د واخان سـراتيژیک اهمیت

بریال پاسنی

993

بسم الله الرحمن الرحيم

د اکټوبر اوويشتمه ۲۰۲۲

واخان د بدخشان د ولایت چی د افغانستان په شمال شرق کښی پروت دی یوه ولسوالی ده چی مرکز یی خاندود نومیږی او یواځی ۱۲۴۴ تنه نفوس لری. دټول واخان نفوس ۱۶۸۷۳ تنه دی چی په دینی لحاظ اسماعیلیان اوپه قومی لحاظ په واخی او پامیری نومونو یادیږی. لږه برخه یی قرغز کوچیا ن دی.  په حقیقت کښی دا ولسوالی چی ټوله رقبه یی۱۱۲۵۸ کیلو متر مربع کیږی، د اشکاشم د ولسوالۍ امتداد دی چی د شرق خواته تقریبا د ۳۵۰ کیلو مترو په طول د چین ترسرحده غزیدلی پرته ده. ددی اوږدی تړانګی پسور په شروع کښی ۱۸ کیلو متره ، په ډیر تنګ ځای کښی ۱۳ او  په ډیر پراخ ځای کښی ۶۵ کیلومترو ته رسیږی . د واخآن او پامیر سیندونه چی بیا وروسته د پنج او بالاخره د امو دریا په نوم نومول کیږی د دی ولسوالۍ او د تاجیکی بدخشان له یخچالونو سرچینه اخلی . د واخان جنوب ته د خيبرپښتونخواه  د ایالت شمالی څنډی یعنی چترالونه (پاس او لاندی چترالونه ) او د ګلګت او بالتستان مناطق پراته دی په داسی حال کښی چی شمال ته یی د تاجکستان د نګورو بدخشان ولایت  موقعیت لری. البته د دی تړانګی شرقی څنډی د چین د کاشغر له(prefecture ) ولایت سره تر سل کیلومترو لږه کمه ګډه پوله لری.

نقشی ته په کتو افغانستان د یو موټی په شکل ښکاری چی واخان یی د لاس بټه ګوته ده. ځینی بیا افغانستان د ونی د یوی پاڼی سره تشبیه کوی چی په دی صورت کښی واخان د پاڼی ډنډر یعنی (ساقه) ده . په هرصورت موټی بی له بټی ګوتی او پاڼه بی ډنډره نه  سم موټی او نه پوره پاڼه ده. د افغانستان د اسلامی امارت د دفاع وزیر ملا محمد یعقوب مجاهد  بیا واخان په خپلو  وروستیو څرګندونو کښی د افغانستان  د زړه سر ونوماوه.

د بحری ارزانه اونسبتا کم خطره لارو له کشف او استفادی څخه د مخه ، اروپا ته  د چینایی تجارتی کاروانونو د تګ راتګ یوه مهمه لارله همدی واخان څخه تیریده چی له کبله یی ټول افغانستان د هاغه وخت نړی وال شهرت موندلی وه.  داسلام د مبارک دین له راتګ څخه  دمخه د کوشانیانو په زمانه کښی (کجولا کد فیزس)، د روم امپراتورۍ پر دی افتخار کاوه چی د دوی اړیکی له كوشانيانو سره دومره ښی اوټینګی دی چی روم ته له چین څخه روان  تجارتی کاروانونه په خورا امنیت او بی له تشویشه د دوی  یعنی کوشانیانو د نفو‌ذ له ساحی څخه تیریږی. دی لړۍ تر زرو کلونو زیات دوام وکړ. د تجارتی مالونو برسیره د نړۍ ستر سیاحین او جغرافیه نګاران له همدی لاری په واخجیر کنډو چینایی دنیا ته ور اوښتی او راوښتی دی.

