د پوستکي د ښکلا ساتنې لپاره شپږ اړین ټکي

1,279

دا چې د مخ پوستکی تل د لمر له وړانګو، سړې او تودې هوا سره مخ وي او په اسانۍ زیانمنېږي، نو ارومرو باید ور څخه ساتنه وشي. که د مخ پوستکي ته پاملرنه ونه کړو، نو ډېر ژر به د مخ د پوستکي ښکلا له لاسه ور کړو او پر مخ به مو ګونځې، لکې او تور داغونه را برسېره شي، خو څنګه د مخ د پوستکي ساتنه وکړو؟ او څنګه د لمر له سوځونکو وړانګو څخه د مخ پوستکی وساتو؟ ځکه مونږ نه شو کولای د ژوندانه ورځنۍ چارې پرېږدو او ټول عمر په کور کېنو؛ نو ځکه به په دې لیکنه کې تاسو ته ځینې هغه اسانه او ګټورې لارې چارې در وښیو، چې هم ستاسو پوستکی ښکلی ساتي او هم کولای شی په ډاډه زړه خپلې ورځنۍ چارې تر سره کړی.
لیکنه تر پایه ولولئ او د دې لیکنې په لړ کې له یادو شوو کړنو څخه د خپل پوستکي د ساتنې لپاره ګټه واخلئ!
لومړی: د لمر ضد کریم وکاروئ
وړاندې تر دې چې له کوره ووځی ارومرو مو د مخ پر پوستکي د لمر وړانګو ضد کریم ووهئ. د لمر وړانګو د ضد کریمونه نه یوازې په اوړي کې؛ بلکې د کال په ټولو فصلونو کې او هر کله چې له کوره وځی، وکاروئ. که د ورځې په اوږدو کې مو یو ځل د لمر ضد کریم وکاراوه، او بیا مو خپل مخ ومینځه، نو بویه يو ځل بیا د لمر وړانګو ضد کریم وکاروئ، څو مو بیا بیرون ته د کار کولو په موخه د لمر له سوځوونکو وړانګو سره ستاسې د پوستکې پر مخ کېدو مو د خپل پوستکي ساتنه کړې وي.
د دې تر څنګ، اړینه ده هغه کریم چې د لمر د وړانګو پر وړاندې د محافظت لپاره یې کاروئ ۳۰٪ SPF (Sun Protection Factors) یا د لمر د وړانګو پر وړاندې محافظتي فکټورونه او مواد ولري.
دویم: د خپل پوستکي ډول وپېژنئ
که چېرې غوړ پوستکی لری، د دې لپاره چې ستاسو د پوستکي سروکي بند نه شي، نو له هغو کریمونو او ماسکونو څخه کار واخلئ چې غوړي ونه لري، خو که چېرې وچ پوستکی لری، نو هڅه وکړئ چې له هغو ماسکونو او کریمونو څخه ګټه واخلئ، چې غوړ وي. که دا کار ونه کړی، ممکن د لمر له وړانګو زیات مو د مخ پوستکی همدغه کریم خراب کړي.
درېیم: ډېر خواږه خواړه مه خورئ
د ډېرو خوږو خوړو خوړل د وینې قند او یا شکر لوړوي، کله چې د وینې قند لوړ شي، د پوستکي د کلاجین Collagen سطحه ټیټېږي او د پوستکي ګونځې ډېرېږي. د دې تر څنګ د وینې د قند لوړوالی د دې لامل کېږي چې پوستکی مېکروبي شي او د دې لامل شي چې پوستکی کشال او تخریب شي.
څلورم: نشه يي توکي مه کاروئ
هغه څه چې پوستکي ته ډېر زیان رسوي، له نشې پرته بل څه نه دي، د سګرېټ او نورو نشه يي توکو استعمال د انسان پوستکی لس کاله وړاندې او یا هم له لسو کلو څخه ډېر زړوي. د سګرېټ څکول د پوستکي د نازکۍ او کمزورتیا لامل ګرځي او په پوستکي کې ګونځې را منځ ته کوي.
پنځم: له سینګار سره مه ویده کېږئ
وړاندې تر دې چې د خوب ځای ته لاړ شی، خپل مخ ارومرو په سمه توګه ومینځئ او د خپل مخ له پوستکي څخه هر ډول اضافي (بېکاره) مواد لرې کړئ.
که چېرې مو سینګار نه وي کړی، بیا هم مخکې له خوب څخه خپل مخ ومینځئ، ځکه کېدای شي د ورځې په اوږدو کې ستاسو په مخ دوړې او خاورې ناستې وي. هڅه وکړئ چې ارومرو د خپل مخ پوستکی ومینځئ ان تر دې چې کولای شی په یوه لامده څپوڼي (دستمال) خپل مخ پاک کړئ او د خپل مخ پوستکي ته دا اجازه ورکړئ چې په اسانۍ سره ساه واخلي. خو هېر مو نه شي چې د مخ پاکولو لپاره تر ټولو ښه لاره په اوبو او صابون د مخ مینځل دي.
شپږم: د سینګار او روغتیايي توکو نېټې ته پام وکړئ
دا مو هېر نه شي چې خواړه، سینګار توکي، درمل او ډېر نور شیان چې مونږ يې په ورځني ژوند کې کاروو، ځانګړې نېټه لري چې تر هغې نېټې وروسته یې کارول، روغتیايي ستونزې زېږولی شي. ځينې سینګار توکي یوازې د دریو میاشتو لپاره د ګټې اخيستنې وړ دي او وروسته له دریو میاشتو څخه باید لرې وغورځول شي، ځکه چې له نېټې اوښتي توکي د انسان پوستکي ته ډېر زیان رسولای شي. د سینګار توکو تر څنګ، ځينې نور توکي لکه صابون، شامپو او داسې نور هم خپلې ځانګړنې لري او باید د دغو توکو د اخیستلو او مصرفولو پر مهال پاملرنه ور ته وشي.
په پای کې باید ووایو چې د پوستکي د ساتنې تر څنګ، د ښو او وړ خوړو خوړل لکه د مېوو او سبزیو خوړل او همدارنګه ورزش کول او د ډېرو اوبو څښل هم کولای شي ستاسو د پوستکي په ساتنه کې له تاسو سره ډېره مرسته وکړي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.