د آیرنا دولتي خبري اژانس وايي چې د افغانستان لپاره د ایران خاص استازي حسن کاظمی قمي د یکشنبې په ورځ په یوه ناسته کې د افغانستان د وروستیو سياسي تحولاتو او په دغه هېواد کې د «افغان مهاجرينو د لوړ شمير» په اړه څرګندونوې وکړې.
هغه وویل چې په روان کال کې ۵۲۰ زره افغان زده کوونکي د ایران په ښوونځیو کې په زده کړو بوخت دي.
د افغانستان لپاره د ایران ځانګړي استازي تائید کړه: «تر هغې چې په افغانستان کې حالات په ټولنیز، سیاسي، اقتصادي او نورو برخو کې باثباته سوي نه وي، موږ به په ایران کې د افغانستان د خلکو حضور ولرو.»
نوموړي زياته کړه: «د پاکستان په ګډون هیڅ هیواد هم د ایران په څیر افغان وګړو ته دومره پاملرنه نه ده کړې او نه هم افغان اتباعو ته د وړیا زده کړو د برابرولو په برخه کې دومره لګښت ورکوي.»
خو یو شمیر افغان مهاجر چې په دې وروستیو کې ایران ته تللي، وایی: «حتی هغه کسان چې یو کلن او شپږ میاشتني قانوني اسناد هم لري، د هغوی ماشومان هم ښوونځیو ته د تګ اجازه نه لري.»
په ایران کې د بانک کارتونو او د کار اجازي نشتوالې یو له هغو نورو ننګونو څخه دی چې افغان کډوال ورسره لاس او ګریوان دي.
یو افغان مهاجر چې په دې وروستیو کې یې د طالبانو له ویرې ایران ته پناه وړي ده، وایي: «زموږ اولادونه ښوونځیو او مدرسو ته نسی شامل کیدلای، ما د ځینو اړونده ادارو سره په دې اړه خبرې هم وکړې، هغوی وویل هغه خلک چې له تیر یوه کال راهیسې راغلي موږ د هغوی لپاره دا ډول پلان نلرو. زموږ اولادونه بې سرنوشته دي. »
عبدالله یو بل افغان مهاجر په ایران کې د هغو کسانو د ډیپورټ په اړه خبرې کوي چې حتی د استوګنې شپږ میاشتنې اجازه لیک هم لري. دی وایي: «هغه څوک چې شپږ میاشتنی کاغذ لري د کار کولو یا د یوې سیمې څخه بلې سیمې ته د سفر کولو اجازه نه لري، کله چې دوی نورو ښارونو ته د کار لپاره ځي او نو بندی کوي یې او د پولې څخه یې اړوي. »
حسن کاظمی قمي، په خپلو خبرو کې امریکا له ایران سره د طالبانو په ښکيلولو تورنه کړه او زیاته یې کړه: «د امریکا هڅه داده چې طالبان له ایران سره لاس او ګریوان کړي، د امریکا سیاست دادی چې د منطقې د ناامنه کولو لپاره اوس ایران له افغانستان سره په ګڼو ستونزو کې مخامخ کړي.»
دغه ایراني چارواکي په دی اړه وویل: «هغه [امریکا] اوس هڅه کوي چې د نیابتې جګړې په رامنځ ته کولو او د بېلا بېلو ډلو د ملاتړ له لارې په دغه هېواد [افغانستان] کې د چین، روسیې او ایران د نفوذ مخنیوی وکړي.»
د طالبانو تر واکمنېدو راهيسې ګڼ شمیر افغانانو دغه هیواد پریښې دی او ډېر یې ایران او پاکستان ته تللي دي.
خو هر ورځ په زرګونه افغانان د ښځو او ماشومانو په ګډون د ایران د حکومت له خوا له دغه هیواد څخه په زور ایستل کیږی.
ډیری دغه ایستل سوي کسان د ایران د امنیتي ځواکونو له ناسمو کړنو او په خاصه توګه د ایراني ځواکونو له خوا له وهلو ډبولو څخه سرټکوي .
د راپورونو پراساس په تېره یوه میاشت کې شاوخوا ۲۰ زره افغان وګړي له ایران څخه ایستل سوي دي.
په افغانستان کې د واکمنو طالبانو د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت وايي چې یواځی همدا د تیرې دوشنبې په ورځ له یو زر او شپږ سوه څخه زیات افغان مهاجر د نیمروز د ابریشم پل له لارې افغانستان ته داخل شوي دي.
له هغه وروسته چې یوه ۲۲ کلنه نجلۍ د حجاب د نه مراعاتولو په تور د پولیسو له لوري ونیول او بيا وروسته د پوليسو په توقیف ځای کې مړه سوه، ایران دا مهال د لاریونونو د یوی څپې شاهد دی.
د بشری حقونو د نړیوالې اداري د یوه راپور له مخې دوه افغان ماشومان هم په وروستیو لاریونونو کې د ایران د امنیتی ځواکونو له لوري وژل سوي دي.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.