په خالي معده د اوبو 11 حتمي ګټې

914

 نږدې ټول طبي پوهان په دې نظر دي چې اوبه څښل د بدن لپاره ګټورې دي، په ځانګړي ډول په تشه معده یې ګټې نه شمېریدونکي دي، دوی په دې باوري دي چې یو عادې انسان باید د ورځې لږ تر لږه ۲ لیټره اوبه وڅښي.

نړۍ کې نږدې هر څيز د اوبو په شتون ژوندی دی، د بدن ۶۰سلنه برخه پر اوبو مشتمله ده او ددې کمښت د انسان پر بدن ښکاره اغیز پریباسي، اوبه بدن ته اکسیجن ورکوي، د بدن تودوخه کنترول ساتي، له بدن څخه زهرجن شیان خارجوي او ګڼ شمېر نورې ګټې لري.

په دې اړه دلته ۱۱ داسې مهمې او حتمي ګټې وړاندې کوو چې په خالي معده یا له خوبه سمدستي د راپاڅېدلو پرمهال د اوبو څښلو سره رامنځته کیږي:

اوبه په بدن کې د مهمو دندو ترسره کولو کې مرسته کوي، لکه د کثافاتو لرې کول، د بدن تودوخه ساتل او د نسجونو ساتنه کوي.

وزن کمولو کې مرسته کوي: د بدن هاضمې سیستم د یخو اوبو ګرمولو لپاره یو څه اندازه انرژي مصرفوي کوم چې میټابولیزم ګړندی کوي، او د میټابولیزم ګړندي کېدل په وزن کمولو کې مرسته کوي.

زهرجن مواد ختموي: د شپې لخوا بدن ته رسیدلي زهرجن او نور ضرري مواد سهار په نهاره د اوبو څښلو په واسطه له منځه ځي، دغه ډول په دې سره د عضلاتو او د وینې حجرو تولید نور هم زیاتیږي.

کولمي پاکوي: په نهاره اوبه څښل د هاضمې سیستم په وده کولو کې مرسته کوي، د قبض او هاضمې خرابوالي مخنیوی کوي.

کالوریزې کموي: د اوبو څښل د مړښت احساس ورکوي، کوم چې د کالوریزو په کمولو کې مرسته کوي، له همدې امله سپارښتنه کیږي چې له سباناري ۳۰ دقیقې وړاندې دې اوبه وڅښل شي.
ذهني فعالیت ښه کوي: پوهان وایي چې له خوب وروسته یو ګیلاس اوبه د رواني، ادراکي او ذهني فعالیت ښه او وده کولو کې مرسته کوي.

دفاعي سیستم پیاوړی کوي: له ویښېدو وروسته د اوبو څښل بدن کې د لیمفاوي سیستم په انډول یا برابر ساتي، په دې توګه وګړي د حساسیت، التهاب او د رنځورونو کم ښکار کیږي.

هاضمې سره مرسته کوي: سهار په نهاره د تړمو اوبو څښل په هاضمې غوره کولو کې مرسته کوي، ځکه چې تړمې اوبه د کولمو په فعالولو کې مهم رول لوبوي.

سردردي لرې کوي: په بدن کې ډي هایډریشن یا د اوبو کمښت د سردردۍ لامل کیږي، په خالي معده اوبه څښل مو له سردردۍ ژغورلی شي. نور اول کمنټ کې ولولۍ

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.