډیوالۍ نه ارزي.
محترم (ریاض بهشت صیب)د دور زړونه څوره ښه تعبیروي.
یا زهٔ ګونګی وم’یا مې چیغې هیچا نهٔ اوریدې.!
یا لیونی وم چې مې کاڼو ته کوله ژړا
جار داسې نده چې تهٔ ځې درپسې اوس ژاړمه
پهٔ تا پسې زما عادت وه لهٔ اوله ژړا
بهشت
دلته د دور کلک زړونه رسام دي چې ماته پرې د خبرو حق نشته.
نو دغه نوښتګر شاعر دي لا وځلیږي زه یې په څو الفاظو سرسریز وغږېدم دومره لیک پرې راغی که یې په الفاظو بشپړه لیکنه وشي زه باوري یم چې هر غزل یې یو کتاب دی.
په چارو کې ورته بریاليتوب او په شاعري کې ورته تلپاتې ژوند غواړم.
هیله لرم چې زما دغو څو بې رنګو الفاظو یې د عالي شعر رنګ نه وي وړی.
عالي قدر دی
رب دي یې تل قدرمن لري.
درنښت: محمداجمل (کریمي)
بلوچستان “حب”ښار.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.