مختار خان يوسفزی د قافلو هادي

ليک: احمد علی شاه مشال

924
تۀ وائې مغل دې وي، اورنــــــــګ دې وي، فېرنګ دې وي
زۀ وايم خوشحال دې وي، دَ سپينې تورې شړنګ دې وي
تۀ وائې چې دلته دَ ډوډۍ زمــــــــــکه کښې بنګ دې وي
زۀ وايم دَ لـــــــوږې خلاف جنګ دې وي او جنګ دې وي
تۀ وائې دَ سپينو لېچو خــــــــوب دې وي، پالنګ دې وي
زۀ وايم مېدان دې وي ، مرګے دې وي خــو ننګ دې وي
تۀ وائې چې شين جنت، دَ شين جنت لــــــــونګ دې وي
زۀ وايم چې نا، زمــــــــــــــــــا دَ خپلو وينو رنګ دې وي
تۀ وائې چې لـــــــــــــويه حوېلى دې وي او لنګ دې وي
زۀ وايم پټکے دې وي، څـــــــــادر دې وي، ملنګ دې وي
تۀ وائې چې ښـاد دې وي، دلشاد دې وي، پۀ ډنګ دې وي
زۀ وايم دښمن دَ پښــــــــــــــتنو چې وي بدرنګ دې وي
تۀ وائې بشر دې وي، پۀ شـــــــــــر دې وي، لپنګ دې وي
زۀ وايم سنګر دې وي، لښکر دې وي، غـورځنګ دې وي
نورالبشرنويد صېب
هند ته د پېرنګي د راتګ نه پس چې کله پېرنګي د افغان وطن پۀ قبضه کولو او تقسيمولو پسې راواخسته نو د افغان مېړني اولس د دې استعماريت ډېر پۀ مړانه مقابله کړې وه. د افغانستان او پېرنګي پرله پسې جنګونو او د افغانانو تر منځه د دغه شخړو نه دا جوت ده چې پښتانۀ افغانان د خاورې دفاع کښې ناکامه نۀ وو خو بېرته بيا پېرنګيانو پۀ خپله چالاکۍ د افغان ځينې خاوره پۀ خپله ولقه کښې راوسته او هغه ئې پۀ مختلفو انتظامي يونټونو کښې تقسيم کړه چې پۀ اسانۍ سره پۀ پښتنو خپل مټ مضبوط کړي. خو د دې پېرنګي د زورور طاقت خلاف هم د دې مستعمره پښتون افغان وطن ننګيالو او سرخېلانو پۀ بېلا بېلو طريقو د ازادۍ مبارزه کړې ده. (۱)
مونږ به د يو څو معلومو مبارزينو نومونه راوخلو، سرتور فقير(سعيد اللّٰه خان )، سکندر شاه شهيد، عمراخان جندولی، حاجی صاحب ترنګزۍ،فقير ايپي (مرزا علي خان) ، قاضي عطاء اللّٰه خان ، (خان عبدالغفار خان ) باچا خان، خان شهيد عبدالصمد خان اڅکزی، مفتي عبدالرحيم پوپلزۍ، کاکاجی صنوبر حسين مومند او د مبارزينو په دغه تسلسل کې د پښتون قامی تحريک موجوده اتل ،سر خيل، ستر مبارز، ستر لارښود، ستر رهبر، د قافلو هادي ګران مختار خان يوسفزی دې. د نړۍ د خپلواکه قامونو چې کوم اتلان دي مختار لالا د هغو د برابرۍ سړی دی. د جهانی اتلانو د صف اتل دي.مختار لالا زمونږ په زړه او ذهن کې د قامي، تاريخي سياسي شعور رڼا بله کړې ده.
اور د محــبت دي چې زمــــا په زړه کې بل شــــو
ګـوره چې دا اور به اوس په څو ځايه نور بل شي
خوشال بابا
د پښتون قام او ولس تاریخ ډیرو څیړنوته اړتیا لري او دا د پښتنوتاریخپوهانو، څیړونکو او دقلم دخاوندانو تاریخي رسالت اودنده ده چې دخپلو پلرونو او نیکونو ویاړلې کارنامې او تاریخ روښانه او ځلانده وساتي .