د وخت په تیریدو سره بحری لارو او سترو تجارتی کښتیو چی په نړیوال تجارت کښی یی ستر کمی او کیفی تغیرات رامنځ ته کړل د وریښمود زړی لاری د مشکلو او اوږدو بری تجارتی او سیلانی سفرونو ځای ونیو. په بله ژبه ، ارزانه بحری لارو، غول پیکره کښتیو،  سختی جغرافیی ، زیږو غرنیو دهلیزونواو صعب المروره تیږنو کوتلونو عنعنوی تجارتی کاروانونه غیراقتصادی او سیلانی سفرونه  سخت ، اوږده او خطرناک معرفی کړل.  دی احساس اوشناخت  کاروانونه اوسیلانی سفرونه ورو ورو کم او بیاوروسته  یی بیخی په ټپه ودرول. په دی منطقه کښی  بالاخره ژوند اوحتی عادی خوځښت هاغه وخت خپلی وروستي انفاس سلګۍ کړه چی ماوتسی تونګ په چین کښی ( ۱۹۴۹ کال کښی) قدرت تر ګوتو کړ. ماوتسی تونګ دچین انقلابی مشر د کمیو نستی انقلاب له موفقیت څخه وروسته د ځینو ملحوظاتو له وجهی د چین غرب ته شا واړوله او د واخجیرکوتل یی چی ۴۹۲۳ متره لوړوالی لری او د چین سره د واخان د ارتباط یواځینی د ګذر وړ او نسبتا اسانه کنډو وه وتاړه .  د ماوتسی تونګ  دی چاری واخان د اوږدو لسیزو له پاره د نړۍ  له ډیرو متشبثو اذهانو هم وویست. واخان نور د کاروانونو لار نه بلکه د خاکی کری وروستی ټک (سرحد) شو چی هسی د چا په خبره د ذوالقرنین دیوال تری په لنډه فاصله کښي ښکاریده. د غرونو ښوییدنو، لوړی ارتفاع، سختو اوږدو ژمیو، او ډیر لږ متوطن نفوس هم  د واخان په فراموشۍ او نسیان کښی خپل رول ادا کړی دی.

دواخجیر د بندرګاه تاسییس  د ۱۸۹۵ کال ته ورګرځی. روسانو او برتانیویانو چی د خپلو استعماری موخو د تر لاسه کولو له پاره هغه وخت په مرکزی اسیا او هند کښی د پراختیا غوښتنی په سیالیو بوخت وه ، دا کنډو د افغانستان او چین ترمنځ سرحد وټاکه په داسی حال کښی چی چین او افغانستان یواځی  د۱۹۶۳م کال د نومبر په دوه ویشتمه دا معبر د رسمی سرحد په حیث ومانه.  ددی سرحد په ټاکنه کښی د روسانو او برتانویانو رول ته باید د وخت د حالاتو په رڼا کښی وکتل شی. دا وخت امیر عبدالرحمن خان د انګریزانو د تحت الحمایه افغان حکومت مشری کوله او ترګڼو داخلی او خارجی فشارونو لاندی وه .په همدی وخت کښی افغانستان په شرق او جنوب کښی د (ډیورنډ لاین) او شمال کښی د امود سیند پوری غاړی پراخی سیمی او د پنجدی منطقه له زرګونو تلفاتو او قربانیو وروسته د روسانو په نفع له لاسه ورکړی. هاغه وخت افغانستان دروس او برتانیی په توسعه غوښتونکو غورځوپرځو کښی چی په تاریخ کښی د لویی لوبی ( Great Game) په نامه شهرت لری دومره سخت پریوتی وه چی یو داسی ذبحه شوی چرګ ته پاتی کیده چی کبابولو ته یی د اوسپنی دوه دیګونه (روس او برتانیه ) په لمبه اور ایښودل شوی وی.

په ۱۹۷۹ م کال کښی کله چی د شوروی لښکری په افغانستان راوختلی واخان بی له دی چی د ګرمو جګړو میدان شی د شوروی د نظامیانو او سیاسیونو د توجه وړو ګرځید. روسانو ددی ستراتیژیکی تړانګی د انضمام هڅی پیل کړی او ببرک کارمل هم په دواړو لاسونو د سپینو زرو په پطنوس کښی دا تحفه د کرملین بادار ته پیشکش کړه. دا داستان چی بخت نه د ببرک او نه د روسانو سره یاری وکړه بیله ، ډ یره تازه او ډیره اوږده قصه ده چی مونږ له موضوع لیری کوی.

