پوهه

ديپلوم انجينېر اسدالله ملکزی

631

د هارورد د پوهنتون پخواني ريس جيمز کنانت ليکي:

٬٬ پوهه د سره ورته طرحو او تړلو ايډياوو څخه ده، چې د ازمايښتونو او تجربو په اثر منل شوی وي او د ډېرو تجربو او ازميښتونو په کولو سره لا هم پسی غني کيږي.٬٬

د نړۍ په سر ډېر علمي کدرونه او پوهان تير شوي چې ددوی پوهې د تجروبو او ازميښتونو په اثر منل شوي.

 چا خپله پوهه د کوم منفي مقصد د پاره کارولي، چا خپله پوهه پلورلې او چا خپله پوهه د انسانانو د هوساينې او د ښه هدف د پاره کارولې. هغه پوهان چې خپله پوهه يې د ښه هدف او د انسانانو د هوساينې د پاره کارولې ډېر کم دي.

زه پوه انسان هغه چا ته وايم، چې د هغې د پوهې څخه انسانان ګټه پورته کړی شي، که دا پوهه په هره برخه کې وي او د انسانانو په ګټه وي.

مونږ په خپل هيواد افغانستان کې ډېر ښه علمي کدرونه او پوهان لرو، چې ددوی پوهې په ازميښتونو او تجربو  سره په ثبوت رسېدلي، خو د بده مرغه مونږ د داسو انسانانو په قدر نه پوهيږو، ددې د پاره چې مونږ  د دغې عالم يا پوهاند د پوهې څخه ګټه پورته کړو، برعکس د هغې د پوهې پورې ملنډې وهو او يا يې سپکوو. نو همدا وجه ده چې زمونږ هيواد او هيوادوال تل د بدبختۍ سره لاس په ګريوان دي.

زما خپله هيله د امارات د مشرانو څخه دا ده چې هغه پوهان او علمي کدرونه چې د هيوادوالو دردونه ورسره دي او خپله پوهه يې عملاً په ثبوت رسولی، په خپله غېږه کې دې ونيسي او ګټه ورڅخه پورته کړي تر څو افغانستان هم  په نړۍ کې د نورو پرمخ تللو هيوادونو په کتار کې راشي..

د يو اباده سرلوړي لوی افغانستان په هيله

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.