یوازیتوب

وحید الله مومند

1,058

زړه مې تنګ وه. ځمکې ځای نه راکاوه، څو ځلې له ځایه پاڅېدم او له کوره دباندې ووتم، له کلا ګرد چاپیره راوګرځېدم، د کرځېدو خونده نه وه، بېرته کور ته ننوتم، په ګراج کې تېرېدم چې پام مې بایسکیل ته شو، ور نږدې شوم، له ټایرونو مې دوه ګوتې تاوې کړې، زور مې ورکړ، هوا پکې وه. پمپ ته یې اړتیا نه درلوده، ما هم له ښکرونو ونیو او پرې دباندې راووتم. شېبه وروسته مې د سیند غاړې ته ځان راورساوه. بایسکل مې د ګڼو بوټو په منځ کې وغورځاوه او خپله د سیند غاړې ته نږدې په یوې غټې شنې تېږې کېناستم. بوټونه مې له پښو وویستل، ښي اړخ ته مې کېښودل،پښې مې اوبو ته ور وغځولې. په اوبو کې مې پښې وجړپولې، خوند یې راکړ. شاو خوا ګڼو ونو او بوټو نه مې نظر تېر کړ، د سیند د غاړې دواړه طرف راڼه او زرغون برېښېدل، چې د لوی خدای ج قدرت یې له زرغونتیا روحي تسکین ، او ډاډ ته وړه. د اوبو څپې مې ولوستې ، داسې ښکارېدې لکه زړه چې د طبیعت په وجود کې د حق په دیدار میین وي. د ونو لاندې ګڼو بوټو د ځمکې پوښ په تبسم ښکلی کړی وه. پښې مې یخې شوې، له اوبو څخه مې راوکاږلې، پر ځمکه مې کېښودې، له زنګنونو مې خپل لاسونه راومړول، سر مې یوه اړخ ته ولګاوه، غرق سوچ یوړم، د ژوند خیالي انځوریزو شېبو په زهني مزل یوړم، خیالي ژوند راته ډېر رنګینه، پُر شوره او له خوښیو ډک ښکارېده، ځکه چې په تصور کې نارسیدلو او ځپلو شوو هیلو ته ځان رسول د هر انسان د تریخ ژوند افسانه بیانوي، په سوچونو کې لالهانده د خپل رب هغې نړۍ ته تللی وم، کومه چې ماته یې په ذهن کې جوړه کړې وه.
هلته ما خدای ولیده، ښکلی وه، زما د سترګو په شان، په ژړېدو و، د سمندر وجود کې، ویل یې، اې بنده!
پوهېږم، ډېر لرې، د هر یو رګ په منځ کې، له انسانیته ګیله، له هرې اوښکې نه دې، د بل څڅېږي وینې.
زړه دې ښه وسوځېده، له هرې ساه نه دې، دود د سپرغیو وځي، د خپل هېواد په غم دې، تا راته ډېر ژړلي.
ما ته لیدلې ګله، چې ښخېدلې کله، په خپل درون کې ګله، بلکل زما په شانې ، چې تاته هم ګورم، او ځانته هم ګورم،
ماته حیران ګورې، تاته حیران ګورم، ته راته تمه لرې، خو زه له دې غمه، یو نه په سل خفه یم.
تاته زه ښایمه ژر، د هر مرغه د وزر، د بڼو منځ کې د ژوند، هغه سپېڅلې مینه، کومه چې ما کړې ده.

کړپاری شو، سر مې نېغ کړ، سترګې مې پر مخ درنې وې، زړه مې د درد څړیکې کولې، د سیند د څپو بېلتون راته د بقا پایښت ښوده، مخامخ مې وکتل، ځینې پاڼې او د بوټو دنګې لښتې خوځېدې، زړه کې مې تېر شول، کیسه کې یې مه اوسه، کوم حیوان به وي. بیا مې شاوخوا نظر تېر کړ، غوښتل مې له خپل خدای سره خبرې وکړم، ذهن مې راباندې ودرېد، څنګ ته مې لاس وغځاوه، له نا چارۍ مې یو څو وړې تېږي راواخېستې، سیند ته مې وویشتې. سیند هم جړپاری واهه، په دنګو ونو کې چڼچڼو او د سیند د اوبو شڼ هاري ارامه موسیقي غږوله. ما هم له وړو سترګو د دومره لوی فطرت ننداره په روڼتیا کوله، ناڅاپه دربی شو، وترهېدم ژر مې اړخ ته پر ځمکه سترګې تېرې کړې، په خړ پوټي تور عسکري بوټ ولاړ وه، زړه مې تر پښو منډه وکړه، بې سیکه شوم له پښو مې دمه وخته، ژر مې سترګې د سړي پر بدن تېرې کړې، په لاس کې یې اوږد کلاشینکوف او پر ټټر یې خړه چانټه را غوړېدلې وه. سور دسمال له سر څخه تاو کړی وه، غټه اوږده پزه او وړې وړې سترګې یې پر مخ ښخې او بریتونه یې تر اننګو لیکې جوړې کړې وې. تور مخ یې په ږیره کې سره راپټ وه، په ونې دنګ تور سړي راباندې ډډ کوچیانی غږ وکړ: وړکیه! ته دلته څه کوې؟ ودرېدم، سړی رانږدې شو، د ټوپک په قنداغ یې څټ ته ووهلم، له تېږې کښته په خړ پوټي کې وغورځېدم، ژر راکیناستم، ورو ورو له سړي څخه په شا تلم، سړی همداسې راباندې را روان وه، زه هم ځنګله ته نږدې شوم، د سړي غږ مې له غوږو ووات: د تېښتې هڅه ونکړې کنه له سینې دې دېرش مرمۍ باسم. منډه مې واخیسته، پښو کې مې اغزی لاړ، اخ مې کړل، غږ راپسې وشو، ودرېږه! کنه ماغزه دې شیندم. په ګوډه پښه مې خېز وواهه، ډز شو، د ټوپک له خولې شین دود جګ شو، کارتوس د سیند څپو ته وغورځېد، د پښې په ورانه کې مې نرۍ څړیکه تېره شوه، پړمخې وغورځېدم، بیا پورته شوم، لږ ځای مې منډه واخیسته، وړاندې لاړم، د پښې درد مې زیاتېده، د انګورو پر یوه تاک ننوتم، ځان مې ځان راټول کړ، پر بدن مې سترګې تېرې کړې، له زنګون څخه د پښو تر پوندو پورې وینو لار جوړه کړې وه. د زړه دربی مې ډېر شو، مخ مې سور واوښت، ټول بدن مې لړزېده. شېبه وروسته نیم د بې هوښی حالت راباندې راغی، له پښو مې د یوه چا د پنجې ګوتې تاو شوی، کښ شوم له تاق څخه مړه دوړه پورته شوه، څو لوټې لاندې راوغورځېدې. سترګې مې لمر وبرېښولې، پورته مې وکتل، د شین اسمان لاندې دومره دنګ سړی ولاړ وه، چې سر یې په اسمان لګېده، په لاس کې یې د ټوپک میل لکه د توپ میل دومره راته ښکاره کېده، زما پر سینې یې راټیټ کړ، له دې سره مې نرۍ اوښکې تر غوږنو لاړې. ډز شو، چېغه مې له خولې ووته، خېز مې وواهه، ځای پر ځای نېغ کېناستم، زړه مې ترپېده، شاوخوا مې وکتل، نیمه شپه وه.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.