 د واخان اوسنی وضعیت:

 په دی وروستیو کلونو کښی چین د افغانستان خاوری ته نژدی په تاجیکستان کښی یوه نوی نظامی هډه جوړه کړی ، د روسانو د وخت یوه زړه هډه یی ترمیم او په خپله خاوره کښی یی څه پولیسی تاسیسات،  تاڼی او د څار برجونه هم اباد کړی دی.د واخجیر د کوتل تر سره یی  چی د افغانستان سرحد دی یو پوخ سړک چی د کراکورم دلویی لاری سره مښلی تعمیرکړی دی. سرحدی ګارډ یی د افغانستان له سرحده شل کیلومتره لیری ځای په ځای دی چی کاشغرته تلونکی محلی سوداګر لکه د سیوری څاری.  ددی ټولو خوځښتونو اصلی هدف د واخان د کوتل څارل دی. ددی څار معقولیت یواځی په  چینایی ذهنیت کښی دپوهیدنی وړ دی . د چین د حکومت نا اعلان شوی دریز د اویغور د مسلمانانو په مقابل کښی ښکاره او له هیچا پټ نه دی؛ د اسلامی عقایدو ځپل ، د اسلامی معالمو محوکول، د اسلامی ذهنیت اړول ، د مغزشویی په هدف په کمپونو کښی د چینایی مسلمانانو ساتل، د چینایی سیاسی او دینی ارزشونو تبلیغ، د نړیوالو اسلامی خوځښتونو سره مادی اومعنوی پریکون، او بلاخره د چینایی ارزشونو د لیټۍ په ستر دیګ کښی د اسلامی ارزشونو ورګډول او اخښل ، او د دی قیمتی ارزشونوچټک تذویب او دایمی تحلیل.

د امریکایی راج په شل کلن دوران کښی لمړی امریکایانو او بیا وروسته په امریکایی پله روان اشرف غنی د بدیلو تجارتی لارو د لټون په پلمه له چینی مقاماتو د واخجیر د کنډو د بیا خلاصون غوښتنی وکړی خو چینایی مقا ماتو  په غالب ګمان د امنیتی معاذیرو له وجهی په دی مطالباتو چندان سر ونه ګرځاوه. چینایان په دی باور دی چی په دی نا معلومه حالاتو کښی دا بی ګڼی ګوڼی اوپه کال کښی د یخنۍ له وجهی شپږمیاشتی منجمد کوتل په ډیره اسانی څارل کیږی. د افغانستان له اړخه هیڅ ډول تحرکات د چین له څلورویشت ساعته دوربینه پټ نه شی پاتی کیدلای بلکه برعکس د چینایانو په اند سره له دی چی د پاکستان سره ډیر نژدی روابط لری خطر له نورو اسانه لارو چی معمولا له پاکستان څخه نشات کوی زیات دی.

د واخان جیو پولیتیکی اهمیت :

 لکه څرنګه چی د نړۍ په بام یعنی پامیر کښی هلته چی د نړۍ د سترو او  دنګو غرونو اوږدی سلسلی ( همالیه، هندوکش، کراکورم، تیان شان او کونلون ) غوټه شوی دی په همدی ډول په واخان کښی د هند، پاکستان، چین او افغانستان منافع غوټه شوی او یاغوټه کیدونکی دی. په دی منافعو په خپل وخت پوهیدل اوساتل یی د هیواد دولت مردانو له پاره اړین دی. د یادولو او خوشحالۍ ځای دی چی د افغانستان د دفاع وزیر ملا محمد یعقوب او د کانو او صنایعو وزیر شهاب الدین دلاور یو ځل په خپلو تصریحاتو کښی د واخان  په تړاو د اسلامی امارت رسمی دریز او د یاد دهلیز د ستاینی وړ تصویر په داسی ډول میډیا ته وړاندی کړچی د افغانستان له منافعو سره یی بیخی اړخ لګاوه. د مطبوعاتو له لاری د دی انځور او ملی موقف تقدیم د دولتی حلقاتو څخه د باندی هم  تر ډیره حده خوښۍ او خوشحالۍ رامنځ ته کړی. د اوږدو او سختو لسیزو په دوران کښی لاس پوڅو دولتونو ټکولی افغان ولس د لمړی ځل له پاره په دولت کښی خپل خواخوږی وینی .

