په افغانستان کې د ښځو د ځان وژني پېښې زیاتې شوې

681
3 ساعتونه مخکې

د راپورونو له مخې په تېر کال کې یو شمېر نجونو او مېرمنو د اجباري ودونو، کورنیو ستونزو، بې وزلۍ، وزګارتیا، رواني ناروغیو او د تاوتریخوالي د پېښو د نه څېړلو له امله پر ځان وژنه لاس پوري کړی دی.

د افغانستان په محلي رسنیو کې هره اونۍ د ښځو او نجونو د ځان وژنې راپورونه خپریږي، خو د هغوی د ځان وژنې دقیق ارقام په لاس کې نشته. په تېرو کلونو کې د ښځو چارو وزارت او د بشري حقونو خپلواک کمېسیون دغه شمېرې ثبت کړي. خو وروسته له هغه چې طالبان د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې واک ته ورسېدل، دوی دغه دوه بنسټونه غیر فعال او منحل اعلان کړل.

رخشانه خبري اژانس چې په افغانستان کې د ښځو مسایل تعقیبوي، په یوه تازه راپور کې لیکلي چې د پروان ولایت په جبل سراج ولسوالۍ کې یوې ۱۵ کلنې نجلۍ ځان وژنه کړې ده. دغې رسنۍ ویلي چې د دغې ځوانې نجلۍ د ځان وژنې لامل «اجباري واده» و.

د افغانستان په سیمه ییزو رسنیو کې د ښځو او نجونو د ځان وژنې لاملونه کورنۍ ستونزې، اجباري او په کم عمر کې ودونه، فقر، بېکاري او رواني ستونزې په ګوتو کېږي.

د ښځو د حقونو فعالان وايي، طالبان ښځې له خپلو اساسي حقونو بې برخې کوي
د ښځو د حقونو فعالان وايي، طالبان ښځې له خپلو اساسي حقونو بې برخې کويانځور: Wakil Koshar/AFP/Getty Images

د «زن ټایمز» رسنۍ چې د ښځو په برخه کې فعالیت کوي، په یوه راپور کې راغلي چې د اکتوبر په ۳۰مه د فاریاب په مرکز میمنې ښار کې یوې ۲۷ کلنې ښځې د «مرګ موش» یا د موږک د وژلو درمل په خوړلو خپل ژوند پای ته رسولی. يادې رسنۍ د دغې ځوانې ښځې د ځان وژنې لامل کورنۍ تاوتریخوالی بللی.

په تېر حکومت کې د باميانو د بشري حقونو د خپلواک کمېسيون د ساحوي دفتر د ښځو د څانګې مشره حوا صادقي وايي، په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي او په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو د ځان وژنې شمېرې د تېرو کلونو په پرتله زياتې شوې دي.

مېرمن صادقي زیاته کړه: « د طالبانو شتون، د ښځو له حقونو څخه د دفاع د موسسو نشتوالی، د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي عاملینو ته سزا نه ورکول او خپلو حقونو ته د ښځو نه لاسرسی د ښځو د ځان وژنې له عمده عواملو څخه دي.»

د ښځو د حقونو فعالان وايي، طالبان ښځې له خپلو اساسي حقونو بې برخې کوي. دوی د سفر، زده کړې او د کار له حقونو څخه منع کړي دي. دوی باور لري چې د کار او زده کړو زمینې نشتوالی د نجونو پر روحیې منفي اغېزې کړي دي.

وروسته له دې چې د طالبانو لخوا د بشري حقونو بنسټونه منحل او لغوه شول، هیڅ داسې بنسټ یا اداره نشته چې د ښځو له حقونو څخه دفاع وکړي او د هغوی ستونزې هوارې کړي.

طالبانو نه یوازې د بشري حقونو د سازمانونو د فعالیتونو مخه نیولې ده، بلکې د ښځو لپاره یې د زده کړو، کار موندنې، کاري فعالیتونو او حتی د جامو د اغوستلو په برخه کې هم ډېرې ستونزې جوړې کړې دي.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د نجونو او ښځو د ځان وژنې د کره شمېرو له خپرولو ډډه کوي. د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالنافع ټکور دویچه ویله ته وویل چې د ښځو د ځان وژني پېښې نشته او که وي هم ډېرې کمې دي. هغه زياته کړه: «علماوو خلکو ته د ځان وژنې په اړه معلومات ورکړي چې په دنيا او آخرت کې بدې پايلې لري او له همدې امله ځان وژنه کمه ده.»

ملګرو ملتونو افغانستان د ښځو او نجونو لپاره د نړۍ تر ټولو بد هېواد بللی دی. د بشري حقونو په برخه کې د ملګرو ملتونو ځانګړي رپوټ ورکوونکي ریچارډ بنېټ د دې سازمان عمومي غونډې ته وویل چې په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت د ژورې اندېښنې وړ دی.

له بلې خوا ارواپوهان د نجونو او ښځو د ځان وژنې لاملونه کورنۍ ستونزې، په کم عمر او جبري ودونه، مسافري، له کورنۍ څخه واټن، رواني ناروغۍ، بې وزلي او ناوړه دودونه بولي.

د بامیان پوهنتون د اروا پوهنې د څانګې استاد محمدالله معتصم دویچه ویله ته وویل، د ځان وژنې د مخنیوي لارې چارې د ځان وژنې له فرهنګ سره مبارزه، بې وزلي، د کورنیو ستونزو حلول، د اجباري او کم عمره ودونو مخنیوی، له نجونو سره مهربانۍ او زړه سوی او د ښځو قضیو ته رسېدنه ده. هغه زیاته کړه: « کم عمره او جبري ودونه بايد له منځه یوړل شي او هر ځوان باید د خپلې خوښې او پوره پوهې له مخې واده وکړي، تر څو د کورنیو ستونزو مخه ونیول شي.»

په تېر یوه کال کې نه یوازې یو شمېر ښځو او نجونو ځان وژنه کړې بلکې د نارینه وو د ځان وژنې راپورونه هم خپاره شوي دي. ارواپوهان فقر، بې روزګاري، راتلونکي ته د هيلي نشتوالی، رواني ناروغۍ، خپګان او کورنۍ ستونزې د ځان وژنې لاملونه ګڼي.

یادونه: که تاسو له شدیدو رواني اختلالاتو سره مخ یاست یا د ځان وژنې فکر کوئ سمدستي له مسلکي کسانو مرسته وغواړئ. په ځینو هیوادونو کې ځانګړي مرجع په دې برخه کې مرسته کوي. تاسو کولی شئ په دې ویب پاڼه (befrienders.org) کې د هغو ځایونو په اړه معلومات ترلاسه کړئ چې د رواني روغتیا مرستې وړاندې کوي.

دویچه ویله

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.