د ښځو له نظره دغه ډول نارینه ډير جذابیت لري

875

يوازې ښايست يا پيسې د مېرمنو لپاره مهمې نه دي، کلونه کيږي چې څېړونکي په دې کار بوخت دي چې د ښځو ذوق مطالعه کړي او دا په ډاګه کړي چې څنګه نارينه د دوی خوښېږي. پدې ليکنه کې به د ښځو په اند د ښو نارينه وو ځينې خصوصيات درته وښيو.

۱ ـ د مخ ټپ: څېړنې په ډاګه کوي چې مېرمنې داسې نارينه خوښوي چې په مخ يا د بدن په کومه بله ښکاره برخه د زخم پاتې پرار ولري. ښځې باور لري چې هغه کسان چې پر خپل ځان ټپ لري زړور او شجا خلک دي.

۲ ـ شرمندوکې مسکا: کوم کسان چې غواړي د ښځو لپاره جذاب و اوسېږي ورته په کار ده چې مسکا په خپل عادت بدله کړي. څېړنو په ډاګه کړې چې خندا هغه وسيله ده چې زړونه پټولی شي.

۳ ـ عمر: ښځې تر ځوانۍ يو څه ډېر عمر ته ترجع ورکوي دوی په دې باور دي چې د کم عمر خلک په مينه چندان نه پوهېږي، ژوند ته وارخطا وي او د لوی عمر خلک زياته تجربه لري او په نفس باور يې زيات وي.

۴ ـ سپما: ځينې داسې مېرمنې هم شته چې زياتې پيسې مصرفوي يا په خپل خاوند دا بنديز نه لګوي چې بېځايه خرچې وکړي، مګر اکثره مېرمنې داسې نارينه خوښوي چې د پيسو د سپما په چل پوهېږي.

۵ ـ کورني حيوانات: څېړونکي په دې باور دي چې، مېرمنې هغه نارينه زيات خوښوي چې له کورنيو حيواناتو سره مينه لري، دوی فکر کوي چې داسې نارينه د مينې او مراقبت پياوړی حس لري او له اولادونو ښه ساتنه کولی شي.

۶ ـ د موسقي د ځينې آلو غږول: د يوې څېړنې په پايله کې ثايته شوې چې مېرمنې د هغو کسانو خواته زيات تمايل لري چې دوی کولی شي، د موسقي يوه نيمه آله وغږوي.

۷ ـ د خوشالۍ حس: ارواپوهان وايي مېرمنې هغو نارينه وو ته لومړيتوب ورکوي چې د خندولو وړتيا لري، د خوشالي پياوړی حس ورسره وي او طنزي خبرې وکړای شي.

۸ ـ بدني ژبه: ښه وجود، يا ښه باډي د جذابيت يو عام فورمول دی، مېرمنې هغه نارينه چې قوي ځان لري، يا ورزش کوي او ښه بدني ژبه لري خوښوي.

۹ ـ د خبرو مهارت: د مېرمنو له انده هغه کسان هم د واده لپاره مناسب دي چې په مجلسونو کې د خبرو ښه مهارت ولري او داسې خبرې وکړای شي چې تر فصاحت و بلاغت علاوه د خلکو توجه جلب کړای شي

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.