دواخان د ستراتیژیک اهمیت د پوهیدلو له پاره تر هرڅه دمخه د کشمیر په مساله او د ټولو ذیدخلو دولتونو په ګټو او تشویشونو پوهیدل په کار دی. دا واضح ده چی دا لنډ یاد داشت د مسالی ټول اړخونه دربر نه شی نیولی. د دی لیکنی هدف  یواځی د بعضی  ضروری او اړوند معلوماتو راسپړل او تعمیم دی.  ژوره څیړنه یی ډیر کار او ډیر وخت غواړی .

 کشمیر:

 د کشمیر کلمه یو مشخص جغرافیایی واحد ذهن ته نه تداعی کوی ځکه تاریخی کشمیرپه خپل حال نه دی پاته بلکه د منطقی د قوتونو له خوا ټوټه ټوټه شوی او دسیاسی مقاصدو له پاره په بیلو بیلو نومونو نومول شوی دی. مهمی ټوټی یی دادی.

  • پاکستانی کشمیر چی پاکستانیان یی ازاد کشمیر بولی . په دی کشمیر کښی مظفراباد او ضواحی یی شاملی دی.
  • ګلګت او بالتستان چی پاکستانیان یی شمالی علاقه جات بولی. دا علاقه د تاریخی کشمیر برخه ده. نه په خپله صوبه ده او نه په بلی صوبی پوری تړلی علاقه ده. پاکستان هڅه کوی ددی منطقی اداری حیثیت ته د سیاسی وجوهاتو له کبله تغیر ورکړی او دصوبی درجی ته یی پورته کړی.

 په تیره پیړۍ کښی د سوات د ریاست ختمول او په دی تازه وختونو کښی د افغانستان په سرحداتو کښی د ایجنسیو ختمول په ګلګت او بالتستان کښی د اوسنیو هڅو بهترینی مخینی دی . له دی او نورو ورته کړنو دا په ډاګه کیږی چی پاکستان له هری  برابری شوی موقع استفاده کول غواړی تر څو هغه ټول مناطق چی د پاکستان د جوړیدو په وخت کښی په پاکستان پوری په محکم ډول نه وه تړل شوی په تدریجی ډول تر خپل تسلط لاندی راولی . د دی معنی دا هم کیدای شی چی هغه افغانی مناطق چی د افغان مرکزی حکومت تر منظم او دوام دار څار لاندی نه وی د پاکستان له خوا تهدید او حتی خپل وبلل شی. همدا علت دی چی د ډیورنډ لاین په اوږدو کښی سرحدی شخړی وخت په وخت راټوکیږی . په واخان کښی د خودسرانه سرحدی څلی جوړول یی یوه نمونه ده چی وروسته بیا محلی بی نومه طالب قوماندان په ډیر پڅ کلنګ په ډیره خوارۍ ړنګ کړ.