لکه چې موږ او تاسوټولوپښتنو ته څرګنده او ښکاره ده چې دپښتون ولس ډیرې تاریخي کارنامې او تاریخي پیښې دزمانې د حوادثواوناخوالوپه وجه په تیاروکې پټې پاتې شوي دي .همدارازپښتنو دخپل ویاړلي تاریخ په اوږدوکې داسې نا متو اتلان درلودلي دي چې دځینونومونه په تاریخ کې خوندي پاتې شوي دي، خو له بده مرغه دځینو نومو نه په تاریخونوکې هم نشته اوهمداسې ورک نومي دي .
که چیرې دپښتون قام تاریخ ته ځغلنده نظر وکړو نو دا به راته جوته او ښکاره شي چې له آمو تر اباسینه اودبولانه تر چتراله پښتنه خاوره دیوه پیاوړي تمد ن زانګو وه . دپښتون ستر قام د ایشیا په زړه کې هغه ستره ډله ده چې دلرغونو زمانو راهیسې په دغه هیواد اوټا ټوبي کې چې نن ورځ دوی ژوندکوي دآریايي توکم یوه برخه ده چې په زړو ویدي سرودونو او ریګویدا کې یې په ښکاره اوڅرګنده توګه نوم راغلی دی او دپکهت په نامه یادیږي .
پښتانه دتاریخ په اوږدو کې توریالي خلک تیرشوي دي او همدااوس دغه غښتلی عنصرددوی په خټه او مزاج کې لا هم ژوندی دی .دوی دتاریخ په هر دور کې دپردیویرغلګرو دتیریو او ځواک په وړاندې جنګیدلي دي، له دوی سره یې ډغرې وهلي دي او په آسانۍ چاته نه دي ایل شوي چې البته دا ددوی فطري اوطبیعي خصلت دی ، ددې تر څنګ دوی میلمه پالونکي اوسوله خوښوونکي خلک هم دي.
پښتنو دخپل ویاړلي تاریخ تر څنګ له لرغونو زمانو راهیسې داسې سترشخصیتونه، ملي مبارزین او اتلان هم درلودلي دي چې ددوي په مرسته یې دخپل هیواداو خپلو خلکو دملي نا موس اوهېواد ساتنه کړې ده چې نن موږ ددوی په ویاړلو کارنامو ویاړو او فخرپرې کوو.
لکه چې دمخه مې ورته اشاره وکړه دداسې ملي شخصیتونواو اتلانو یادونه او ددوی درناوی زموږ پښتنو یو ملي رسالت ګڼل کیږي.(۲)
د قافلو هادي، ستر لارښود ګران مختار لالا ته ډېره مينه او احترام، ډېر درناوي، ډېر ژوند د حيا، عزت او روغ صحت ورته د خالق کائنات نه غواړم.
باز د هندوکش يمه اتل د لوړو غرو يمه
ننګ يمه، غيرت يمه، بڅرکی د پښتو يمه
رېږدي زما له توری د دښمن زړه لا په قبر کې
اور يمه ، توفان يم، محرک د زلزلو يمه
ولس لرم، وطن لرم، ماضي او مستقبل لرم
بهنده تاريخ يم، مؤلد د حادثو يمه
لاس د تجاوز ته د هېواد په هره پېڅه کې
تندر يم، سيلاب يمه، برېښنا د آسمانو کې
توره د غضب يم دښمني د دشمنانو ته
خپلو سره خپل يمه شکره د شودو يمه
څوک يمه؟ سپاهي د آزادۍ او افتخار يمه
زوی د لوی افغان او قهرمان د معرکو يمه
نوی ژوند ته لار کوم له نویو آرمانو سره
ځوان يمه، افغان يمه، هادي د قافلو يمه
سليمان لائق صېب

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.