  • هندی کشمیر چی د جمو او کشمیر په نوم یادیږی او دهند تر تسلط لاندی دی. هندیانو هم په خپل نوبت د مرکزی اقتدار د غزولو له پاره د کشمیر د اداری تاریخی حیثیت له منځه یوړ. هندیان د کشمیر کشاله خپله داخلی مساله بولی او دریم ګړی ته حتی دحل په نیت د مداخلی اجازت نه ورکوی.
  • لداخ . دا هم د زاړه کشمیر برخه ده چی زیاته برخه یی په هند او څه په چین کښی پرته ده . دلته چیینایان او هندیان وخت نا وخت د خپل نفوذ د پراختیا په منظوریو بل ګواښی او حتی یو پر بل بلوسی. سرحدی ساتونکی یی په عادی حالاتو کښی وسلی نه لری خو یو بل په کوتکونو وهی او کله کله یی تلفات درجنونو ته رسیږی.
  • اکسای . اوس د چین برخه ده.
  • د شکسګام دره چی د هند دجمو او کشمیر طبعی امتداد دی . د هند د او د پاکستان د تقسیم په وخت دا دره د پاکستان تر تسلط لاندی راغله او تر  ۱۹۶۳کال پوری د پاکستان تر تسلط لاندی پاته شوه . په  ۱۹۶۳م کال کښی هغه وخت  چی ایوب خان د پاکستان صدر وه ، چین او پاکستان خپل سرحدی اختلافات د مذاکری له لاری ختم او د دواړو هیوادو ترمنځ سرحدی کرښه په نخښه او رسما ومنل شوه . ددی موافقی په نتیجه کښی پاکستان د هند د پراخیدونکی نفوذ د مخنیوی له پاره نوموړی دره اوبعضی نور مناطق چی اجمالی ساحه یی تقریبا ۷۰۰۰ کیلو متر مربع کیږی د( Watershed او د سیند د منځ خط Midline) د اصولو په اساس چین ته وسپارل. هندیانو دا قرارداد غیر قانوی وباله خو د هندی اعتراض با وجود هم  ددی واګذارۍ په بدله کښی  چینایانو د واټرشیډ جنوبی خواوی یعنی  ګلګت او بالتستان  د پاکستان د قلمرو په حیث رسما تسلیم کړ. البته پورتنی قرارداد یو موقتی قرارداد دی. د قرارداد په سند کښی ذکردی چی د کشمیر د تنازعی د نهایی حل په صورت کښی به پردی واګذارۍ له سره کتنه کیږی. په قراداد کښی ددی ډول مادی موجودیت په دی معنی دی چی پاکستان دا منی چی ګلګت او بالتستان متنازع فیه علاقه ده . دی سرحدی موافقی په نتیجه کښی دی ته زمینه برابره کړه چی چینا یان د  ګلګت او بالتستان له منځه د کراکورم لویه لار وغزوی .

د کشمیر دی ټوټه کیدنی او د ددی خطی تاریخی  استعماری مخینی ډیر مشکلات زیږولی  او زیږوی یی. په دی هم پوهیږو چی د واخان جنوبی سرحدات په ۱۸۹۳ م کال کښی د ډیورنډ د معاهدی په نتیجه کښی  چی د انګلیسانو او امیر عبدالرحمن خان ترمنځ  امضا شوه ټاکل شوی دی. دا معاهده چی د افغانستان حکومتونو په رسمیت نه ده پیژندلی په دی معنی ده چی د واخان جنوب ته پرتی سیمی یعنی ګلګت او بالتستان هغه سیمی دی چی په تاریخی لحاظ د افغانستان د خاوری جز‌ء ګڼل کیږی.

پاکستان څه غواړی:

که واخان  لکه څنګه چی پاکستان یی غواړی د پاکستان تر مستقیم او  یا غیر مستقیم تسلط لاندی راشی نو پاکستان مستقیما مرکزی اسیا ته لاره پیدا کوی او د پاکستان اتکا په نور افغانستان کمیږی . پاکستان له دی لاری صرف څو کیلومتره د تاجیکستان څخه فاصله لری.  په دی صورت کښی پاتی افغانستان خپل ستراتیژیک ارزښت  تر هغه حده له لاسه ورکوی څومره چی د واخان له لاری تجارت او سیاحت رونق اخلی. د افغانستان تجارتی بنادر لکه تورخم، غلام خان، سپین بولدک او داسی نور به لږ تر  لږه د کال په څو میاشتو کښی دومره شاړشی څومره چی د ترانزیت دوه طرفه مالونه د واخان له لاری تګ راتګ کوی.

 د مرکزی اسیا سره د پاکستان تجارت د واخان له لاری که څه هم چی فعلا ګران معلومیږی خو نا شونی نه دی .د کراکورم های وی چی د CPEC) China Pakistan Economic Corridor) د پروژی د ملا تیر دی د شمالی علاقه جاتو د (کراکورم لړۍ) له غرنۍ تنی تیریږی . دا لویه لار د واخان له سرحده ډیره لیری نه ده. واضح خبره ده چی د سرکونو جوړول او دهغوی دوام دار حفظ اونګهداشت د نړی په دی ګوټ کښی ستر چلنج ګڼل کیږی خو عصری تکنالوژۍ ته په کتو یو شونی عمل دی.

هند څه غواړی:

څرنګه چی ګلګت او بالتستان د کشمیر برخه ده او د کشمیر تنازعه د هند او پاکستان ترمنځ ترننه سره له دی چی دا دواړه هیوادونه د همدی مسالی پرسر په تیرو ۷۵ کلونو کښی څو ځله جنګیدلی دی لاینحله پاتی ده . هندیان هیله لری چی یوه ورځ به د ا مساله د دوی د مزاج مطابق حل او فصل کیږی . په دی صورت کښی به دوی د واخان له لاری له مرکزی اسیا سره مښلی او ددوی  اتکا به د چاه بهار په بندر  د مرکزی اسیا سره د تجارت په عرصه کښی تر یوه حده کمه شی او د کال په ګرمو میاشتو کښی  به دوی د ځمکنی ترانسپورت له لاری مرکزی اسیا ته لنډه خو سخته او غرنی لار ولری. واضح ده چی د طبیعی ځمکنیو موانعو نسبی علاج د تکنالوژۍ په ډګر کښی دی. ددی سیناریو نتیجه دا  هم کیدای شی چی افغانستان به له هند سره ګډ بندر ولری چی په دی صورت کښی به د افغانستان اتکا پر پاکستان تر ډیره حده کمه شی.

په موجوده حالاتو کښی د هندیانو رسیدل دی موخی ته ګران ښکاری . پاکستان  نه یواځی دا چی د هند په څیر یو اتومی هیواد دی د خپلی سیاسی زیرکتیا څخه په استفاده یی د هند مخی ته د چین هیواد هم درولی دی. پاکستان چین ته په ۱۹۶۳ کال کښی د شکسګام اود هغه مجاوری دری وسپارلی او په دی وسیله یی چینایان په دی قانع کړه چی د کراکورم لویه لار د ګلګت او بالتستان له منځه د پاکستان تر زړه ورو غزوی. په دی منطقه باندی د هند تسلط د ۱۹۶۳ م کال د معاهدی د الغا او د Cpec د پروژی د ناکامۍ په معنی دی.

خو هغه څه چی هندیان امیدوار کوی هغه دا دی.

  • اسراییل پاکستانی اتوم اسلامی اتوم بمب بولی. په دی صراع کښی امریکایان د اسراییلو ننګه کوی.
  • پاکستان ډیر فاسد هیواد دی . اداری چارواکی یی په فساد کښی شهرت لری. په لندن کښی کورونه او په سویس کښی بانکی حسابونه عادی خبره ده. دوی په دی کښی دومره ماهرین دی چی څو موده وړاندی د پاکستان د استخباراتی دستګا د نوم وتی کس نوم هم میډیا ته راووت چی د افغان مجاهدینو مرستی یی په خپل نامه د سویس په کوم بانک کښی ذخیره کړی وی.
  • پاکستان د سترو اقتصادی مشکلاتو سره مخ دی . په موجوده حال کښی پاکستان چی د پولۍ تړک ته ناست دی د کال شل میلیارده ډالرد خپلو قرضو سود ورکوی. ټوله قرضه یی ۲۵۰ میلیارده ډالرو ته رسیږی چی تادیه کول یی اسانه نه ښکاری. پاکستان پر افغانستان د امریکایی یرغل په شروع کښی یو ځل د طالب او القاعده په نوم ډیر کسان په امریکا وپلورل اود هغه وخت تخمینا سل میلیارده ډالره قرضه یی دیرش میلیاردو ته راښکته کړه. د پاکستان وضعیت اوس ترهغه وخت لا ډیر خراب دی.
  • پاکستان د خپل اقتصادی کړاو د کمولو په مقصد غرب خوشحالول غواړی. داسی قوانین وضع کوی چی د اسلام د مبارک دین سره نیغ په نیغه په ټکر کښی دی. په پاکستان کښی وروستنی سیاسی تغیرات چی مستقیما د امریکا په شاباسی اولمسونه رامنځ ته شول د پاکستان وجودی فلسفی ته ګواښ دی. پاکستانی لښکر نور د اسلام په خدمت کښی نه بلکه د غرب په چوپړ کښی دی.
  • هندیان امید لری چی په اینده پنځو کلونو کښی به د نړۍ په سترو اقتصادی قوتونو کښی وشمیرل شی او پاکستان به په خپل قهقرایی تګ کښی  که د نجات لاینونه یی همداسی شلیدلی پاتی شی کومی کندی ته بی له کومی غټی ټیلی وروغورځی. داسی ښکاری چی صبر او زغم هندی ممیزه ده . یو وخت یو هندی وزیر د انګلیسانو په ارتباط چی ګویا هند یی  د خپل راج په دوران کښی ډیر خوار او ذلیل کړ وویل مونږ انتقام نه اخلو زمونږانتقام تاریخ اخلی.

چین څه غواړی:

کله چی امریکایان له افغانستان څخه ووتل چینایانو د ارامۍ ساه واخسته .لږ ترلږه مطمین شول چی امریکایی فزیکی حضور د دوی له ډډی ډیر لیری پریوت.که څه هم چی په موجوده حالاتو کښی دا یخ او بی ګڼی ګوڼی واخان چی څار یی اسان دی چینایان په خپله ګټه بولی خو بیا هم له دوه ناحیو تشویش لری.

  1. چینایان فکرکوی چی امریکایانو په عراق او افغانستان کښی پخی ډبونی وخوړی. صدام او قذافی خو یی له سوړو راوایستل خو سومالییانو د امریکایی عسکرو په پښو کښی پړی واچول او د موګا دیشو په کوڅو کښی یی کش راکش کړل. دی او دی ته ورته واقعاتو چی تعداد یی له حسابه ووځی بایډن ته درس ورکړ چی  د امریکا نظامی جبروتی طلسم چی یو وخت نړۍ تری په ویره کښی وه  کلونه وړاندی مات شوی دی. دی نور چاته مخامخ میدان ته د ورتلو جرات نه لری .نو ځکه یی نیابتی جګړو ته مخه کړی او دخپلو استعماری موخو له پاره له نورو سیاسی او اقتصادی لارو چارو کار اخلی.
  2. سره له دی چی په تیرو پنځوس کلونو کښی اسلامی نړۍ تر هډوکو وټکول شوه خو رابیداره هم شوه. دعصری ارتباطی وسایلوپیشرفت د اسلامی  ویشل شوی نړۍ بیلابیلی ټوټی و لو په ډیر خام تار وګنډلی. اوس مسلمانان د اوږده ‌ژمنی خوبه چی شروع یی د عثمانی خلافت ختمیدو او یا حتی د سایس/ بیکو ۱۹۱۶ م قرار داد ته ورګرځی رابیدارشوی او د اسلامی لږکیو چیغی د دنیا په هر ګوټ او حتی که د سد سکندر څخه ور ها خوا هم وی اوریدونکی غوږونه لری. چینایان تشویش لری چی د هم اهنګی په شرط به پورتنی ذکرشوی حالات د چین او امریکا ترمنځ  د وجودی صراع په پراخ چوکاټ کښی  مړ واخان له سره  را ژوندی کړی .

برسیره پردی چینایان د خپلی ستری انکشافی پروژی one belt one road چی له ۲۰۱۳ کال څخه شروع شوی ده د مخ ته وړلو په منظور خپلو غربی او جنوبی ګاونډیو ته ډیره توجه کوی. په دی نوښت کښی لږ تر لږه شپږ پروژی دی چی تر ټولومهمه یی د Cpec پروژه ده چی د چین هیواد او دپاکستان مختلف ښارونه د ګوادر له بندر سره چی په بلوچستان کښی موقعیت لری مښلوی. د Cpec  اجمالی قیمت ۶۲ میلیارده ډالرو ته رسی.  پاکستانیانو او چینایانو دواړو په دی پروژی پوری خپل ډیر امیدونه تړلی دی. د چین او امریکا په رقابتی میدان کښی د دی مهمی پروژی د موفقیت او پایښت سرنوشت څرګند نه دی. داسی هم انګیرل کیږی چی په پاکستان کښی وروستنی تغیرات چی عمران خان یی له صحنی ګوښه کړه تر زیاته حده له دی پروژی او دروس خواته د پاکستان د مخ اړونی سره نژدی ارتباط لری .

که  Cpec له ستونزو سره مخ شی واخان یی یوښه بدیل کیدلای شی . برسیره پردی چینایی پروژه شوی سرمایه ګذاری د ایران او چین د همکاریو په چوکاټ کښی تر ۴۰۰ میلیارد ډالرو رسیږی. داسی رپورټونه هم شته چی چینایانو په ایران کښی د خپلو پروژو د امنیت د تامین په منظورد نظامیانو د میشت امتیازات هم تر لاسه کړی دی. چین چی د فوسیل انرژۍ یو خورنده ماشین دی  تر ډیره حده په ایران چلیږی. په هر صورت افغانستان د واخان په شمول بیله دی چی د چین او ایران ترمنځ د وصل یوه کړۍ شی په چینایی ضرب او تقسیم کښی خپل مقام لری . د مرکزی افغانستان سره کلتوری اړیکی ، د معدنی زیرمو استخراج  او نور عمرانی کارونه د چین د یو کمربند او سړک په پروژه کښی جوخت لګیږی.

افغانستان څه غواړی:

له هغی ورځی چی طالبانو په افغانستان د شل کاله اوږدی او خونړۍ  مبارزی په نتیجه کښی اقتدار تر ګوتو کړد واخان په باره کښی ډیر څه نه اوریدل کیږی. يواځی دوه واقعی د ذکر وړدی .

  • ملا محمد يعقوب د افغانستان د دفاع وزیر د پاکستانی تیری په مقابل کښی خپل شدید عکس العمل وښود. واخان یی د افغانستان د زړه سر وباله او د ټول افغانستان د خاوری د تمامیت د ساتنی ټټر یی وواهه .
  • شهاب الدین دلاور د کانو او صنایعو وزیرد واخان په تړاو د افغانستان داسلامی امارت رسمی موقف څرګند کړ. د وخت خپری شوی  میډیایی اوازی چی ګویا پاکستانی پیشرفت د امارت په سلا تر سره شوی دی دروغ او د دښمن تبلیغات وبلل.

د بهرنیو هیوادونو سره په اړیکو کښی د امارت اسلامی رسمی دریز واضح دی او هغه دا چی د افغانستان له خاوری به هیچاته اجازه نه ورکول کیږ چی د نړۍ نورو هیوادو ته ګواښ پیښ کړی. خو امارت مسؤلیت لری د خپل مالی توان په چوکاټ کښي دا منطقه له دی دنیایی یخ دوزخه راوباسی.

د سړکونو تعمیر، د معادنو تثبیت او استخراج، د امنیتی پوستو تعمیراو فعالول ، د توریزم تشویق، د صحی او تعلیمی خدماتو وړاندی کول، د بوټو Flora اومحلی حیواناتوFauna ساتل او په بل عبارت د واخان بیا راژوندی کول یو واضح ضرورت دی. بل چاته خطر نه پیښول دا معنی نه لری چی د بل له ګواښه دی خوندی پاتی شی .

و من الله التوفیق

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.